د ډوبۍ کانفرانس: د خليلزاد ناوړه سياسي هلي-ځلي
په ډوبۍ کي، د ” افغانستان: تضمين موفقيت” تر عنوان لاندي د مارچ کانفرانس په افغاني مطبوعاتو کي ښاېسته زياته علاقه او عکس العمل ايجاد کړيدي. ا لبته ځيني منفي او مثبت نظرونه هم وړاندي سوي دي. مگر زياتره مقالې او تحليلونه منفي وه. د منفي عکس العمل يو اصلي سبب د ډوبۍ په کانفرانس کي د متحده ايالاتو د پخواني سفير ښاغلي زلمي خليلزاد مخکښ او نوښتگر رول وو؛ دوهم علت يې دا وو چي غونډه ډېره ناڅاپه، مرموزه، او په تلوار جوړه سوه. پدې غونډه کي، د بهرنيو چاور وزير سپنتا او د جمهوري ر ياست مشهور کانديدان اشرف غني، علي احمدجلالي، او ډاکټر عبدالله هم گډون لاره. که څه هم کانفرانس کمه خاصه نتيجه ور نه کړه، خو خليلزاد يو ځل بيا د “امريکايي باز” نقش لوباوه. پوښتنه دا ده چي دا ځل به دا باز د چا پر سر کښېنې؟
بل سوال دا دى چي ايا د خليلزاد سياسي نوښت د ښاغلى اوباما د حکومت دپلوماتيکي هلو ځلو يوه برخه ده، او که د خليلزاد خپله سياسي ډارمه ده؟
د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ته پکار ده چي پدې ارتباط څرگند دريځ غوره کړي. ايا خليلزاد د مېرمن کلنټن ملاتړ لري او کنه؟ ايا پداسي حال چي د ښاغلي اوباما اداره افغانستان د خپلي خارجي پاليسۍ محوري ټکى بولي، د خليلزاد په نوښت د ډوبۍ غير موثر او جنجالي کانفراس د اوباما د ادارې په موافقه وو او که د خليلزاد بل خپلسرى سياسي اقدام دى؟ ايا د افغانستان په ارتباط د ښاغلي اوباما پاليسي مېرمن کلنټن عملي کوي او که خليلزاد؟ خليلزاد د بوش حکومت غړى دى. د هغوى غلطو پاليسيو ننني مشکلات خلق کړي دي. د امريکا خارجه وزارت مجبوره دى چي پدې اړه خپله دريځ افغانانو او نړيوالو ته روښانه کړي.
د انلاين افغاني مطبوعاتو ته په کتو سره داسي ښکاري چي اکثره افغاني ليکوالان د خليلزاد مداخله خطرناکه او ناسمه انگېري. ځکه خليلزاد ازمويل سوى دى، او هر واري پخپل ماموريت کي ناکامه سوي دي. د بن په کانفرانس کي د خليلزاد مداخلو په اساس د اوسني حکومت خښته کږه کښېښوده سوه.
که څه هم، خليلزاد د مجاهدينو په دروان کي د بهرنيو چارو د وزارت يو کوچينى مامور وو، خو د مذهبي او اخواني ډلو په تقويه کولو کي يې زيات نقش لاره. افغان ملي، ديموکرات، او مترقي ډلي او اشخاص يې نه خوښېدل، د ملايانو سره يې ډېره طبعه لگېده. بلخوا، د خليلزاد او شمال ايتلاف نامشروع اړيکي هم د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېري خطرناکي دي. کله چي هغه په افغانستان کي د سفير په توگه وظيفه اجرا کوله، هغه د کابل د “وايسري” په نامه مشهوره وو. د همدې لمړيو کلونو غلطو پاليسيو د نن ورځي ناورين را مينځته کړ. په افغانستان کي، د امريکا په ملاتړ د نن ورځي اکثره بدنامه جنگسالاران د خليلزاد د ناکامي دورې محصول دي.
د خليلزاد بل کرکټر پخپلسري کارونه دي. د بوش په پېر کي، خليلزاد پدې متهم سو چي د پاکستان په داخلي چارو کي ناوړه مداخله کوي. د سويس په اقتصادي غونډه کي يې د ايران د استازي سره پرته له مخکنۍ اجازې ناسته او کتلي وو. د هغه پخواني همکاران وايي چي د کابل سفارت په دوران کي به خليلزاد او کزري په ساعتونو په ټيلفون کي خبري سره کولې، مگر تيلفوني مکالمې يې نه درجولې.
هيله ده چي د اوباما حکومت د خليلزاد د بېځايه او مضرو مداخلو مخه ونيسي. هغه نور د افغانستان په سياست کي ځاى نلري. هغه د تېر پېر استازى دى، او نن سبا يې تر گټي تاوان ډېر دى. خليلزاد د يوې داسي دورې پاتي شونى دى چي د امريکا په سياست او ټولنه کي يې خپل ټول اعتبار له لاسه ورکړى دى. د هغه خيال او فکر ناکامه او دوره يې ختمه ده.
بله پوښتنه دا ده چي ولي “افغانستان: تضمين موفقيت” غونډه په بهر کي جوړه سوه؟ ولي همدا غونډه د ډوبۍ د لوکسو او گرانو هوټلونو پر ځاى په کابل کي جوړه نه سوه؟ کابل او ډوبۍ فقط دوه ساعته فاصله سره لري.
په يوه خارجي ملک کي سياسي غونډه کول پخپل ذات کي ناسم کار دى، ځکه انتخاباتي مبارزه بايد دننه په وطن کي وسي، نه د ډوبۍ په هوټلونو کي. سياسي مشروعيت د افغانستان په کليو، ښارگوټو، او ښارونو کي تر لاسه کېږي، نه په خارجي محلونو او مرموزو غونډو کي. بلخوا، دا ډول غونډي سياسي پروسه له سره خارجي او پردۍ ښکاره کوي.
په عين حال کي، پدې مجلس کي د خليلزاد او جلالي څنگ پر څنگ ناستي دا گونگوسى را ولاړ کړى دى چي گواکي خليلزاد د جلالي ملاتړ کوي. اوس نو، ايا د خليلزاد ملاتړ د امريکا حمايت دى، او که د يوه پخواني نيوکان وروستۍ هلي ځلي چي غواړي د ځان لپاره يو بل کار او مشغوليت پيدا کړي؟ والسلام.