په جلال اباد کي دفوکلور د يوورځني علمي سيمينار پريکړه ليک

د لراوبر اداره | مارچ 23rd, 2009


دختيزي سيمي ليکوالو او ژورناليستانوخپلواکي ټولني په هڅه د١٣٨٧دکب په٢٤-٢٥ دپښتو فوکلور يو ورځنى سيمينار او دوتليو ليکوالو او شاعرانوښاغلي استاد حبيب الله رفيع،پروفيسورسيال کاکړ،ډاکتر محمداسرار اسرار او انقلابي سندربول شاعر رحمت شاه سايل دنمانځني غونډه جوړه کړه چي دهيواد اولري پښتونخوا نوماندو شاعرانو او ليکوالو پکي برخه واخيسته.

غونډه په پوره نظم،خلوص،سپيڅلتيا او علمي آرونو پربنسټ بريالۍ پاى ته ورسيده او همدا وياړ دى چي دسيمينار سمبالن دخپلو مشرانو په نمانځنه ډاډمنوي چي دادى ددي بريالي سيمينار دپاي په شيبو کي دسيمينار سکرتريت دغونډي دپايلي په توګه دغه پريکړه ليک ددرنو ګډونوالو دنظر غوښتني لپارهوړاندي کوي.

١-دلوړوزده کړو او پوهني وزارتونو چارواکي دي دخپلو ښوونيزو ادارو ژمنو ته دنده ورکړي چي فارغيدونکي محصلين خپل پايليکونه او څيړنليکونه فوکلوري څيړنو ته ځانګړي کړي.

٢- دختيزي سيمي ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکي ټولني ته دي په رسمي او دولتي لار هواره شي چي خپله بله څيړنغونډه،وياړ غونډه يا ياد غونډه دپښتنوپه اورني نغري پکتيکا کي جوړه کړي.

٣- ددي اوسنۍ وياړ غونډي په پار او وياړ خپرو شويو اثارو دارزښت او اغيز دجوتتيا لپاره دي ددغو اثارو تر ډلبندۍ وروسته دمخکتني غونډي جوړي شي.

٤- پښتو ژبې،ادب اودڅيړنيزو هڅو دډګر اتل ښاغلي حبيب الله رفيع ته دي ددوي دسپيڅليو خدمتونو په پار د(شمس الادبا) خطاب ورکړشي.

٥- په ننګرهار کي دي دځوانانو دعلمي او څيړنيزي کچي دلوړولو په موخه دو ستر کتابتون دجوړيدو بنسټ کيښود شي.

٦- دپښتو دعارف او انسانپال شاعر حضرت رحمان بابا له مزار سره شوى ترهګريز چلنددشختي غندني په ترڅ کي ددواړو هيوادوله چارواکيو نه دعاملينو دپيداکولو او دسختي او درني سزا ورکولو هيله کوو او په ګانده کي زموږ ددغسي فرهنګي او عرفاني سټو دپوره خونديېني ضمانت غواړي.

٧- په فرهنګي او ادبي ډګر کي دي ددواړو هيوادو دپښتنو تر منځ هميشنى تړاو تضمين او تشويق شي اوهمفکريو دتبادل لپاره يوه ودانۍ ځانګړي شي.

پورتني پريکړه ليک چي داستاد محمداصف صميم له لوري دسيمينار ګډونوالو ته وړاندي شوټول وړانديزونه يي په بشپړ ملاتړ سره ومنل شو او له اړوندو ادرو نه يي دپلي کيدو هيله وشوه.

Copyright Larawbar 2007-2024