ورځپاڼو ته کتنه
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو مسلې ته په اشارې په امریکا کې د افغان سفیر په حواله لیکلي دي چې امریکا دې پریږدي چې کابل له طالبانو سره خبرې پیل کړي.
ورځپاڼې په عینې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د څرګندونو ځینې برخې هم خپرې کړي چې ویلي دي له طالبانو سره دې په هغه صورت کې خبرې وشي چې دوې له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي.
ورځپاڼې د ملي جبهې د فعالیتونو په اړه په یو مطلب کې دا پوښتنه کړې چې ولې ملي جبهه څنډې او سیاسي انزوا ته راښکل شوه.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په کابل کې د ښځو د سوداګرۍ او کار بار د غورزیدلو په اړه هم یو تفصیلي رپورټ خپور کړې دې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله له طالبانو سره خبرو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې پدې اړه باید یو جدي دریځ ونیولې شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان د علماء د شورا دا غوښتنه هم راغستې چې د سعودي عربستان د باچا، ملګرو ملتونو او د ټولو ښکیلو اړخونو په ګډون یوه ملي جرګه جوړه شي.
ورځپاڼې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو او د هغو د لږولو د لارو چارو په اړه هم یو مطلب خپور کړې او ددغو مرستو د بې ځایه لږولو د مخنیوي غوښتنه يې کړیده.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم له طالبانو سره د سولې د خبرو مسله راغستې او لیکلي دي چې د طالبانو په وړاندې د امریکا سیاست د بدلیدو په حال کې دې.
ورخپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې سپینه ماڼۍ د طالبانو له غړو نه د یو سیاسي حزب د جوړولو په لټه کې دې څو کړکیچونه پاې ته ورسوي.
ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دا سپارښتنه هم راغستي چې د افغانستان اوسنې حکومت دې تر انتخاباتو پورې پخپل حال پاتې شي.
ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د کورونو د تلاشۍ مسله راغستې او لیکلي دي چې دا کار باید په جدي توګه پاې ته ورسولې شي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغان امنیتي ځواکونو د شمیر د زیاتولو لپاره د امریکا په وروستۍ طرحې تبصره کړې او لیکلي دي چې د افغانستان د اردو غښتلتیا نه یوازې امنیت ساتلې شي بلکه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره هم زمینه برابرلوې شي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د افغان چارواکو په حواله دا هم لیکلي دي چې افغان ځواکونه باید په عصري وسلو سمبال شي.
دې ورځپاڼې هم له طالبانو سره د خبرو مسله راغستې او لیکلي دي چې کارپوهان د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړتیا ټینګار کوي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې له بزګرانو سره د مرستې په موضوع بحث کړې او لیکلي دي چې دا مسله باید په نوي کال کې په جدي توګه تعقیب شي.
خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د نیالګیو له کینولو وروسته د هغوې پالنې ته اړتیا ده.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا هم د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مسله راغستې او لیکلي دي چې که چیرې د امنیت د تینګښت لپاره مناسبه لار و نه لټولې شي نو ممکن په روان کال کې هم د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي هیله ناسمه وي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د اوبو نړیوالې ورځې ته په اشارې بیا هم په افغانستان کې د اوبو د ضایع کیدو ستونزه څیړلې او لیکلي دي چې د افغانستان اوبه ګانډیو هیوادونو ته بهیږي.