کور / کیسه / استاذه ! کابل خو داسي نه وو؟

استاذه ! کابل خو داسي نه وو؟

کابل دافغانستان په تاریخ کي ددې هیواد پلازمېنه پاته سوې ، ځان ته تاریخ لري خو یوه خبره چې ډېره مهمه ده ، هغه داده ، چې دجهاد او ډاکټر نجیب ددولت نه وروسته وخت کي کابل په خپل منځي جګړو کي ټوټې ټوټې سو، خلک یې ومهاجرت ته اړ سول، ډېری ولس یې له خپلو ځایونو بې ځایه سول ، ودانۍ یې وراني سولې او هر څه یې …
خو دکرزي دولت په راتګ سره دادی اوه کلونه تېر سول ، کابل بیا هم هغه پخوانی کابل دی ، وراني کنډوالې یې بیا هم ، هم هغه ډول چې وې پاتي سوي ، کله چې یو څوک کابل ته دلومړي ځل لپاره سفرکوي ، داسې ګومان کوي چې کابل به ډېر ودان او بیا رغول سوی کابل وي .


تېره ورځ کله چي د خپل کار په لوري روان وم ، په تکسي راسره سپور یو سپین ږیری کندهاری ناست وو، دې خوا او بلي خوا ته یې کتل ، له سترګو یې اوښکي له ورایه ښکارېدې، دیوه څه مزله وروسته نوموړي په پورته آواز موټرچلوونکي ته وويل ، استاذه ! کابل خو داسي نه وو.
موټر چلوونکي  خپل سرورته وښوروه ، چي دهو ځواب یې مطلب وو.


ما دسپين ږیري څخه پوښتني پیل کړې ، چي داخبره یې ولي وکړه ،نوموړي راته ویل دایې پسله ډېره وخته کابل ته لومړی سفر دی ، چي راغلی، نوموړی چي دسردارداودخان دواکمنۍ په وخت کي کابل ته راغلی وو، سترګو څخه اوښکي بهېدې او خبري یې کولې .. نوموړي ویل ، چي کابل کي خواوس له سلو دولتونو څخه ډېر موجودیت لري ، ما ویل چي کابل به اوس رغول سوی وي ، خو هغه څه چي مي لیدلی وو، هغه هم نه د ی، نوموړي چي په ځېر سره دورانو کنډوالو لیدنه کوله ، ډېر لړزېده او ویل یې کاشکي کابل ته نه وای راغلی ، لږ ترلږه دابه مي په زړه کي وای، چي کابل سته …

نوموړی کله چي دموټر څخه کښته کېده ، دغه ډول یې دعاوکړه  .
( لویه خدایه !  افغانستان جوړ  کړې ، خو ګومان نه کوم چي جوړشي ).