د مهدي اخیر زمان راتګ
دمهدی د ویي جرړه له «هدی» چې مانا يې ده هدایت څخه اخیستل شوې ده او د مسلمانانو په اصطلاح هغه څوک دی چې د اسلام پیغامبر محمد (ص) د هغه د راتلو زیرۍ ورکړی دی چې هغه داخیر زمان منجی(ناجی) دی.
د اخیر زمان په منجی باور د ټولو ادیانو په فرهنګ کې لیدل کیږي خودا باور په ابراهیمي دینونو کې ډیر اهمیت لري چې دا باور د نړۍ پای او د قیامت پيل بولې چې هر دین په دې هکله خپل ځانګړي وړاندوینې لري.
د ټولو دینونوپه کتابونو کې له منجي اخیرزمان څخه یادونه شوې ده چې وايي په اخيره زمانه کې به له قيامت نه مخکې یو منجې راشي چې نړۍ به له یرغلګرو ، متسکبرانو، تيری کوونکو، زالیمانو او غاصبانو څخه خلاصه کړي او په ټوله نړۍ کې به عدل، انصاف، امن او سوله ټینګه کړي.
خوپه دې کتابو کې ددې اخیر زمان د منجی د نوم په هکله ډیر توپیرونه لیدل کیږي
هغو ی اکثره د خپلو مړو مشرانو نومونه اخلي او باور لري هغوی بیرته ژوندي کیږي او دنیا له ظلمه ژغوري، ځینې يې بیا د يو نامالوم کس په راتلو عقيده لري.
نو دلته د هر اړخیزې څيړنې په پار د قرانکریم ، انجیل ، تورات ، زبور او نورو پخوانیو مقدسو کتابونو ، دهندوانو مقدسو کتابونه، د زرتشت مقدس کتاب، د جاماسب مقدس کتاب او نورو کتابو کې دمنجي په هکله وړاندوینې را غونډ شوی دی چې امید تر ډیره حده دا مسله روښانه کړې
۱-په اسلام کې:
دمنجي په هکله د اسلام عقيده ډېره پياوړې او مستنده ده په اسلام کې دغه شخصيت ته امام مهدی (ع) ويل شوی دی او له قيامت نه مخکې د هغه د راتلو په هکله ډیر مبارک ایتونه او ډير حدیثونه او بې شمېره روايتونه ته نغوتې شوي دي. په اسلام کې ټول مذهبوته د مهدی (ع) په راتګ سره متفق دی او په دي هکله په هر مذهب کې ډیر کتابونه هم لیکل شوی دی.
د ټولو فرقو مسلمانان په دی متفق دی چې امام مهدی (ع) به په اخيره زمانه کې له قيامت نه مخکې څرګنديږی په ټوله دنيا به په عدل او انصاف سره حکومت وکړی او دنيا به له سولې، امن، ورورولۍ، عدل او انصاف نه ډکه کړ ی او حضرت عيسی (ع) هم چې خدای پاک ژوندی ساتلي دی د هغه په دوران کې به له اسمانه را کوزشی او د امام مهدی (ع) په امامت به لمونځ وکړی او بیا به مهدی (ع) د هغۀ تر مشرۍ لاندې د وخت د دجال،نړيوال کفر او نفاق پر خلاف جهاد وکړي.
لومړی : په قرآن شریف کي:
دلته هغو مبارکو ایتوته نغوته شوې ده، چې سنی او شیعه فرقې هغه د مهدی (ع) په هکله بولي او په خپلو تفسیرو کې يې د امام مهدی (ع) په هکله روایتونه راغلي دي ددې
مرحوم سيد هاشم بحرانى په خپل کتاب «المحجّة فى ما نزل فى القائم الحجّة(عليه السلام)» کي ۱۳۲ مبارک ایاتو نو ته نغوته کړي ده
خو مهم يې په دی اړه اته مبارک ایاتونه دي چې په هغه کې (۶۵) روایته د اهل سنی او(۴۴) روایته داهل شیعه دی
د امام مهدی(ع) نوم په قران کریم کې نه دی راغلی
په قرانکریم کې د یو چا پیژندل ددرو ځانګړو لارو شوی یو يې د نوم را پیژندل ؛ بل يې د عدد را پیژندل او درېیم یې د هغه صفت را پيژندل دی.
دا چې په قران کریم کې د مهدی (ع) نوم نه دی راغلی خو د هغه صفات او د حکومت کولو ځانګړتیاوی یې راغلی دی
د هغه ځانګړې صفتونه دادي:
د هغه د حکومت ډول :چې په ځینو مبارکو ایتونو کې صریح او ځینو کې د اشاری په ډول راغلی دی. د ساری په ډول په سوره توبه کې د نړۍ په سطح دا زیرۍ شویدی چې « هغوی به په ټولو دینونو بریالي شی» او سوره الانبیا ء مبارک ایت ۱۰۵ راغلی « په تحقیق لیکلی دی موږپه زبور کې وروسته نصیحت څخه دا چې بیشکه دغه مځکې به مالکان شی زما نیکان بندګان»
او دنړۍ حکومت به د هغوی په لاس شی
په قرانکریم کې دا سکالو په درو ډولو مطرح شوې ده:
۱-« وراثت ارض» دمځکې وارث دی«….وَ كُنَّا نَحْنُ الْورِثِينَ.» یانی نړۍ اخیر د صالحانو په لاس لویږی
«: «وَ مَآ اَرْسَلْنكَ إلَّا رَحْمَةً لِّلْعَلَمِينَ.»
پيغمبر (ص) د نړۍ لپاره رحمت دی او دا ماموریت د مهدی(ع) او د هغه د اصحابو په وسیله تر سره کیږي
له مرحوم طبرسي څخه یو روایت نقل شوی: عن ابوجعفر(رض): «… هُمْ اصحابُ المهدی»
۲- د اسلام ددین بری پر ټولو نور دینونو چې تر اوسه نه دی شوی. سمه ده چې د علم او دلیل له اړخه اسلام تر ټولو دینونو قوی دی خو رحمة للعالمین شوی لا نه دی لا داسلام غلبه پر ټولو دینونو نه دی شوی چې په دې اړه درې مبارک ایتونه ته نغوته شوی ده .لکه:
«… دِینِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ وَلَوْکَرِهَ الْمُشْرِکُونَ» الصف ایات ۹
غلبه به ورکړی(الله) دغه ( حق دین) ته پر دینونو ټولوباندی اګر که بده ګڼی( دغه غلبه) مشریکان
نوربیا