د م. م. ځانګړي استازي له امريكايي مقاماتو سره وكتل

34 | مارچ 25th, 2009


د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى دا اونۍ په واشنګټن كي دئ او د افغانستان په اړه يې د لوړ پوړو امريكايي چارواكو سره خبري كړي دي.
په نيويارك كي د ملګرو ملتونو له دفتر څخه خپاره سوي خبرونه وايي، ښاغلي كاى آيډي د امريكا د بهرنيو چارو له وزيري هيلاري كلينټن سره د مارچ ۳۱ – مي نړيوال كنفرانس په اړه هم خبري وكړې، چي په هالنډ كي د افغانستان په باب جوړېږي.
ښاغلي آيډي د ملي امنيت له سلاكار جيمز جون، د سنا مجلس د بهرنۍ پاليسۍ د كمېټې له مشر سناتور ريچارډ لوګر او د پوځي چارو د كمېټې له مشر كارل ليون سره هم كتلي دي.
د ملګرو ملتونو دفتر وايي په دې ليدنو كي د امريكايي مقاماتو له خوا څخه ښاغلي آيډي ته ډاډ وركړل سو، چي امريكا به په افغانستان كي د ملګرو ملتونو د سازمان يوناما بشپړ ملاتړ كوي.
تمه ده چي ښاغلى آيډي به نن د مرستيال ولسمشر جوزيف بايډن او دفاع وزير رابرت ګېټس سره هم وګوري.

Copyright Larawbar 2007-2024