کور / شعر / زما كندهاره

زما كندهاره

زما كندهاره د زمرو وطنه
زما د سركښو پښتنو وطنه
د اتلانو د كيسو وطنه
د ميدانونو خرخښو وطنه
داسي مي نه غوښتې چي نن دي وينم
په تن زخمي په سره كفن دي وينم


نه دي هلمند هغه موجونه راوړي
نه له مستۍ په خوله ځګونه راوړي
نه د ارغند غاړي ګلونه راوړي
نه دي ترنك زاړه سېلونه راوړي
نه دي دښتو كي قافلې وينمه
نه دي كېږديو كي ډېوې وينمه


نه د رابيا له ميني مست فتح خان
له كلابُسته قهرېدلى روان
نه ورسره دي د بړېڅو ياران
نه د مغولو په پوځ ګډ دى تالان
نه يې شپېلۍ دي په برېتو اغوستي
نه يې سرونه په نېزو اغوستي


نه چا ته كور نه چا ته بام پاته دى
نه د كيسو د شپو ارام پاته دى
نه د بيبو د خولې پيغام پاته دى
نه ښادي خان نه دلارام پاته دى
نه په زلمۍ مينه كي شور خوځېږي
نه په رګو كي د چا اور بلېږي


نه د احمد د توري شرنګ وينمه
نه يې لښكري نه يې جنګ وينمه
نه پاني پت په وينو رنګ وينمه
نه سينې څيري په خدنګ وينمه
نه مرهټياني ميندي بوري ژاړي
نه پښتنې په تېرو تورو وياړي


اوس دي پر كليو جنازې را اوري
له پېغلو سترګو اوښكي سرې را اوري
له خپل قسمته درته شپې را اوري
پر سپينو ورځو دي تيارې را اوري
اوس هديره د افسانو يې زموږ
ګور د زلميو ارمانو يې زموږ


اوس له آمو تر اباسينه خاوره
له وينو مسته سره رنګينه خاوره
هغه درنه هغه سنګينه خاوره
هغه تر خپل ښارګ شېرينه خاوره
ورباندي ګرځي د اورنګ آسونه
د پردۍ سولي پردي جنګ آسونه


اوس دي په لار كي رقيبان پراته دي
اوس دي په عرش كي شيطانان پراته دي
پر خزانو دي ښاماران پراته دي
په كوه قاف كي دي دېوان پراته دي
لاري كوڅې دي د اغزو ډكي دي
ياغي درې دي له لمبو ډكي دي


ما خو به ستا په نوم فالونه كتل
ما له قسمت سره سوكونه وهل
ما دي په غېږه كي ګلونه ليدل
ما دي تندي كي جنتونه ويل
اوس مي په زړه كي ستا يادونه ژاړي
هره غزل كي مي بيتونه ژاړي


لا مي د وران قسمت خوبونه وينم
لا دي په برخه توپانونه وينم
لا په غضب د آسمان خونه وينم
لا د ډبرو بارانونه وينم
لا به د دوست په نوم درځي غليمان
لا به دي وژني د لستوڼي ماران


راسه چي ويني ته دي اور دركمه
زاړه جنون ته به دي شور دركمه
څو لېونۍ چيغي په پور دركمه
زخمي لمبو ته به دي زور دركمه
راځه يو مسته پياله بنګ پورته كو
يو ځل به بيا د توري شرنګ پورته كو


راځه چي بيا د افسانو په ژبه
د ملالۍ او د عينو په ژبه
د ميوندونو د كيسو په ژبه
څه د توپك څه د جرګو په ژبه
د وطن شپو ته مشالونه راوړو
د تيارو ښار ته څراغونه راوړو


زما كندهاره د زمرو وطنه
زما د سركښو پښتنو وطنه
د اتلانو د كيسو وطنه
د ميدانونو خرخښو وطنه
داسي مي نه غوښتې چي نن دي وينم
په تن زخمي په سره كفن دي وينم


ويرجينيا ۱۵-می – ۲۰۰۱

.