لغمان : پنځه پروژې گټي اخستني ته وسپارل شوې

د لراوبر اداره | مارچ 25th, 2009


دملي پيوستون پروگرام پنځه پراختيايي پروژي پدي وروستيو وختو کي د لغمان په ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .

د دغه ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوول د وينا له مخي پدي پروژو کي دوولس پل گوټي ، دري حمامونه ، د( ٢٧٧٥٩٩) مترو په اوږدوالي د پاخه او اساسي کانال ، او د د يارلسو نيمه ژورو څاگانو کيندنه اوپه هغو دلاسي بمبو نصبول شامل دي .

يادي شوي پروژي دقرغه يي ، علينگار او دولت شاهي په ولسواليو او دلغمان ولايت په مرکز کي د( ٣٤٤٧١٨) افغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي او دکليوالو په سلوکي لس وندي په شمول بشپري شوي او له هغو نه څه دپاسه (١٠٠٠) کورني برخمني شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024