کور / هراړخیز / دلوي اختر د شپې (عرفات) روژه

دلوي اختر د شپې (عرفات) روژه

دلوي اختر د مياشتي (ذوالحجې) اولي لس ورځي او د لوي اختر د شپې (عرفات) روژه څومره فضیلت او درنښت لري؟

نزهة المجالس ليکلي دي:

الله (ج) د امت محمدي اکرام وکړئ؛ روژه د عرفات يې ورکړه .
الله (ج) پدې ورځو کښي د څلورو انبياؤ اکرام کړئ دئ،

لومړی : ادم عليه السلام دئ چی د غنم دانه يې خوړلې وه؛ پدغه ورځ يې الله (ج) توبه قبوله کړه اکرام يې په توبه سره وسو .

دوهم : د موسي عليه السلام اکرام وسو؛ د الله (ج) سره په خبرو کولو يعني الله (ج) خپله خبري ورسره وکړې، چي د نورو انبياؤ سره به يې د جبرائيل عليه السلام په واسطه خبري کولې .

دريم : اکرام د ابراهيم عليه السلام وسو د زوي په قرباني سره؛ يعني په هغه امتحان کښي کامياب سو .

څلورم : اکرام د محمد (ص) وسو په حج او په پوره-والي سره د دين .

حضرت ابوهريره (رض) د رسول الله (ص) څخه روايت کوي چي وې فرمايل :

که چا د عرفات په ورځ روژه ونيول، الله (ج) به د هغه کسانو په شمېر چي په دغه ورځ يې روژه نيولي وي او د هغه کسانو په شمېر چي روژه يې نه وی نيولي؛ ثواب ورکړي، او په ورځ د قيامت به دده سره اويا (۷۰) زره ملائيکي دده د درنښت لپاره د حشرګاه ميدان ته، د عملونو د تول – ترازو ډګر ته، او د حشرګاه څخه تر پول صراط او تر جنته پوري ورسره ځي او پر هر قدم به نوی – نوی زيری د جنت ورکوي .

د رسول اکرم (ص) څخه روايت دئ :

څوک چي د لوی اختر د مياشتي په اتمه (۸) روژه ونيسي الله (ج) به ثواب د ايوب عليه السلام د صبر ورکړي .

او که چا د لوی اختر د مياشتي په نهمه (۹) ورځ روژه ونيول چي د عرفات ورځ کيږي الله (ج) به دومره ثواب ورکړي لکه د عيسي عليه السلام ثواب .

حضرت انس (رض) ويلي دي :

د لوی اختر د مياشتي د لومړيو لسو ورځو د روژو هره ورځ د زرو ورځو سره په ثواب کي برابره ده .

د رسول الله (ص) څخه روايت دئ :

کومه ورځ چي د عرفات سي، نو الله (ج) خپل رحمتونه وغوړوي تر ټولو ورځو ډېر په دغه ورځ خلګ بخښي او له اوره څخه د دوږخ يې ازادوي، هر څوک چي په دغه ورځ د الله (ج) څخه د دنيا يا د اخرت سوال وکړي نو الله (ج) يې قبلوي، که چا په دغه ورځ روژه ونيول نو الله (ج) به د تېر کال او هم د راتلونکي کال ګناهونه ور وبخښي چي قصداً يې و نه کړي بلکي په خطا ځني وسي .

د بي بي عايشې (رض عنها) څخه روايت دئ چي رسول الله (ص) وويل :

په جنت کښي د سرو زرو، سپينو زرو، ملغلرو او ياقوتو غټي ماڼۍ او بنګلې سته؛ بي بي عايشه وايي ما رسول الله (ص) ته وويأ دا ماڼۍ د چا دپاره دي ؟

رسول الله (ص) وويل : څوک چي د عرفات د ورځي روژه ونيسي الله (ج) به دغه ماڼۍ ورکړي، بيا يې راته وويل: ای عايشې پر چا چي سهار سي د عرفات په ورځ روژه يې نيولې وي نو الله (ج) به دېرش (۳۰) زره د خير دروازې پرې را خلاصي کړي؛ او دېرش زره دروازې د شر به پرې بندي کړي، کم وخت چي روطه ماته کړي اوبه و چښي د بدن ټوله رګونه به يې د الله (ج) څخه دده د پاره بخښه وغواړي .

جضرت ام سلمیَ (رض) ويلي دي :

ښه ورځ د عرفات ده، ورځ د خير ده، ورځ د برکت ده، ورځ د رحمت ده او ورځ د مغفرت ده؛ څوک چي پدې ورځ روژه ونيسي الله (ج) به يې اويآ خندقه د دوږخ څخه ليري کړي او پر عرفات باندي د ولاد حاجيانو د ثواب څخه به يوه برخه ور کړي .

حضرت فضل بن عباس (رض عنهما) د رسول الله (ص) څخه روايت کوي :

څوک چي د عرفات په ورځ ژبه سترګي او غوږونه د ګناه څخه وساتي الله (ج) به تر راتلونکي عرفات پوري مغفرت ورته وکړي .

ابن جارود وايي :

يوه ورځ زه او يو ملګری مي په زده کړه پسي روان وو د لوط عليه السلام د قوم کنډوالو ته راغلو چي عبرت ځني واخلو؛ موږ چي يو څه و ګرځېدلو ناببره مو پر يو چا سترګي وموښتې چي کوسه وو او په خاورو يې مخ سپېره وو موږ ورته وويل؛ څوک يې؟ هيڅ جواب يې را نه کړئ بيا موږ ورته وويل ته شيطان يې !؛ ده راته وويل هو؛ بيا موږ ورته وويل؛ نو څه کوې ؟ ده راته وويأ چي ما په خلګو پنځوس کاله ګناوي کړي وې؛ دوی د عرفات په ورځ د الله (ج) څخه بحښه وغوښته د الله (ج) رحمت راغلئ دوی يې ټوله وبخښل نو خوا مي بده سوه؛ چي د پنځوسو کالو خواري مي ولاړه اوس دې کنډوالو ته راغلئ يم چي د زړه تسلي په وکړم او زړه ته ډاډ ورکوم چي دومره خلګ خو مي ګمراهان تېر کړي دي .

سرچينه :


د ((سپېڅلي ورځي)) نومي کتاب څخه – لراوبر کتابتون : http://www.larawbar.net/4563.html
نزهة المجالس اول جلد – صفحه ۱۷۴