د افغانستان په اړه د خلیل زاد مفکوره د وینې تویدنې لامل شوه
ارواښاد ګل پاچا الفت وايي (( چا وویل ،ټنډیږي مګر مړیږي نه، ماته سمدلاسه ته راپه یاد شوې .بل وویل، ګېډه خو یې مړه ده مګر سترګې یې وږي دي، بیا ته راپه یاد شوې. یوه وویل قصاب نه دی مګر ډیر خلک یې بې تیغه حلال کړي دي، دلته هم ته راپه یاد شوې .هغه بل وویل، منګولې او پنجې یې د لیوانو نه دي او خونخواره دی ،دا ځل هم ته راپه یاد شوې .بې ګنا خلک مې په زندان کې ولیدل ته راپه یاد شوې .هغه ورځ چا پوښتنه وکړه چې دغلو زهیر،د مجرمینو طرفدار، د مظلومانو دښمن ، د ناحقې ملګری ، د قاتلانو حامي څوک دی ؟ ماته ته راپه یاد شوې.)) . خدای بښلی الفت صاحب خو په رښتیا د هغه اداري فساد په اړه غږیدلی دی چې افغانان یې پوزې ته راوستلي دی او ګډوډي یې وپارولې ده . خو کله چې موږ شاته وګورو او په هیواد کې د روانو سړي وژنو جاج واخلو نو سترګو ته مو په ملګرو ملتونو کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیل زاد نقشې انځور شي. د روان زیږدي کال د مارچ د مېاشتې په لومړیو کې یو سړی دافغانستان په سوېل کې راپورته شو او دامریکا د متحدو ایالاتو د پخواني ډېپلوماټ زلمي خلیل زاد پر انځور یې چلپا وکاږله . دا هغه مخور سړی وو چې په ۲۰۰۲ کال کې یې په سوېل کې له امریکايي ځواکونو سره ملاتړ ښودلی وو او په سېمه کې یې د متحدو ایالاتو دتګلارو دفاع کړې وه. پر امریکا دده غوصه هغه مهال په اېشودو راغله چې امریکايی الوتکو په سوېل کې ښځې او ماشومان په نښه کړل. دا سړی لا هم خپل نوم نشي اخیستلی خو دا لږ تر لږه دا جرت یې وکړ چې د ټلیفون پر کرښه یوځای خبریال ته ووايي چې د متحدو ایالاتو له پخواني سفیر څخه یې خپله خوابدي څرګنده کړه. دا سړی په دې ، په غوصه دی چې د امریکا پخوانیو تګلارو د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې د ملکي خلکو وینې توې کړې. زلمي خلیل زاد د امریکا د سفیر په توګه په ۲۰۰۲ او بېا په ۲۰۰۴ کال کې داسې نقشې انځور کړې چې له پلي کولو سره یې امریکایانو نوی راټوکیدلی ثبات دګډوډۍ خواته یوړ او په ترڅ ترڅ کې یې حامد کرزی دداسې جنګي لیوانو په خوله کې ورکړ چې ترې ښوریدلی و نشو او د هغه نړیوال شهرت یې له هیڅ سره برابر کړ. هغه مهال چې پښتانه دېته چمتو شول چې پر افغانستان د امریکا تیري ته قانوني بڼه پلمه جوړه کړي او وېمني او هغوی ته وخت ورکړي چې د جګړو ورانې ویجاړې جوړې کړي ، د هیواد له ثبات سره مرسته وکړي . زلمي خلیل زاد د امریکا حکومت ته ونه وېل چې پښتانه سوله غواړي او په هېواد کې یې د ثبات ملاتړ کوي. د سپټمبر د ۱۱ له پېښې وروسته چې د امریکا پخواني مشر جورج بوش اعلان وکړ چې هغه خلک به هم د ترهګرو په نامه ووژني چې القاعده ته یې پنا ورکړې وه ،نو پښتانه د ترهګرۍ په تور لیست کې شامل شول. خو په ۲۰۰۴ کال کې د ولسمشرۍ په ټول ټاکنو کې پښتنو ثابته کړه چې دوی ترهګر نه بلکې د سولې او ډیموکراسۍ پلویان دي. خو دامریکا پالیسي جوړونکي چې خلیل زاد یې په سر کې راتللو ، دې مهم پرمختګ ته هېڅ پام ونکړ او پوځی الوتکې یې پر پښتنو ورخوشې کړې. خپله خلیل زاد په دې پوهیده چې پښتانه داسې قوم دی چې ډیر بېرته پاتې او یو شمیر خلکو پکې ان کابل هم نه دی لیدلی نو دوی څه ډول کولی شي چې د امریکا په لویو ښارونو کې د بریدونو پلان جوړ کړي. خو دا حقیقت یې له ښاغلي بوش پټ کړ او د پښتنو د ځپلو مخه یې ونه نیوله. دطالبانو په وخت کې چې عرب جنګیالي په افغانستان کې اوسېدل ولس ترې هیڅ خبر نه ووچې څوک چېرته اوسیږي او په افغانستان کې له ولس څخه څوک پوښتنه کوي؟ همدا اوس په د بېلا بېلو هیوادونوپوځیان په رسمي توګه په افغانستان کې اوسیږي خو پښتانه یوازې امریکایان پیژني یا یو دوه نور هیوادونه که هم وپیژني . له نورو هیڅ خبر نه دي چې له کوم هیواد سره تړاوو لري. د القاعده د جنګیالیو مساله همدغسې درواخله. په ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو جنګیالي له منځه لاړل ،څه یې نهیلي او پټ شول .ډیر یې په کورونو کیناستل او له دولت سره یې د مرستې ژمنه ورکړه. مشران یې په سمڅو کې ننوتل خو هغوی چې په کورونو کې ناست وو ، ونیول شول او یایې کورونه تلاشي او بمبارد شول او یا د پښتنو اښتنو لاندې ونیول شول. په کور ناست خلک یې یاغیان کړل. بنسټیزو چارو ته یې پام ونکړ. له قومي مخورو سره یې مشوره ونکړه بلکې خپله قومي مخور په نښه شول. درنښت او جلال یې له خطر سره مخامخ شو. په پای کې د زلمي خلیل زاد د ناسمو تګلارو له کبله طالبان بیا را پورته شول او د خلکو ترمنځ یې ځای پیدا کړ.ده په ټولو هغو امریکايي پریکړو کې مهمه ونډه لرله چې د افغانستان په اړه نیول کیدې. د همدې لپاره نوموړی په پېل کې د امریکا د متحدو ایالاتو دپخواني ولسمشر جورج بوش ځانګړی استازی وو او بیا وروسته په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه وټاکل شو. اوس ګورو چې ښاغلی خلیل زاد بیا افغانستان ته راغلی دی او غواړي چې دافغانستان په راتلونکو ټول ټاکنو کې ونډه واخلي. راپورونه وايي چې ده په افغانستان کې یو شمیر سیاسي ډلو ته وړاندیز کړی چې د ولسمشرۍ د کاندید په توګه یې اعلان کړي خو داسې ښکاري چې خبرې یې چا نه دي منلي. خو که دده د کاندیدۍ او یا د افغانستان په اړه د امریکا په نوې تګلاره کې د خلیل زاد ونډه په پام کې وي نو دا به د تاوتریخوالي د کمیدو لامل ونه ګرځي. ځکه ښاغلی خلیل زاد تجربه شوی او نن چې په افغانستان کې هر څه تیریږي دخلیل زاد د ناکارې پالیسۍ پایله ده.