د ميدانښار پر اوسيدونکو ۱۸۵ ټنه غنم وويشل سول

د لراوبر اداره | مارچ 25th, 2009


دميدان وردګ  ولايت د ميدانښار په بې وزله اوسيدونكوباندې يوسلوپنځه اتياټنه (۱۸۵) غنم ووېشل شول
دا خبره د ميدان وردګ ولايت مطبوعاتي دفتر لخواد وري ۵  نيټې په رالېږل سوې خبرپاڼه کي ياده سوې ده .
د والي وياندليکلي دي چي  دميدان وردګ ولايت د ميدانښار په( ۱۲۳۴)بې وزلو او اړو كورنيوباندې (۱۸۵) ټنه خوراكي غنم ووېشل شول.
په خبرپاڼه کي راغلي دي  چي د بيړنيو مرستو د كميټې لخوا چې دې ولايت ته (۲۰۰۰) ټنه غنم ونډه وركړل شوې وو،چې د وېش چارې يي پخوا په  ولسواليو كې د نفوسو په انډول  پيل شوې وى ،دادې نن دميدانښارپه(۱۲۳۴) اړو او بې وزلو كورنيو باندې د (۱۸۵)ټنوغنمود وېش چارې پيل شوي ،چې هرې كورنۍ ته به (۱۰۰) كيلوګرامه غنم وركړل شي.

Copyright Larawbar 2007-2024