باراك اوباما له حامد كرزي سره ټلېفوني خبري وكړې
د افغانستان د جمهوري رياست څخه خپور سوى تازه خبر وايي چي د امريكا ولسمشر باراك اوباما افغان سيال حامد كرزي ته ټلېفون كړى او پر يو لړ مسايلو سره ږغېدلي دي.
د ولسمشر اوباما او ښاغلي كرزي ترمنځ د خبرو جزيات تر اوسه بشپړ نه دي څرګند، خو د جمهوري رياست د رسنيو دفتر وايي د امريكا ولسمشر د افغانستان په باب د نوي پاليسۍ په اړه افغان ولسمشر ته ځيني معلومات وركړل.
دا په تېرو درو مياشتو كي د ولسمشر حامد كرزي او باراك اوباما دوهم ځل ټلېفوني خبري دي چي سره كېږي.
تمه ده چي امريكا به د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه نوې ستراتيژي اعلان كړي، چي ويل كېږي پاكستان ته هم ډېره پاملرنه پكښي سوې ده.