ځانمرګي بريد مرګ ژوبله واړوله

34 | مارچ 26th, 2009



په جنوبي وزيرستان كي يوه ځانمرګي بريد ۱۰ تنه مړه او د شلو په شاوخوا كي ټپيان كړل.
پوليټكل اداره وايي ځانمرګى بريد نن غرمه په يوه هوټل كي د شخصي دښمنيو پر اساس يوې قبيلې د بلي په مقابل كي ترسره كړى دئ.
جنوبي وزيرستان د بيت الله مسود د سخت دريځو طالبانو مركز دئ، چي د امريكا د بهرنيو چارو وزارت يې پر سر د پنځو ميليونو ډالرو انعام وټاكئ.
بيت الله مسود په افغانستان كي د بهرنيو ځواكونو او حكومت پر ضد په تروريستي بريدونو او د ځانمرګو بريدونو په ترسره كولو تورن دئ.
همدا راز نوموړى د پاكستان حكومت ته هم د پخوانۍ صدارعظمي بېنظيربوټو او د سوونو پاكستاني پوځيانو په وژلو تورن دئ.
  

Copyright Larawbar 2007-2024