ننگرهار بيا د نارنج ګل دوديزي مشاعرې کوربه دئ
ننگرهار کښي د نارنج گل مېله او مشاعره د وري په اتمه د شنبې په ورځ جوړېدونکې ده .
جلال آباد : د ننگرهار د اطلاعاتو کولتور د رياست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې څرگنده شوې، چې د نارنج گل دوديزه مېله او مشاعره د 1388 لمريز کال د وري د مياشتې په اتمه ، چې د 2009 د مارچ د 28 نېټې سره سمون خوري د جلال آباد د سپين غر په هوټل کې د سهار په نهه بجې پيل کيږي، په دې اړه بلنليکونه هم خپاره شوي دي
محمد ظاهر بابري
د نارنج گل په دودېزې مېلې او مشاعرې کې د کوزې پښتونخوا د شاعرانو د گډون لپاره په پېښور کې د فرهنگي چارو د مشر پيغام .
سږ کال هم د نارنج گل دودېزه مېله او مشاعره د تېرو کلونو په څېر په ننگرهار کې نمانځل کيږي ،د پسرلي په موسم کې د ننگرهار طبعيت ته د الله تعالى له خوا د يوې ځانگړې ښکلا لورينه کيږي .
هو ! هر لوري ته شنه فصلونه ، شنه رغونه، رنگا رنگ گلونه او په گلونو کې د نارنج عطر بويه گلان د ننگرهار ټوله فضا عطربويه کړي .
په همدې خاطر ننگرهاريان ، د افغانستان ټول خلک او د سيمې اوسيدونکي د ننگرهار په عطر بويه فضا کې سره راټوليږي او په خپلو شعرونو کې د نارنج د گل د نمانځنې لپاره د دغو گلانو د ستاينې سره د ملي يووالي ، سولې او پرمختگ شعرونه اوروي ، دغسې دودېزې مېلې او مشاعرې ته د گډون لپاره د کوزې پښتونخوا شاعران او ليکوال هم ننگرهار ته ځي .
سږ کال مونږ بيا هم دوى ته بلنه ورکوو، چې د خپلو پښتنو ورونو سره په دغه دودېزه مشاعره کې برخه واخلي ؛ځکه، چې مونږ او تاسو گورو، چې زمونږ سيمه په اور کې سوځي ، زمونږ ښوونځي ورانيږي ، زمونږ اقتصاد ويجاړيږي او زمونږ ولس د جگړو په لمبو کې هر څه له لاسه ورکوي ، نو راځئ، چې د خپلې سيمې لپاره سوله وغواړو تر څو زمونږ خلک د ارامه او سوکاله ژوند څښتنان شي .
ياده دې وي، چې د نارنج گل دودېزه مېله او مشاعره د شنبې په ورځ د 1388 کال د وري په اتمه نېټه د ننگرهار په سپين هوټل کې جوړيږي .
د پېښور په افغان قونسلگرۍ کې د فرهنگي چارو مشر محمد ظاهر بابري