نارنج ګل ته!

د لراوبر اداره | مارچ 26th, 2009



اسمان په ځمکه راګوزار شو
باز دکارغه د مينې ښکار شو
ژوند مې ثواب ثواب نه ځار شو
زړه مې د خدای په نوم ازار شو
پېښ عجيبه غوندې نن کار شو
د ورور نستوڼي کې ورور مار شو
ناوې ترې ښکته خلکو وېوړه
مجنون له تشې ډولۍ ځار شو
مجرم تر ارګه استقبال شو
اتل مجرم غوندې په دار شو
ساقي په ټولو کې سردار شو
واعيظ په سپينه ورځ سنګسار شو
باغ د بيزو اود سنډا شو
ګډه په سر ترېنه مليار شو
ګل د رقيب د غاړې هار  شو
داټک برخه په کې خار شو

Copyright Larawbar 2007-2024