امريکاد افغانستان په اړه پر خپلي ستراتيژۍ يو وار بيا کتنه کوي
د آريانا ټلويزيون د ليد لوري پروګرام د٢٠٠٩ کال د فبروري د مياشتي د ٢٥ مي نيټي په ناسته کې چي د امريکا د متحدو ايالاتو دولت غواړي د افغانستان او په سيمه کې د ترهګرو پر خلاف پر خپله استراتيژي باندي يو ځل بيا کتنه وکړي.
چي د افغانستان د ولسمشر د غوښتني له مخي به امريکا پر خپلي ستراتيژي يو وار بيا کتني کې د افغانستان د دولت نظريات شريک کړي چي د افغانستان يو لوړ پوړي هيئت د بهرنيو چارو وزير ډاکتر رنګين دادفر سپنتا تر مشري د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ، د کورني چارو وزير ښاغلي محمد حنيف اتمر، د ملي امنيت په چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکتر زلمي رسول او د ملي امنيت رئيس ښاغلي امرالله صالح په ګډون واشنګټن ته تللي ؤ د هيئت د تګ څخه مخکي په ولسي جرګه کې پر دي چي:
– ولي د ملي شورا استازي په هيئت کې ګډون نلري ؟
– د ښاغلي سپنتا د بهرني چارو وزارت مشروعت نلري؟
په اړه ناري سوري پورته سوي نو د پورتني مسايلو د سپړلو لپاره د اريانا ټلويزون د ليد لوري پروګرام يوه برخه چي د الحاج غرزي خواخوږی څخه پوښتني سوي، د هغوي ځوابونو ته ستاسو پام اړو:
د پرواګرام د چلونکي پوښتنه:
د ولسي جرګي د غړو يوه نيوکه داده چي ډاکتر سپنتا د ولسي جرګي څخه د اعتماد راي په اخيستلو کې پاتي راغلي و چي اوس د هيئت مشري کوي نو د دوي خبري او نظريات د خلګو د منولو وړ ندي ستاسو ارزونه څنګه ده ؟
د خواخوږی ځواب:
زما په نظر د ولسي جرګي د نيوکي وخت اوس نه ؤ ځکه چي ډاکتر سپنتا ته دوه کاله مخکي د اعتماد راي د نه ورکولو بهير تر سره سوي و چي د دوهم ځل د راي اخيستو سره د دوي اسناد و ستري محکمي ته تللي او ستري محکمي د دوي د چارو دوام مشروع ګڼلي او په اړه ېي خپله پريکړه صادره کړي وه نو د ولسي جرګي غړو هغه وخت ولي ږغ نه کاوه که قانوني دلايل ورسره موجود واي نو موضوع ېي بايد روښانه کړي واي او کامل موضع ګيري ېي کړي واي چي داسي و نه سوه ډاکتر سپنتا په دغه دوه کالو موده کې ډيرو غونډو ته تللي دی دا لومړي ځل نه دی چي غونډي ته ځي لکه په پاريس کې د افغانستان د ملي اقتصادي ستراتيژي د تصويب غونډه چي د افغانستان لپاره ډيره مهمه غونډه وه او داسي نوري غونډي نو د افغانستان ولسي جرګي هغه وخت ولي ږغ نه کاوه زموږ د ولسي جرګي دوستان په اوسني حالت کې چي د افغانستان د پاره ډير باريک او کړکيچن مهال دي، زموږ ولس د ډيرو ستونزوه سره مخامخ دي زموږ د دولت اړيکي د افغانستان د ولس په خاطر د بهرني هېوادونو سره ورځ په ورځ کړکيچن کيږي، ځکه چي بهرنيان په خپل سر او بي ځايه بمباردومان کوي د يو شخص د لټون لپاره يو کور يا کلي ورانوي نو د ولس د دفاع په خاطر ولسمشر کرزي په نړيوالو باندي ږغ وکړ چي زموږ د ولس د ملي منافع په پام کې نيولو سره د خپل سر بمباردومان او لټون ته د پاي ټکي کښيږدي، زموږ د مرکزي دولت ملي اردو، محلي چارواکو او ولسي استازو سره په مشوري بايد خپل پروګرامونه همږغي کړي. دغه غوښتنه مخکي هم وار وار مطرح سوي وه نو ځکه ولسمشر کرزي ګرم ندي خپل ږغ ېي نړيوالو او افغان ولس ته کلونه کلونه کيږي چي رسولي خو افغان ولس او مشرتابه په دي بريالي سوي نه دي چي خپلي هيلي په دوي ومني اوس د واشنګټن غونډي ته به زموږ غوښتنه داوي چي :
– لومړي زموږ د پوځونو روزنه ډيره مهمه ده ځکه که د امريکا دولت د افغانستان لپاره ځانګړي بوديجه جالاکوي يا ېي ډيروي نو د دوي د عسکرو د زياتيدو پر ځاي زموږ ملي اردو او ملي پوليس د پياوړتيا او روزني لپاره دغه نوي بوديجه بايد مصرف سي.
– د دوي نوي عسکر چي افغانستان ته راځي بايد په پولو کې ځاي پر ځاي سي.
– يوه برخه تجربه لرونکي اکاډميک پوځيان دي افغانستان ته راسي تر څو چي زموږ د ملي اردو او ملي پوليسو د پوځونو په روزنه کې برخه واخلي زموږ پوځونه کولاي سي چي په سيمه کې خپل مستقل عمليات ترسره کړي اوس زموږ ملي پوځونه توانيدلي دي چي په ډيرو سيمو کې مستقل عمليات وکړي او پايله ېي هم ډير ښه ده ځکه چي په سيمو کې ښه بلدتيا او د خلګو په ژبه او دودونو باندي پوهيدل، په ريښتياني خبرو باندي عمل کول چي زموږ په ولاياتو کې ولايتي شوراوي چه د خلګو د استازو څخه جوړي سوي په ولسوالي کې موږ ښه قومي مشران، عُلما او د جماعت ملايان لرو په افغانستان کې معمول دي چي هر څه پيښه وسي نو لومړي د جماعت د ملا څخه پوښتنه کيږي چي دغه سړي څنګه سړي دي ؟
اهل صالح دي که يا ؟
ملا په واقعيت سره د دغه سړي معلومات ورکوي ځکه چي غاړه نه بندوي ښه ته ښه وايي او بد ته بد، نو بايد په ريښتيا زموږ د پوځي قوتونو (ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت) افسرانو او سرتيرو ښونه او روزنه تر سره سي.
– زموږ د پوځ لپاره درني وسلي، طياري او سپکي اسلحي ورکړه سي .
د پروګرام د چلونکي پوښتنه:
ډير خلګ او سياسي کارپوهان په ځانګړي توګه د ستراتيژي کارپوهان په دي بحث کوي چي امريکا په خپل اوږد مهال ستراتيژي کې هغه خوا چي په هغي کې د دوي نظامي قوتونه وي هيڅ وخت به په تصميم نيولو کې شريک نکړي څه فکر کوي چه تر کومه حده پوري امريکايان د افغانستان د هيئت و نظرياتو ته اهميت ورکوي او د دوي نظريات به په ستراتيژي کې شريک کړي ستاسو نظر څه دي ؟
د خواخوږی ځواب:
زما په فکر په سيمه کې دغه د ترهګرو په خلاف جنګ چي اوس ېي ۷ کاله کيږي چي جريان لري او ترهګر د پاکستان په لوري د پلي هغه لور ته ځاي پر ځاي دي د هغه ځايه څخه راځي زموږ لوري ته، په داسي حال کې چي د پاکستان دولت د افغانستان او پاکستان د پولو د څارني او ټينګښت لپاره (۱۲۰) مليارد ډالره د امريکا څخه اخيسي دي خو لا تر اوسه په دي نه دي توانيدلي چه يو ترهګر دي ونيسي چي افغانستان ته اوړي.
اصلي د جنګ مرکز او د ترهګرو ځالي په هغه لور کې ده، زموږ هيلي دا دي چي د ترهګرو د له مينځه وړلو لپاره جګړه بايد په اصلي ځالي او پټن ځاينو باندي وسي شپږ کاله کيږي چي زموږ ږغ پورته دي چي نړيوال پوځونه دي د ترهګرو پر اصلي مرکزو باندي عمليات وکړي او ترهګر دي له مينځه يوسي. موږ وينو چي د نړيوالو ترهګرو ضد پوځونه او سولي ساتي ځواکونه د افغانستان دننه په ښارنو او سيمو کې د يو فرد پر ضد د هوائي قوتو تر حمايي لاندي په عملياتو لاس پوري کوي که د عملياتو مصارفو ته وګورو او د بيګناه خلګو وژني ته نو جوته ده چي د بهرني پوځونو عملياتو زموږ د هېواد په دننه کې هيڅ ګټور نه دي او د ترهګرو اصلي مرکزونه لا تر اوسه ځپل سوي نه دي بلکه لا تقويه او پراخيږي، ترهګرو خپلو د چارو شکل ته بدلون ورکړي اوس د سولي، اوربند او د نفاذ شريعيت تر نامه لاندي چاري تر سره کوي د اوربند د اعلان سره دوي يو ځل بيا ساه نيسي او ځان د ځپلو څخه خلاصوي او بيا ترهګر په سوات کې يو نوي ځالي تر لاسه کوي نو که پرون يواځي په وزيرستان کې موجود وه اوس نور پراخو سيمو ته غزيږي او لا پياوړي کيږي .
نو زموږ هيئت بايد دغه مطالب او مسايل امريکايي لوري ته طرحه کړي د واشنګټن په ناسته کې د پاکستان يو پلاوي د هغوي د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي تر مشري لاندي ګډون لري دوي به په مشترکه توګه خبري وکړي، زه باور لرم چي زموږ هيئت به دغه ستونزي غونډي ته طرح کړي ځکه چي دوي مسؤليت لري د خپل اولس په مقابل چي د خپل اولس اوسني ستونزي حل کړي .
زه باور لرم چي د امريکا نوي ولسمشر چي د ستراتيژي د بيا کتني ژمن دي او زموږ ستونزي د پامه نه غورځوي زموږ وړانديز د امريکا ولسمشر اوباما ته دا دي چي :
– د افغانستان او پاکستان تر مينځ پولي بايد تر ټينګي څارني لاندي ونيول سي.
– د پولي هغي لور ته (د پاکستان لوري ته) د ترهګرو مراکز او روزن ځايونه بايد د مينځه يوړل سي ځکه چي افغانستان ته ستونزي د هغي خوا څخه پيښي دي.
– زموږ د ملي پوځونو د روزني او سمبالولو لپاره بايد مرسته وسي.
– په نظامي عملياتو کې د ا فغانستان د اسلامي جمهوريت د پوځونو سره هم ږغي رامينځ ته سي .
يو بل ټکي بايد څرګند کړم چي د امريکا د متحدو ايالاتو د خوا د ترهګرو پر خلاف مبارزي او په افغانستان کې د هغوي د پوځي ځواکونو د شتون ستراتيژي پخواني اوږد مهالي پالسي پر اساس جوړه سوي چي خپلي چاري تر سره کوي خو اوس ولسمشر اوباما ته پکار ده د خپلي پخواني ژمني پر اساس بايد پر دفاع وزارت باندي فشار راولي تر څو چي په خپلي پالسي کې بدلون راوړي او که بدلون را نه سي نو بيا هم دغه پيښي به وي او افغان ولس به وژل کيږي او د افغانستان له پاره به ډير لوي زيان وي .