اوباما خپله نوې افغان ستراتیژي (حربي طرحه) اعلان کړله
د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما پرون د جمعې په ورځ د افغانستان او سيمي په اړه خپله نوې استراتيژي (حربي پلان ) اعلان کړ چي د افغان ولسمشر له لوري يې نن په کابل کښي د يوې خبري غونډي په ترڅ کښي هرکلی او ورسره خپله همږغي اوپوره ملاتړ وښودل سو، ولسمشر کرزي زياته کړل چي د امريکا نوې استراتيژي او په سيمه کښي د افراطيانو پر وړاندي جګړه هغه څه دي چي افغان دولت يې لا د وړاندي څخه غوښتنه کړې ول چي دادئ اوس مو غوښتني ته جواب وويل سو .
اوباما۲۰۰۹ کال د خپلو سرتيرو دپاره تر ټولو خونړی کال وبلئ اوپخپله استراتيژي کښي يې افغانستان اوپاکستان د امريکاد پاره يو خطر وګنئ او د ډيورنډ پوله يې د نړۍ د خطرناکو سيمو څخه وشمېرل چي دډيورنډ په دواړو غاړوکښي به د القاعده شبکې او د هغو د ملاتړو ماتول خپل حتمي هدف ګرځوي چي په ځپلو کښي به يې پر پاکستان خپلي مرستي او فشار لا زيات کړي .
د روان زېږديز کال د اکتوبر تر مياشتي پوري به د ۱۷ زره اضافي سرتيرواو ۴ زره روزونکو او ټرېنرانوسره د خپلو ټولو امريکايي سرتيرو شمېره تر ۶۵ زرو پوري د لوړولو تر څنګ پخپله د افغان سرتيرو شمېره تر ۴ لکو پوري زياتول هم په پام کښي نيول سوي او ښايي چي د بيا جوړوني د پروژود لا پراختيا په موخه په سوونو امريکايي ملکي مامورين هم افغانستان ته واستول سي .
اوباما د القاعده او طالبانو سره د مبارزې په وړاندي پاکستان ته د خپل نژدې ملګري په حيث تر راتلونکو ۵ کلونو پوري د کاله يو نيم بيليون (۱.۵ مليارډه) ډالره د افراطګرۍ خلاف بودجه منظوره کړې ده .
د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني هم د اوباما د نوي پاليسۍ هر کلی کړئ دئ .
پرون د اوباما د استراتيژۍ د اعلان څخه څو ساعته وروسته د خيبر ايجنسۍ کښي په يو مسجد کښي د جمعې د لمانځه د اداء کولو پر وخت يو ځانمرګي بريد ترسره سو چي تر ۵۰ پوري يې مقتديان سخت ژوبل او ټپيان کړل .