د نړۍ ډېرې لگښتي پېښې

مختار احمد احسان | مارچ 28th, 2009





د ټايټنيک کښتۍ چې د ١٩١٢ زېږدي کال په اپرېل کې په سمندر کې غرقه شوه او تر ١٥٠٠ پورې سپرلۍ يې مړې شوې ،ددې کښتۍ د جوړولو بيه په هغه وخت کې ٧ ميليون ډالره وه چې د اوس مهال له ١٥٠ ميليون ډالر سره برابره ده.





د ٢٠٠٤ زېږدي کال په اگست کې يو ټانکر چې ٣٢٠٠٠ لېتره د سون مواد يې بار کړي و له يوه پُل څخه چې (( wiehltal په نامه يادېږي په جرمني کې ولوېده، پُل يې سخت ويجاړ کړ،ددې پل په لومړي وار جوړېدو ٤٠ ميليونه ډالر لګېدلي و خو المان چې له دې ويجاړۍ وروسته بل پُل جوړاوه نو ٣١٨ ميليونه ډالر لګښت پرې راغى.




د ٢٠٠٨ م کال د سپتمبر په ١٢ مه نېټه د امريکا د کليفورنيا په ايالت کې دوه اورګاډي سره ټکر شول چې ٢٥ کسه پکې ووژل شول ،ددې وژل شويو کسانو خپل خپلوانو د اورګاډي ددې پټلۍ له شرکت څخه په ټوليز ډول ٥٠٠ ميليون ډالره جريمه واخيسته.





د ٢٠٠٨م کال د فبروري په ٢٣ مه د امريکا له خوا جوړه شوې يوه ٢١ بم غورځونکې ٢_B الوتکه له الوتنې لږ وروسته راوغورځېده ، ددې رالوېدنې لامل يې د الوتنې په کمپيوټر باندې لنده بل ښوول شوى و دا دنړۍ تر ټولو ډېره لگښتي پېښه ثبت شوې ،دالوتکې دواړه پيلوټان په بېړنۍ وتنه بريالي شول.





د١٩٨٩ زېږدي کال د مارچ په ٢٤مه د Exxon د تېلو دشرکت د يوې تېل وړونکې بېړۍ څخه په سمندر کې ټول تېل وبهېدل ددې تېلو دسمندر څخه په پاکولو دوه نيم مېليارده ډالر لگښت راغى .




د ١٩٨٨ زېږدي کال د جولايي په ٦مه د نړۍ د نفتو يوه نامتو شرکت Alpha Oil د سون توکو د انتقالولو يو پايپ وچاودېده چې ١٦٧ کسه يې ځاى په ځاى مړه کړل او ٣،٤ ميليارده ډالر تاوان يې واړاوه.
 

Copyright Larawbar 2007-2024