کور / نثر / سفرنامه

سفرنامه

سفرنامه


درنولوستونكو!


څه موده وړاندې چې نېټه به يې په دقيقه توګه درته وليكل شي افغان ژورنالستانودبنګله ديش هېوادته يوكاري سفردرلود،ددغه افغاني ډلې په تركيب كې يوهم زه وم .


په همدې خاطرمې زړه ښۀ كړترڅوددغه سفرپه اړه درنوهېوادوالوته هغه څه وړاندې كړم كوم مې چې ليدلي ،اوريدلي اوكړيدي .


خداى دې وكړي دخپل اوږدۀ ژونددغه څودقيقې چې زماپه ليكل شويوتوكويې لګوۍ په خوښۍ اوله الهام ډكوخاطراتودرته بدلې شي .


 


                                                                مننه ستاسو مهيدي


 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


دروان ۲۰۰۹ ميلادي كال دجنوري مياشتې ۱۳ مه نېټه وه دخوست راډيودنشراتومسؤل روح الله امين صيب راغى اوراته ويې ويل چې اميربهيرتليفون راته كړى ؤاو ويل يې چې مهيدي ته زنګ نه تيريږي ،ورته ووايه چې ماته دې زنګ ووهي ،ماهم دستي اميربهيرته (چې دازادۍ راډيوپه خوست كې سيمه ييزخبريال دى اونام خدادشيطان غوږونه دې كاڼه وي ښه اووتلى ژورنالست دى اودخوست دژورنالستانودخپلواكې ټولنې مرستيال هم دى ،چې دمشرۍ درون باريې زماپه اوږوباردى خوپه حقيقت كې ټول باردهغه په غاړه دى )تليفون وكړ،له جوړتازه وروسته يې وويل چې دافغانستان ژورنالستانودخپلواكې ټولنې مشررحيم الله سمندرتليفون كړى ؤچې دمهيدي تليفونونوته زنګونه وهم خونه ورته تيريږي ،كه هغه خبركړې اوماته تليفون وكړي .


ماهم دستې تليفون راواخيست خوهرڅومره مې چې دسمندرنمرې ډايېل كولې ،زنګونه نه تېرېدل .


بايديادونه وكړم چې بهيرصيب ددې ترڅنګ داحسان الله ارين زي نمره هم راكړه وه چې كه سمندرعاجل پيدانشونوله هغه سره اړيكې ونيسه .


كله مې چې ارين زي صيب ته چې هغه دارياناتلويزيون رئيس اودسفمامشردى ،زنګ وواهه نوتليفون يې پورته كړ،ماځان وروپېژاند،هغه خوشحاله شواو ويې ويل چې مهيدي صيب يو اووۀ ورځينى ژورنالستيك سفردى دبنګله دېش هېوادته،ته به لطفاًدپاسپورت نمره راته راوليږې ،ماځواب وركړچې مننه ،زه چې كورته ولاړم ضروربه يې دتليفون له لارې درته ووايم ،هغه راسره  اوكې كړه اودسفماپه دفتركې يې دذاكرپه نوم ديوۀ ژورنالست نمره راكړه چې له هغه سره په تماس كې شم،مااميربهيرته وويل چې وروره زماپه نسبت تاسوپه ټولنه كې ډېرزحمتونه ګاللي دي ،زه خپل چانس تاسوته دركوم ،خوهغه مننه وكړه ،او ويې ويل چې تاسوبايدولاړشى ،بيامې نوذاكرته تليفون وكړله روغ بړ وروسته ،ذاكردتليفون له لارې ورته وويل چې دپاسپورت نمره دې راكړه ،ماهم چې فقط درې ورځې وړاندې مې پاسپورت اخيستى ؤ،دپاسپورت نمره وركړه .


په سباورځ مې له سمندرصيب سره اړيكې ونيولې اوهغه راته وويل چې په بنګه دېش كې دسفمايعني دجنوبي اسيا(سارك) دغړوهېوادونودژورنالستانودخپلواكې ټولنې دكالنۍ غونډې په ترڅ كې يوكنفرانس جوړيدونكى دى ،دغه كنفرانس به د دموكراسۍ اوزورواكۍ تراجندالاندې دفبروري مياشتې په لسمه نېټه دايريږي اودفبروري په نهمه نېټه به له كابل څخه پروازكيږي نوتاسوبايدپه اتمه نېټه كابل ته راشى ،ماهم هوكې ورسره وكړه .


په ماذديګريې ذاكرجان تليفون راته وكړچې سباماذديګربايدپاسپورت راته راورسوې ترڅودبهرنيوچارو وزارت له خواويزې پرې ولګول شي .ماهم په سباپاسپورت ور واستاوۀ اومازديګراصلي ځاى ته ور ورسيد.


دسفرترنېټې پورې مې چې څومره دبنګله دېش هېوادپه اړه پخواني مالومات درلودل ،هغه مې ناكافي وبلل نومې دسياسي اوجغرافيايي معلوماتولپاره كتابونو،مجلواوانټرنېټ ته مخه وكړه .


كافي مالومات مې ترلاسه كړل او اوس هم غواړم مخكې له دې چې دسفردشروع له ورځې ترپايه ليدلي او اوريدلي مالومات وړاندې كړم ،دبنګله ديش هېوادپه اړه په لنډه توګه مالومات وړاندې كړم ،ترڅودلوستونوپه مالوماتونوي څه ورزيات شي .


 


بنګه ديش : دنوم لنډيزيې : ‌‌BG


رسمي نوم يې : دبنګله ديش جمهوريت


نړيوال نوم يې : بنګله ديش


بنګله ديش داسياپه جنوب كې ،دبنګال خليج په شمال كې اودهنداوبرماپه منځ كې پروت هېواد دى ،مساحت يې ۱۴۳۹۸۸مربع كيلومتره دى چې دهغې له جملې څخه يې ۱۳۳۹۱۰ مربع كيلومتره اوبه دي ،دمساحت له نظره دنړۍ ۸۸  هېواد دى ،په وچه كې دبنګله ديش دټولوپولواوږدوالۍ km۴۲۴۶ دى چې يوازې دبنګال له خليج سره km۵۸۰ پوله لري .


سره لدې چې بنګله ديش ،دهماليادغرونودلړۍ په سيمه كې پروت دى خوغرونه نلري ،مهم سيندونه يې دبر اهماپوترا،يعني جمنا،ګنګ،ميګنا،سنګو،مدهوماتي ،سورما،كرنفويي اوپدمادي ،نفوس يې په ۲۰۰۹ كال كې ۱۵۰ مليونه تنه دى ،توده ،لنده اوباراني هوالري ،پلازمينه يې دډاكې ښاردى چې ۱۲مليونه وګړي لري .


په بنګله ديش كې ۸۸،۹په سلوكې سني مسلمانان ،په سلوكې ۱۰،۵ هندوان اونوريې مسيحان ،بودايان دي ،رسمي ژبه يې بنګالي ده اوپه انګليسي ،هندي او اردوهم خبرې كوي ،ليك دوديې هندي ،اردواوانګليسي دى .


دغه هېوادپه ۱۹۷۱كال ددسمبرپه ۱۶مه له پاكستان څخه ازادي واخيسته اوپه ۱۹۷۲ كال كې يې اساسي قانون جوړكړ،لومړى جمهورئيس يې شيخ محب الرحمان نوميدۀ چې بياديوې پوځي كودتاپه نتېجه كې سركوب او ووژل شو.


دبنګله ديش هېواد ددموګرافى اوداقتصادي راتلونكى دښه والي په خاطردټولوملي اوبين المللي هڅوسره سره لاهم دنړۍ يوبېوزلى او وروسته پاتې هېواد دى چې زياتره ستونزې يې دنفوسودزياتوالي له وجهې دي ،دنفوسوله نظره دنړۍ اتم هېواد دى ،اقتصاديې پركرنه ولاړدى اود وريجوكرل يې عمده فعاليت ګڼل كيږي ،كور ورانوونكي سيلابونه ،بحري توفانونه ،دځوانانووزګارتيا،لږه برېښنااودطبعي ګازلږاستخراج هغه عوامل دي چې دخلكودژوندسطحه يې ټيټه ساتلې ده .


دصنعت عمده توكي يې ټوكران،لرګي اولرګين شيان،كاغز،دڅرمنې توكي ،ګوګړ،كمياوي مواد،دارو درمل ،كيمياوي سره ،بوره ،بېړۍ ،ښيښه ،غوړي ،سمنټ اودماهي غوښه ده .


پولي واحد يې ټكه ده چې يوامريكايي دالرله ۴،۶۶سره برابردى .


 


ښه قدرمنولوستونكو!


دروان عيسوي كال دفبروري اتم سهارؤچې په كابل كې مې دسفماله دفترڅخه پاسپورت واخيست په كوم كې چې دسفرپه موخه ،دسارك (دجنوبي اسيادسيمه ييزې همكارۍ سازمان) ويزه لګيدلې وه اويوه مياشت وخت مې پكې درلودوخوسمندرصيب راته زنګ وواهه او ويې ويل چې زه ديوې غوندې لپاره دوبۍ ته ځم اوله هغه ځايه بيادبنګله ديش پلازمينې ډاكې ته درځم ،زموږاوستاسوملاقات به په ډاكه كې سره كيږي .


دفبرورۍ په نهمه راورسيده يوۀ دوست پواسطه چې ناصرنوميده اودكابل دفرزې اوسيدونكى دى پخپل شخصي موټركې هوايي ډګرته ورسول شوم ،داچې وروسته له ۲۴ كالونوزه دكابل نړيوال هوايي ډګرته ځم نوډېرتغيرات پكې راغلي وواوزه كاملاً نابلده وم خوددغه دوست په لارښوونه ترمينل ته ورسيدم ،رښتياهم چې دكابل هوايي ډګرترمينل دپخواپه پرتله زيات بدلون موندلى ؤ،پراخيتاوركړل شوې وه اوعصري شوى ؤ،ځكه هغه مهال چې دېرش كاله وړاندې مادمركزي اسيااواروپاهوايي ډګرونوپه لورله دې ځايه سفرونه كول ،ډېرابتدايي ؤاودمسافرينوستونزې زياتې وې خواس يې بڼې بدلون موندلى ؤ.


دهواي ډګردترمينل دانتظارپه سالون كې ناست ووچې دفبرورۍ په نهم سهارپه نهوبجواوپنځوسودقيقويې اعلان وكړچې ددهلي مسافرين دې دالوتكې په لورحركت وكړي ،په لسودقيقوكې موالوتكې ته ځانونه ورسول ،زموږدسفرلورى داسې ؤچې له كابل څخه به الوتكه نوي دهلي ته ځي ،هلته به دبنګله ديش په الوتكه كې ډاكې په لورالوزي اوله ډاكې به بياپه بله الوتكه كې دچيناګانګ هوايي ډګرته چې دبنګله ديش هېوادديوه ايالت مربوط دى ځو.


كله چې انډين ايرلين په الوتكه كې پخپله چوكۍ كيناستم ،كه ګورم يوښكلى نوراني سړى مې په څنګ كې كيناست،وارمې پرې دسره كړاو ورته ومې ويل چې بښنه غواړم ،سره هم سفريو،غلي به نه كينوكه ځانونه يوۀ بل ته سر ور وپېژنو،هغه په خنداشواو ويې ويل ډېره ښه خبره دې وكړه ،(زمانوم زبيرشفيقي دى اودويساورځپاڼې مسؤل چلوونكى يم ) .


دزبيرشفيقي نوم خوبه ډېرولږوكسانونه وي اوريدلى ،نومې خوښي لاپسې زياته شوه اوماهم ځان وروپېژاند،هغه ډېرزيات خوشاله شواوكله چې پدې هم رڼاواچول شوه چې ترپايه به هم سفره يوونولايې خوندوكړ.


زبيرشفيقي وتلى ليكوال ،ژباړن اوژورنالست دى چې دجهاد په دوران كې يې له پېښورڅخه دسهار ورځپاڼه چلوله ،د وردګوولايت اوسيدونكى دى خو اوس مهال يې په افكاروكې ډېرنرمښت راته په سترګوشو.


الوتكه چې دكابل په وخت په لسوبجواو څلوېښتودقيقوهواته پورته شوه دكابل په وخت په ۱۲ بجواو۳۰ دقيقودنوي ډهلي داندراګاندي په هوايي ډګركې راښكته شوه ،دغه مهال دهندپه وخت يوه نيمه بجه وه ،كله مې چې داندراګاندي نوم دهوايي ډګرپه لايحوولوست نومې نېغ په نېغه دغه اتله اودهندد ولس رښتيني معنوي مورهغه ورځ سترګوته راته ودريده چې د۱۹۸۵ كال دپاى وختونه وواود۱۹۸۶ كال پيل ،چې غه دهنداتله چې هغه مهال دهندوستان لومړى وزيره وه ديوۀ ځان مرګي بريدپه نتېجه كې ووژل شوه .


په ترمينل كې كله چې سره راټول شوونودلته پته راته ولګيده چې دهمدې كابل – ډهلي په پروازكې دبنګله ديش هېواددكنفرانس په موخه ۱۶تنه افغانان راغلي وو،دلته تقريباًدټولوپېژندګلوي سره وشوه اوددرنولوستونكولپاره به انشاء الله  جالبه وي چې ديوه يوه نومونه اومسؤليتونه په ګوته كړم .


۱: احسان الله ارين زى دافغانستان دسفمامشراودارياناتلويزيون رئيس .


۲: محمدزبيرشفيقي دويساورځپاڼې مسؤل چلوونكى .


۳: جميله مجاهدپه كابل كې دښځي دراډيومشره .


۴: حميده عثمان دازادۍ راډيوخبرياله .


۵: مرضيه عديل دبي بي راډيود دري څانګې خبرياله .


۶: امان الله خليل يارداينې تلويزيون رئيس .


۷:ډاكټرعصمت الهي دكابل پوهنتون دژورناليزم پوهنځي استاداوپه فرهنګي مسايېلوكې دجمهور رئيس كرزي مشاور.


۸: غلام دستګيرهُژبردارياناتلويزيون خبريال .


۹: مدقق دازادۍ راديوخبريال .


۱۰: لعل پاچاازمون دننګرهارپوهنتون استاداودامريكاغږخبريال .


۱۱: حفيظ منصوردپيام مجاهدورځپاڼې رئيس اودملي متحدې شورامشر.


۱۲: عبدالحۍ ورشان دامريكاغږد دري څانګې خبريال .


۱۳: جاويدوفادتمدن تلويزيون خبريال .


۱۴: فريده نېكزاد وتلې ژورنالسته چې دافغانستان دژورنالستانودخپلواكې ټولنې دمشررحيم الله سمندرميرمن كيږي .


۱۵: رحيم الله سمندردافغانستان دژورنالستانودخپلواكې ټولنې مشر.


۱۶: ذاكرالله جان چې دسفماپه دفتركې كاركوي .


۱۷: محمدغفورمهيدي دخوست راډيومشراودخوست دژورنالستانودخپلواكې ټولنې مشر.


 


 


دوه نيم ساعته وروسته دهندپه وخت دمازديګرڅلوربجې دبنګال ايرلېنس په الوتكه كې دډاكې په لورحركت پيل شو،څه باندې دوه ساعته الوتنه وشوه ترڅودهندپه وخت ماښام شپږبجې چې په افغانستان كې پنځه اوپه بنګله ديش كې شپږنيمې بجې وې الوتكه دډاكې ښاردضياء په نړيوال هوايي ډګركې كيناسته ،دلته دباندنيانوپه توګه اصولي مراحل طى شول ترڅومخكې له مخكې زموږپه خاطرمؤظف شويوكسانودميدان بلې برخې ته بوتلوچېرته چې له رحيم الله سمندرسره چې له دوبۍ دلته رارسيدلى ؤيوځاى شوواوله هغې ځايه په بله الوتكه كې دچيتاګانګ ايالت هوايي ډګرته والوتو،داوخت ځايي ټايم تقريباًدشپې اتنيمې بجې وي ،دغه هوايي ډګردشاه امانت نړيوال هوايي ډګرپه نوم ياديده ،له ميدان څخه دوتلوپرمهال موبايدخپل بكسونه اخيستى واى ،كله چې موردنظرسالون ته ولاړوكه ګوروچې دپاكستان،نيپال،بوتان،سريلانكه اومالديوهېوادونوژورنالستان هم دخپلوبكسونوداخيستوپه انتظاروو.


بكسونه راورسيدل خوپه پاى كې جوته شوه چې زما اودارياناتلويزيون دخبريال هژبرصيب بكسونه لادركه شول ،بالاخېره مؤظف كس راغى اووي ېويل چې دغه مسؤليت انشاء الله زموږدى او اوس تاسولطفاًدنوروسره په هغوموټروكې كينى كوم چې همداستاسولپاره وقف شوي اوهغه ځاى ته مو وړي چېرته چې موردنظركنفرانس جوړيدونكى دى .


په ماتوزړونوپه موټروكې كيناستواوله څلورو ساعتونومزل وروسته دساكس بازارسيمې ته چې دادچيتاګانګ ايالت يوسواحلى ښاردى راورسيدو،دشپې دوه نيمې بجې دبنګال په وخت اصلي تم ځاى ته ورسيدو،موږته دساكس بازاردساحلي ښارد(سي ګل ) په هوټل كې داوسيدوبندوبست نيول شوى ؤ،هلته په رسيدودهوتل مؤظفينوداطاقانوكلي ګانې راكړې كومې چې زموږله ور رسيدومخكې په ګوته شوې وو ،په هراطاق كې دوه ،دوه تنه اوسيدل اوله ماسره تصادفاًدهوټل په كوټه كې هُژبرصيب ملګرى شودچادبكس سرنوشت چې زمادبكس له سرنوشت سره يوشان جوړشوى ؤ،په اطاق كې دوه ساعته نورهم په خبرواترواودځانونوپه ورپېژندنې بوخت شوواوپه داموهم سره وخندل چې ددواړوبكسونه هم ورك شويدي اوپه يوه اطاق كې سره ملګري هم شوو.


سباسهاروختي تقسيم اوقات راورسيدچې دكنفرانس لومړى غونډه به دفبروري په لسمه نېټه په لسوبجوپيليږي ،چاى وڅښل شواودڅودقيقولپاره خودبڼګال خليج ساحل ته ولاړوترڅودلمرراختنې په زړه پورې منظروګورو،ځكه دساكس بازارداسې موقعيت لري چې يوه نرۍ څنډه يې چې دقيقاًيې پراخوالى پنځه كيلومتروته رسيږي دبنګال خليج منځته ورننوتې ده اولمر راختنه اولويدنه دواړه په بحركې كيږي .


لس بجې شوې چې دكنفرانس دتالارد دروازې په مخكې په يوۀ پراخ سالون كې سره ولاړوو،كه ګورويوه توره رنګه نجيلۍ چې عمربه يې خداى مې دې غاړه نه بندوي دشلوكالوپه شاوخواكې وي مستقيماًزماخواته راغله ،له سلام اچولو وروسته يې زه مخاطب كړم اوويې پوښتلم چې تاسودكوم هېواداتباع ياست ؟


زموږمكالمات په انګليسې ژبه وو،كله مې چې دافغانستان نوم ورته واخيست نوخداى شته چې زياته خوشحاله شوه ،دهنداوافغانستان په عنعنوي دوستى يې ارتباط ونيواوماهم څومره چې دافغان هندپه لرغوني دوستى اوملګرتياپورې يې اړه درلوده خبرې وكړې .


دغه نجيلۍ پريانكه نوميده اودهندي (NDTV) تلويزيوني چينل دراپورترانومشره وه .


كنفرانس پيل شواودهرهېوادژورنالستان په خپلوټاكل شويوچوكيوكيناستل .


دكنفرانس اجنډادموكراسي اوزورواكي وه اوظمناًدسفمادسرمشريزې انتقال ؤ.


دسفمااصول دادي چې دغړوهېوادونوڅخه يې يوديوۀ كال لپاره سرمشريزه په غاړه اخلي ،تيركال دغه مشريزه دسريلانكاهېوادپه غاړه وه اوپه ۲۰۰۹ كال كې دغه مشريزه بايدافغانستان ته سپارل شوى واى خودامنيتي ملحوظاتوپه اساس پرېكړه شوې وه چې دبنګله ديش هېوادته به سپارل كيږي اوكه خيرؤراتلونكى كال به يې مشري افغانستان په غاړه اخلي اوكنفرانس به يې هم زموږپه هېوادكې جوړيږي .


په كنفرانس كې لومړى اجنډاولوستل شوه اوبيادغړوهېوادونوددولتونودمشرانوپيغامونه ولوستل شول ،وروسته دويناوالود ويناوو وار راغى په كوموكې چې دژرونالستانوستنونځې،دژوندشرايط،خنډونه اوګواښونه په ګوته كيدل .


دكنفرانس وخت تريوې بجې پورې ؤ،يوه بجه مودغرمې ډوډۍ وخوړه اونوررخصت شوو،ماهم ډېرزردغونډې په اړه رپوټ برابركړاوپه جرئت سره وېلاى شم چې اولين شخص وم چې دغه خبرمې خوست راډيوته وركړاوخپورشو.


په شپه يې موږته دساكسبازارپه يوه خوراښكلي هوټل كې چې بهترين پارك يې هم درلود،دډوډۍ بندوبست نيول شوى ؤ،دلته يې دبنګالي سندرغاړواونڅاګروښكلې مراسم وښودل خوله ټولوجالبه يې داوه چې دسفمادغړوهېوادونوپه جمله كې دپاكستان دژورنالستانوډله دنورولپاره يوه نمونه وه ،ازادطبيعيته ،خوشحال اوخندان ژورنالستان لري ،له بنګالي كنسرت وروسته يې په چمن كې وارونيوكه سړى يې وواوكه نجونې ،دومره مستې نڅاوې يې وكړې چې حديې نه درلود.


ازمون صيب مې په څنګ كې دسيل په منظورناست ؤاو ورته ومې ويل چې وګورى : دپاكستان هېوادتروريستان موږته رارستوي ترڅوداسلام له نوم څخه په استفادې زموږنظام راګډوډكړي اوپخپله دوى وګوره چې اعمال يې ټول له اسلام سره په مغايرت كې دي ،په هرصورت : ډوډۍ هم وخوړل شوه اوخپل هوټل ته چېرته چې داوسيدولپاره كوټې پكې راكړل شوې وې ولاړو.


موږبه هره شپه تقريباًدارين زي صيب په اطاق كې دبنډاراوخبرواترولپاره سره راټوليدو،پدغه شپه دارين زي په شمول ددۀ په اطاق كې حفيظ منصورسيب ،عصمت الهي صيب ،هژبرصيب ،اوزه سره كيناستو،دخبرواترواجنډامودافغانستان سياسي حالات ،دديني تعصباتواومسايېلوپه اړه بحث اونور وو،ډېرپه زړه پورې مسايېل مطرح شول اودشپې تر يوې بجې پورې زموږخبرې اترې اوږدې شوې ،بالاخېره د ورورۍ اوصميميت په فضاكې ملاقات پاى ته ورسيداوهرڅوك داستراحت اوخوب لپاره خپلواطاقونوته لاړل .


په سباسهاريې بياپه لسوبجودكنفرانس دويمه ورځ پيل شوه ،په زړه پورې مسايېل مطرح شول ،دبنګله ديش هېواددبهرنيوچارو وزيرې دهغه هېواددلومړى وزيرې شيخ حسينه واجدپيغام ولوست اوظمناً يې پخپله ويناكې وويل چې : دجنوبي اسياهېوادونه ددموكراسۍ چندان سابقه نلري ځكه اكثره هغه هېوادونه دي چې دكلونيالېزم (استعمار) ترقبضې لاندې وو،دوى ته بايدهمداتاسوژورنالستان ددموكراسۍ مفهوم دخپلوميډياووله لارې واضح كړى اودسفمادنده ده چې دغړوهېوادونوترمنځ يې دورورۍ شرايط تشريح شي ترڅوديوې كورنۍ په څېرژوندترسره كړي .


لنډه داچې دكنفرانس دويمه ورځ هم په خوښۍ اوبري پاى ته ورسيده ،دغرمې دډوډۍ خوړلوپرمهال هندي ژورنالسته پريانكه بيازماترڅنګ كيناسته اوله افغان ملت سره يې دومره مينه اوخواخوږي څرګنده كړه لكه دخپل ځان په څېر،ماهم ترې مننه وكړه اوظمناً مې دممبى پېښې وريادې كړې چې دنړيوال تروريزم له لاسه دوى ته هم ورپېښه شوې وه ،بالاخېره دې نتېجې ته سره ورسيدوچې ترورېزم ددواړوهېوادونود ولسونوګډدښمن دى اوبايدهڅه وشي ترڅوخپل ملتونه دې ته راوبولوچې له نړيوالې ټولنې سره يې هم غږي كړو.


په همدې ورځ دشپې له خوادډوډۍ لپاره په يوۀ بل ډېرښكلي هوټل كې چې دى هم په زړه پورې پاركونه درلودل ميلمستياراته جوړه شوې وه ،همغه دتېرې شپې نندارې جوړې شوې وې اوپاكستان نيانوپه خورامزواوچړچوسره شپه نمانځله .


په ساكس بازاركې دريمه ورځ په رسمي ډول دساحل يوې داسې برخې ته دسيرعلمي لپاره بوتلل شووچې واقعاًپه زړه پورې و،دټولوغړوهېوادونوژرونالستان موجودووخودهندژرونالستان خپل هېوادته تللي وواوپدې ورځ په مېلوكې نه ووراسره شريك .


ډېره جالبه خبره خويوه داهم وه ،چې په ټول بنګله ديش كې دغسې لوكس موټرزمانظرته نه راغلل چې همدانن ديوۀ ډېرغريب افغان وګړي په خدمت كې دي ،كه به وليدل هم شول دګوتوپه شماربه دهغه چاپه خدمت كې ووچې دبنګال هېواد دلويوپانګه والوله جملې بۀ وو،دكومودژوندسطحه چې له ډېروغربيانوهم لوړه ده .


دترانسپورت عمده وسيله يې له بايسكل څخه جوړه شوې ګاډۍ ده ،چې ديوۀ تن بايسكل چلوونكي پواسطه كشكول كيږي ،كوم چې په موجوده عصركې دايستثماريوډېرزوړاوځوروونكى شكل دى .


په همدغه دسيرعلمي په ورځ يې دلامبووهلولپاره دبنګال خليج دساحل يوې محفوظې سيمې ته يوړوچې ګڼ شمېرژورنالستان لامبې پكې ووهلې ،خوله ټولوجالب يې دپاكستان دسفمامشروتلي ژورنالست امتيازعالم لامبووهنه وه چې ټول يې په حيرت كې اچولي وو.


همدارنګه دناريال خوړوميله جوړه شوه ،ناريال دواليبال توپ په اندازه يوه كلك پوټكي ميوه ده چې دتبراوياتېره چړې پواسطه دسرلخواڅيرل كيږي اوپه منځ كې يې ګټورې اوبه دپلاستيكي نلونوپواسطه څښل كيږي .


پدغه ورځ دغرمې ډوډۍ دساحل په غاړه په يوه خورا ښكلي اولوكس هوټل كې راكړل شوه ،چې داولين ځل لپاره موشوبلې ته ورته (شوبله په خوست كې دڅلوېښتوپښولرونكي خزندې ته ويل كيږي ) بحري حيوان موهم وخوړچې خوراخوږه غوښه يې درلوده اودا داسلام له نظره كاملاً حلاله وه .


دسفرپه پنځمه ورځ دسهارلخواپه ډېرولوكسوموټروكې سپارۀ شوو،هرموټرترپنځوسوتنوپورې سپرلۍ كېونولې اوپنځه عرادې موټرپه يوۀ قطادساكس بازارڅخه دډاكې په لوروخوځيدل .


پوره لس ساعته مزل مو وواهۀ دشپې په يوولسوبجوډاكې ته ورسيدو،دلارې په اوږدوكې دمناظروكتل،دښارونواعلى منظرونه ،هوټلونه اودبنګله ديشيانولوړانساني برخورددومره په ځانونومين كړوچې حديې نه درلود.


بنګله ديش عجبيب وغريب طبعيت او اب وهوالري ،دلارې په اوږدوكې موداهم وليدل چې بزګران يې څنګ په څنګ په يوۀ پټي كې دشولو(وريجو) نهالونه كينول اوپه بل پټي كې دشولولوونه ګډوو.


په ډاكه كې چې واقعاٌ هم يوله ډېرېوښكليواوپرنفوسه ښارونوڅخه دى په يوه خورااعلى هوتل كې دشپې تېرولوبندوبست راته نيول شوى ؤ.


دسهارپه لسوبجويې بيادضياء نړيوال هوايي ډګرته بوتلواوله هغه ځايه مودهندپلازمينې نوي ډهلي ته پروازوكړ،ماسپښين دوه بجې په ډهلي كې ښكته شوواودهنددسفمامسؤل سړي موانتظار ايسته ،بالاخېره يې دشپې تېرولوپه منظوردسمرات هوټل ته بوتلو.


له لږې دمې وروسته افغان ژورنالستان ډلې ډلې دډهلي ښاردليدوپه خاطرله هوټل څخه ووتل .


دنوي ډهلي ښارواقعاٌ هم عصري اوپه زړه پورې ؤ،دنګې دنګې ماڼۍ ،لويې پراخې پراخې جادې ،مهمان پرسته خلك اوپه ماركېټونوكې بيروباريې ډېرپه زړه پورې ؤ،چې واقعاً زمادښوخاطراتوله جملې څخه به شمېرل كيږي .


په سباسهارچې دفبروري ۱۵ نېټه كيده له نوي ډهلي څخه دكابل په لور والوتو،دګران هېوادهوايي حريم ته په داخليدومودا احساس كړه چې زموږهېوادډېرښكلى دى ،پاكه هوا،په واوروپټ لوړ،لوړغرونه ددې څرګندوى ووچې دلته كلك عظم ،وقاراومتانت موجود دى خوافسوس چې سوله او امن نه لرو،اودنړۍ پرمخ دافغانيت دښمنان موسولې او ارام ته نه پريږدي .


كاشكې چې خلك اوطبعيت موخپل واى خوسوله مودهنداوبنګال په څېرواى .


مننه


ستاسو (مهيدي)