کور / تازه خبرونه / ارګون:هوايي بريد پنځه وسله وال طالبان ووژل

ارګون:هوايي بريد پنځه وسله وال طالبان ووژل

دايساف ځواکونو په خپله يوه خپره شوي اعلاميه کي ويلي دي چي ددوي ځواکونو  د پکتيکا ولايت د ارگون په ولسوالي کي پنځه تنه د دولت مخالف وسله وال کسان وژلي دي. 


په اعلاميه کي راغلي دي چي داکسان هغه مهال ووژل شول چي دارگون ولسوالي په ښارګوټي پر خوا يې د توغنديو توغولو نيت درلود.


دايساف ځواکونو په دي خپره شوي اعلاميه کي ويلي دي چي مخالفينو داتوغندي تېره شپه دارګون ولسوالۍ په توغنديو وويشتل چي وروسته ددوي ځواکونو په سيمه کي عمليات شروع کړل .


په يآده سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي ياد سوي پنځه کسان د نورو توغنديو توغولو پر مهال د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد هدف ګرځيدلي دي، د ايساف ددې ادعا په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي .