کور / شعر / اوس به څه ليکې شاعره

اوس به څه ليکې شاعره


هغه ستا د ابا مېنه تالا سوې
چي تندي كي دي سجدې ورته ساتلې
د ګلونو پر غونډۍ اورونه اوري
وږمه ځي تر ارغوانه پښه نيولې
په كوڅو كي يې ژوندۍ جنازې ګرځي
پر كورونو د بلا ساه ده ختلې
له باڼو تر ګرېوانه د اوښكو كور دى
له زلمو شونډو موسكا ده كوچېدلې
پر اوږو د اوښكو ووته له ښاره
د خندا جنازه ولاړه غم لړلې

 

اوس به څه ليكې شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليكې شاعره

 

 

اوس په ساندو كيسې وزي له كابله
چي كوڅې يې وې ښايستې په پېغلو حورو
سور سالو يې د لمبو رنګ دى اخيستى
چي په ښكلي وه باغونه د انګورو
پر انګړ يې د پاتا كمبلي ژاړي
پر تېر سوى دى ناورين د زورورو
ماشومان يې بلاګاني په خوب ويني
افسانې د برېتورو، ږيرورو
د هر پلار كيسه د زوى په وينو سره ده
هره مور ده پرهارونه د ناصورو

 

 

اوس به څه ليكې شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليكې شاعره

 

 

كډي كوم وطن ته وړي دا كور خرابي
اوس به څوك اوري آواز د پردېسانو
كوم ولات كي يې درمل ورته ليكلي
څوك به اوري فريادونه د زخميانو
څوك به غوږ نيسي نارو ته د بې پلارو
څوك به وژاړي سلګۍ د يتيمانو
څوك به بيرته لوپټه د خور پر سر كي
څوك به نيسي ګرېوانونه د غازيانو
د نښتر وني جنډۍ سوې د قبرونو
لا رواني دي جوپې د شهيدانو

 

 

اوس به څه ليكې شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليكې شاعره

 

 

اوس به څوك له قلندره سره ژاړي
اوس به څوك لېږي ميرا ته غزلونه
څوك به اوښكي تويوي پر مينانو
څوك به ژاړي په كېږديو كي نكلونه
كوم حميد به خط و خال كاغذ ته يوسي
يادوي به د يارانو سفرونه
څوك به اوري كرامت د دروېشانو
څوك به ګوري پر رحمان باندي فالونه
څوك به نيسي د ديدن د ګودر لاري
له سالو سره به څوك ستايي اورونه

 

 

اوس به څه ليكې شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليكې شاعره

 

 

اوس به څوك د هندوكش سندري بولي
اوس به څوك ځي په اتڼ تر خيبرونو
اوس به څوك د ارغسان پر څپو ګرځي
څوك به ليكي قصيدې د كونړونو
څوك به بولي له آمو تر اباسينه
غر او سمه د سركښو اولسونو
څوك به بولي له اټكه تر مالانه
قلاګاني د بابا له ميراثونو
اوس به څوك د جلالا ګودر ته يوسي
د هلمند څخه شرنګى د امېلونو

 

 

اوس به څه ليكې شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليكې شاعره

 

 

اوس به څوك رايادوي تېري خبري
اوس به څوك راويښوي زاړه نكلونه
اوس به څنګه نكلچي غاړه تازه كي
اوس به څه وايي زامنو ته پلرونه
اوس به څوك د پاني پت په توره وياړي
اوس به څوك تسليموي اصفهانونه
كوم شېرشاه توره ايستلې ځي سسرام ته
كوم اكبر به ورانوي د فرنګ خونه
كوم اورنګ به خپل زخمونه ويني ژاړې
كوم خوشال به لړزوي په كټ كي زړونه

 

 

اوس به څه ليكې شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليكې شاعره

 

 

كومه پېغله به غرمه د ميوند سره كي
د خپل يار له وينو څوك ايږدي خالونه
اوس به كومه تورپېكۍ پر بولدك ورسي
كومه چيغه به كي سره ساړه رګونه
كوم لاسونه به مرۍ د قاتل نيسي
څوك به اخلي د پېړيو كساتونه
څوك به راسي د ايوب سره ملګري
څوك به واچوي سندرو ته نومونه
څوك به تاو كړي د بابا بګړۍ له سره
څوك به وران كي د ازل كښلي خطونه

 

 

اوس به څه ليكې شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليكې شاعره

 

 

نن هغه ماشه د ورور پر لور كشېږي
چي يې غړي تښتول د رستمانو
نن هغه غشي د خور ټيكري پېيلي
چي يې زړونه سوري كول د سركښانو
نن هغه اور د ابا پر مېنه بل دى
چي كرلې يې لمبې پر ګرګينانو
نن هغه توره د ورور په وينو سره ده
چي څيرلې يې سينې د غليمانو
نن هغه سالار د بل په پښو كي پروت دى
ككرۍ چي يې وهلې د بتانو

 

 

اوس به څه ليكې شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليكې شاعره

 

 

اوس له ګوتو د مطرب ويني را اوري
ژبي سل ځايه زخمي د شهبازونو
د سندرو سره غبرګي وايي ساندي
د رنځورو زګېروي ځي له ربابونو
اوس به چيري د زلميو څوڼي غورځي
ګنهكاره سوه سورنا ږغ د ډولونو
شپې ته راغله انګولا د بلاګانو
شمع كوچ سوه د محفل له ماښامونو
د تيارو اجاره دار محتسب راغى
خپروي زړې تيارې پر ځوانو زړونو

 

 

اوس به څه ليكې شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليكې شاعره

 

 

پر ګودر دي مېلمنې د بلا سترګي
نه شرنګى سته د پاوليو نه پايلو
پر نغمو پر زمزمو چپاو راغلى
زاغ نيولي ځالګۍ دي د بلبلو
نه محفل كي ګناهونه ياغي كېږي
نه خيام سته د توبو د ماتولو
سپين لاسونه د ساقي به چيري وېشي
پر يارانو شنې پيالې ډكي له مُلو
اوس به څوك رنګونه تش كي په قلم كي
څوك به ليكي دېوانونه د غزلو

 

 

اوس به څه ليكې شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليكې شاعره

 

 

اوس نسيم راوړي خبر د تورو ورځو
اوس له شپو سره راځي اغزن خوبونه
آفتونو پكښي كړي ځالګۍ دي
جنازو پكښي اوډلي دي كورونه
وايي نسته كجاوې شا ليلا ورو ورو
پېغلي نه نيسي د اوښو پېزوانونه
اوس يې نه راوړي رويبار د ديدن زېرى
له قاصده سره نسته سلامونه
په كوڅو كي يې زموږ پلونه بېګانه دي
له اغيار سره يې كړي پيوندونه

 

 

اوس به څه ليكې شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليكې شاعره

 

 

ويرجينيا ۶ مارچ ۲۰۰۰