افغانستان له ډنمارك سره لوبه كوي
د افغانستان د كركيټ ملي لوبډله چي په لومړي ډيويژن لوبو كي د ګډون دپاره جنوبي افريقا ته تللې، لومړۍ لوبه يې نن د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲ بجې د ډنمارك له هيواد سره ده.
د افغانستان د لوبډلي غړو بي بي سي پښتو څانګي ته وويل دوى هيله من دي چي د نن لوبه به وګټي او له ورځنيو تمريناتو څخه وروسته د جنوبي افريقا له هوا او ميدانونو سره عادت سوي دي.
د ډنمارك لوبډلي هم بي بي سي ته هيله ښودلې چي لوبه به وګټي، خو وايي په تېرو مياشتو كي چي په ډنمارك كي هوا ډېره يخه وه، دوى د پام وړ تمرينونه نه دي كړي.
د جنوبي افريقا په لوبو كي د نړۍ د ۱۲ هيوادونو لوبډلو ګډون كړى، چي ډېر يې اروپايي هيوادونه دي او افغانستان پكښي تر ټولو غريب هيواد دئ.
د جنوبي افريقا د سياليو له۲ ۱لوبډلو څخه څلور ټيمونه به د ۲۰۱۱ كال نړيوالو سياليو ته لاره ومومي.
د كركيټ نړيواله شورا وايي افغان لوبډله كه څه هم نوې راپورته سوې، خو اميد سته چي په دې لوبو كي به ښې لاسته راوړني ولري.
د يادوني وړ ده چي افغانستان تر اوسنيو لوبو دمخه په درو پرله پسې ډيويژنو كي لومړني مقامونه ګټلي دي.