روزګان: د ملا عبدالباري د وژلو ادعا وسوه

34 | اپریل 1st, 2009



د اسټراليا د دفاع وزارت وايي عسكرو يې په افغانستان كي د طالبانو يو منځپوړى قومندان وژلى دئ.
د دوى په وينا ملا عبدالباري د روزګان په هغو عملياتو كي وژل سوى چي نن څلورمه د روزګان په دېراوت ولسوالي كي روان دي او د افغان چارواكو په خبره تر پرون پوري يې ۳۳ طالبان پكښي وژلي او ۱۷ ټپيان كړي وو.
د دفاع وزارت زياتوي چي ملا عبدالباري په سيمه كي د طالبانو غټ قومندان وو، چي په جبهيي جنګونو، د ماين په اښودلو او ځانمرګو بريدونو كي يې لاس درلود.

Copyright Larawbar 2007-2024