کور / تازه خبرونه / من موهن سنگ : پاكستان دترهگرو ځاله ده

من موهن سنگ : پاكستان دترهگرو ځاله ده

  دهند لمړئ وزير تيره ورځ ديوې برطانوۍ ورځپاڼي سره په مركه وويل چې پاكستان دم گړئ دترهگري په يوه لوي مركز اوښتي ، دده په وينا په دغه هيواد كې لسگونه وسله والي ډلي شته چې  دنړۍ په كچه وران كارې كړني تر سره كوي ،دده په وينا پرممبئ بريد په پاكستان كې پلان شوي وو او دهند تر ولكي لاندي كشمير كې وسله وال مقاومت هم دپاكستان څخه سرچينه اخلي ، سنگ وايې دپاكستان حكومت ددغو پيښو په مخنوي كې پاته راغلي او په څو څو وارو ژمنو سره هم په دې و توانيد چې دوسلوه والو فعاليتونه محدود كړي ،