ستره محکمه : سنجی دت په ټاکنو کې برخه نشي اخستي

16 | اپریل 1st, 2009


 


سنجے دت


دهند ستري محكمي پريكړه كړي چې دهند سينما وتلې لوبغاړې سنجي دت ددې هيواد په راروانو پارلماني ټاكنو كې برخه نشي اخستي ، سنجي دت دتيرو څو مياشتو راهيسي د(سما جوادي)گوند په پلوي دلكنو سيمي څخه ځان پارلمان ته كانديد كړي وو،  خو ستره محكمه وايې چې سنجي دت څو كاله بند تير كړي او د هند دقانون له مخي څوك چې په كوم جرم نيولي شوي وي او بند يي تير كړي وي نشي كولي چې ټاكنو ته ودريږئ ، سنجي دت په ۱۹۹۳ زيږديز كال كې په ممبئ كې په شوي چاودنو كي  چې ۳۰۰ تنه هندوان پكي ووژل تورن پيژندل شوي  او هم دغير قانوني سلاح په لرلو په شپږ كاله بند محكوم شوي وو،،

 ياده دي وي چې سنجي دت دهند دوتلي ډان ( داود ابراهيم )نږدي ملگري دي چې دبابري مسجد تر شهادت وروسته يې دهند په ممبئ ښار كې دهندوانو په يوه غونډه كې چاودنې وكړي  او تر ۳۰۰ ډير هندوان يي ووژل     

Copyright Larawbar 2007-2024