کرکټ : افغانستان له ډنمارک نه لوبه وګټله.

34 | اپریل 1st, 2009


افغانستان ډنمارک ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه او خپله لومړنۍ لوبه یې وګټله، د افغانستان ترټولو ښه لوبه کریم خان صادق وکړه په بالینګ کې څلور لوبغاړي د ډنمارک سوځولي وو او دا ډول یې په ۳۹ منډې په بېټېنګ کې وکړې. دا ډول د شهزاد خان منډې هم زیاتې باارزښته وې، شهزاد خان ۵۵ منډې وکړې او و هم نه سوځېد، له پسې د محمد نبي عیسی خېل لوبه د ستاېنې وه، محمد نبي عیسی خېل ۴۷ منډې وکړې او ریس احمدزي ۱۳ ناسوځېدلی پاتې شو.

افغانستان خپله بله دوهمه لوبه سبا ته له برموډا سره کوي. برموډا خپله نننۍ لوبه متحده عربي اماراتو ته وبایله، دا ډول هالنډ کینیا ته ماتې ورکړه، ایرلینډ سکاټلینډ ته ماتې ورکړه، کاناډا عمان ته ماتې ورکړه او یوګانډا بیا له نمیبیا لوبه وګټله. افغانستان په ۳۶ بالونو ۱۶ منډو ته اړتیا لري. شهزاد خان لومړې شپږه ووهله، افغانستان اوس ۱۸۸ منډې لري، شهزاد خان ۴۹ منډې کړي او ریس احمدزی یوازی ۲ منډې لري.

شهزاد خان ۴۲ منډې کړي او ریس احمدزي یوه منډه کړې. افغانستان په ۴۸ بالونو ۲۶ منډو ته اړتیا لري. د محمد نبي او شهزاد خان ترمنځ ۷۸ منډې ګډې وشوې چې دا زیاتې موثرې وی او مهمې هم وې اوس پاتو لوبغاړو ته پکار ده چې لوبه په خپل کنټرول کې وساتي. شهزاد خان دوه څلورې ووهلې دا ډول ریس احمدزی مېدان ته راوتی. نبي عیسی خیل وسوځېد هغه ۴۷ منډی کړي، خو شهزاد خان لا ولاړ دی. نبي عیسی خېل ۴۷ منډې او شهزاد خان ۳۰ منډې لري.

 افغانستان اوس ۶۵ بالونو ۳۹ منډو ته اړتیا لري. افغانستان اوس په ۷۲ بالونو ۴۳ منډو ته اړتیا لري، شهزاد خان او محمد نبي عیسی خېل ولاړ دي. نبي ۴۴ منډې او شهزاد ۲۹ منډې لري. افغانستان ۱۵۷ منډې لري، شهزاد خان څلوره ووهله، اوس افغانستان ۱۵۵ منډې لري، ۴ سوځېدلي، شهزاد خان ۲۰ منډې وکړې. محمد نبي ښه روان دی، هغه ۴۲ منډې کړي. شهزاد ۱۹ منډې لري. محمد نبي بله څلوره ووهله، هغه اوس ۴۱ منډې لري، افغانستان ۱۴۷ منډې لري او شهزاد خان هم لا ولاړ دی.

شهزاد یوه منډه بله واخیسته هغه ۱۸ منډې، نبي ۳۴ منډې لري. محمد نبي ښه روان دی هغه هغه ۳۳ منډې کړي شهزاد خان هم ولاړ دی هغه ۱۷ منډې کړي. شفیق الله ۶ منډې، نورعلي ۱، کریم صادق ۳۹ او نوروز منګل ۱۳ منډې کړي او سوځېدلي. دا اوس د افغانستان او ډنمارک لوبه روانه ده، افغانستان ۱۲۷ منډې کړي، ۴ سوځېدلي، شهزاد خان او محمد نبي عیسی خېل ولاړ دي. په سويلي افريقا کې د کرکټ په روانو سياليو کې د ډنمارک کرکټ لوبدلې افغان کرکټ لوبډلې ته په ټاکلو پنځوس اورونو کې ۲۰۵ منډې هدف وټاکه.

په لومړي سر کې ډنمارک افغان لوبډلې ته لوبه سخته کړې وه خو افغان سپین بالران وتوانېدل او په ځانګړې توګه کريم صادق وتوانېد چې لوبه کابو کړي. افغان بالرانو ډنمارکي لوبغاړو ته شاوخوا ۲۰ وړيا منډې ورکړې. اوس دمه ده او له دې وروسته به افغان لوبغاړي خپل بيتينګ پيلیوي.

Copyright Larawbar 2007-2024