د ننګرهار پوهنتون محصلینو د کرکټ لوبډلې پر بري خوښي وښوده
د ننګرهار پوهنتون محصلینو همدا چې د افغانستان د کرکټ د ملي اتلې لوبډلې له بریا خبر شول د پوهنتون صحن ته را ووتل او خپل خوښي یې وښوده، افغانستان په سویلي افریقا کې خپله لومړنۍ لوبه له ډنمارک نه وګټله، د ننګرهار د پوهنتون د حقوقو د پوهنځي محصل انات خان عتیق شینواري لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې محصلینو اتڼونه وکړل او په لوړو چیغو یې خوښي څرګندوله.
انات خان زیاته کړه د ننګرهار محصلین پدې زیات خوښ ول چې افغانستان ډنمارک ته ماتې ورکړه، هغه هیواد ته چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم توهین یې کړی وو.