کرکټ : افغانستان برموډا ته سخته ماتې ورکړه
افغانستان نن خپله دوهمه لوبه له برموډا وګټله، او په ۶۰ منډو یې ماتې ورکړه. ددې لوبې غوره لوبغاړی کپټان نوروز منګل شو، ځکه هغه په سخت حالت کې ۷۲ منډې وکړې. په سر کې افغانستان بېټېنګ وکړ، افغانستان په پنځوسو اورونو کې ۲۳۹ منډې وکړې، پدې لوبه کې یو ځل بیا کریم صادق ډېر ښه وځلېد، هغه په یوازی سر ۸۳ منډې وکړې، ورپسې د لوبډلې مشر نوروز منګل لوبه دستاینې وړ ده هغه په سخت حالت کې ۷۲ منډې وکړې او وهم نه سوځېد.
د افغان ملي اکرکټ اتل ټېم يو په بل پسي برياليتوبونه
د اصغر ستانکزي لوبه هم د ستاینې وړ ده. په بالینګ کې هم په سر کې افغان لوبغاړي ښه وځلېدل، دولت احمدزي بلا وکړه، هغه په پنځو اورونو کې ایله ۵ منډې ورکړې، درې اورونه یې مېډن کړل او یو لوبغاړی یې وسوځاوه. بیا د برموډا لوبغاړي په درېیمه ویکټ ودرېدل، او له سلو زیاتې ګډې منډې یې وکړی. خو سمیع الله شینواري د لوبې مخ واړاوه، سمیع الله شینواري، په اوو اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې د برموډا وسوځول. تر ټول د حمید حسن لوبه هم د ستاېنې وړ وه، هغه دوه لوبغاړي وسوځول.
کریم صادق بیا ۸۳ منډې وکړې او یو لوبغاړی یې د برموډا وسوځاوه. نور وروستی لوبغاړی کریم صادق وسوځاوه. حمید حسن ښه بالینګ وکړ. برموډا ۱۷۷ منډې کړي، ۹ لوبغاړي سوځېدلي. ۴۸ اوور روان دی، سمیع الله شینواری بال کوي، هغه د برموډا ۴ لوبغاړي سوځولي. اوو څلوېښتم اوور روان دی، اخري لوبغاړي پاتي، برموډا باید په ۲۴ بالونو ۶۴ منډې وکړي. سمیع الله شینواري بل لوبغاړی وسوځاوه ، هغه چې ډېره ښه لوبه نن وکړه ، اوټ بریج یې وسوځاوه، نوروز منګل کیچ ونیاوه. واه …. حمید حسن بل لوبغاړی وسوځاوه.
د سمیع الله شینواري په څلورم اوور کې یوه شپږه ووهل شوه او یوه څلوره ووهل شو. د ملا تیر حمید حسن د برموډا بل لوبغاړی بولډ کړ، برموډا اوس ۱۵۱ منډې لري. واه.. سمیع الله شینواری رښتیا چې شینواری یې ، د برموډا کپټان یې چپه کړ، سمیع الله بال وکړ او شهزاد خان کیچ ونیاوه. برموډا په ۶۳ بالونو ۹۲ منډو ته اړتیا لري. د حمید حسن په لومړي اوور کې ۷ منډې وشوې. د کپټان نوروز منګل ناسمه پرېکړه پدې وخت کې د حمید حسن را وستل ولې هغه پخوا نه راته. تکړه لوبغاړي سمیع الله شینواري په خپل دوهم اوور کې هم د برموډا لوبغاړی وسوځاوه. که سمیع پخوا راغلی وای، نو افغانستان به له ستونزو سره نه وای مخ شوی.
اوس برموډا ۱۳۶ منډې کړي او پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي. سمیع الله شینواری خپل دوهم اوور کوي. سمیع الله شینواري په لومړي خپل اوور کې د برموډا تېز منډه جوړونکی ټکر وسوځاوه، شهزاد خان ټآکر سټمپ کړ. د برموډا درې لوبغاړي سوځېدلي. واه ژوندی دی وي محمد نبي عیسی خېل ، هغه د برموډا تکړه لوبغاړی وسوځاوه. برموډا ۱۲۵ منډې کړي، د افغان کرکټ لوبډلې لویه ستونزه داده چې سم قضاوت نه شي کولای.
برموډا ۱۰۴ منډې لري. کپټان نوروز منګل قسم کړی چې خپل ټول اورونه به بشپړوي، ولې حمید حسن نه راځي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ نوروز منګل خپل پنځم اوور کوي. برموډا ۱۳۸ بالونو باندې ۱۵۲ منډو ته اړتیا لري. نوروز منګل څلور اورونه پوره کړل، نده معلومه چې کپټان منګل ولې حمید حسن بال ته نه راولي. څلورویشتم اوور ریس احمدزي وکړ هغه په یوه اوور کې ۴ منډې ورکړې. برموډا ۶۸ منډې لري، افغان لوبغاړي اړتیا لري چې یو له دوی وسوځوي. نوروز منګل خپل دوهم اوور کوي شل اورونه شوي، ۲۱ روان دی. برموډا ۶۱ منډې کړي. شلم اوور کریم صادق کوي. نوولسم اوور کپټان نوروز منګل وکړ، هغه ۴ منډې ورکړې. په اتلسم اوور کې پر کریم صادق څلوره ووهل شوه. اوس برموډا ۵۴ منډې لري. نبي بیا هم په خپل څلورم اوور کې یوه منډه ورکړه، اوس نبي او کریم صادق بالینګ کوي. دواړه سپینران دي. د هستي ګل پر ځای کریم صادق بالینګ ته راغی. نبي خپل درېیم اوور کې یوه منډه ورکړه. د هستي ګل په اووم اوور کې دوه څلورې ووهل شوې، ښايي ستړی شوی وي، اوس افغان کپټان ته پکار دي چې حمید حسن د هستي ګل پر ځای راولي.
محمد نبي عیسی خېل خپل دوهم اوور مېډن کړ، یعنې منډه یې ورنه کړه، اوس ۱۴ اوور روان دی. نبي خپل دوهم اوور کوي، په لومړيو پنځو بالونو کې یې منډه نده ورکړې. تر نبي وروسته هستي ګل عابد بیا بالینګ ته راغی، اوس هستي ګل خپل ۶ اوور کوي. محمد نبي په خپل لومړي اوور کې ۴ منډې ورکړې. اوس محمد نبي بالینګ ته راغی ، هغه ورو بالینګ کوي. د دولت احمدزي او هستي ګل عابد پیلیز اورونه زیات مهم او ډېر عالي وو. هغوی په لسو اورونو کې ۳۱ منډې ورکړي. پر هستي ګل د برموډا منډه جوړونکي منډې کوي او دولت احمدزي ته لکه دیوال ودریږي، هستي ګل او دولت ښه پيل کړی. د دولت احمدزي په پنځم اوور کې هم منډه ونه شوه، هغه په پنځو اورونو کې یو سوځولی، دری یې مېډن کړي او پنځه منډې یې ورکړي. د دولت احمدزي پنځم اوور روان دی، په لومړیو څلورو بالونو کې یې منډه نده شوې. هستي ګل عابد او دولت احمدزي څلور څلور اورونه بشپړ کړل، هستي یو سوځولی، او ۱۵ منډې یې ورکړي، دا ډول دولت احمدزي یو سوځولی او ۵ منډې یې ورکړي. د هستي ګل په دوهم اوور کې پنځه منډې ورکړل شوې، ډېره لوبه د هستي ګل عابد او دولت احمدزي که شاته نور بالران ښه وي نو ښه پيل دی افغانستان لپاره.
اتل ستوري هستي ګل عابد په خپل دوهم اوور کې د برموډا دوهم لوبغاړی وسوځاوه، هستي ګل بال وکړ او ویکټ کیپر شهزاد خان ونېاوه. د برموډا دوه لوبغاړي سوځېدلي، ۷ منډې یې دي. اتل ستوري دولت احمدزي خپل دوه اوور هم مېډن کړ، یعنې منډه یې ورنه کړه. دولت احمدزي درې اوورنه کړي یوه منډه یې ورکړې یو یې سوځولی. هستي ګل په خپل دوهم اوور یوه منډه ورکړه. د دولت احمدزي په دوهم اوور کې هم د لوبغاړي دسوځېدو اپیل وشو. هستي ګل یوه منډه ورکړې او یو بال یې پاتې. هستي ګل بل اوور ته راغی، دولت احمدزي خپل دوهم اوور میډن کړ، یعنې منډه بیخي پکې ونه شوه. د هستي ګل عابد په لومړي اوور کې څلوره ووهل شوه، برموډا ۶ منډې لري، یو یې سوځېدلی. بل اوور هستي ګل عابد پیل کړ.
د دولت احمدزي په لومړي اوور کې یوازی یوه منډه وشوه، افغانستان بالینګ پيل کړ، دولت احمدزي په خپل لومړي اوور کې د برموډا یو لوبغاړی وسوځاوه، اول اوور لا روان دی. افغانستان نن په خپله دوهمه لوبه کې برموډا ته د ۲۴۰ منډو هدف وټاکه، افغانستان د اتو لوبغاړو د سوځېدو په سر ۲۳۹ منډې ووهلې، په یو وخت کې لوبه د افغانانو له کنټرول نه وتې وه، ولې ستوري نوروز منګل وښوده چې ښه تکړه منډه وهونکی دی، هغه په ۷۶ بالونو ۷۲ منډې وکړې. دوه شپږې او شپږ څلورې هم ورسره مله وی. دولت احمدزی هم ورسره تر پایه پاتې شو.
ترټولو ښه لوبه نن اتل ستوري کریم صادق وکړه، هغه ۸۳ منډې وکړې. اوس ټوله تمه افغان بالرانو ته ده چې ښه بالینګ وکړي. ستوري نوروز منګل ښه لوبه وکړه ، ۷۰ منډې یې کړي، دوه باله پاتې دي. ستوري نوروز منګل ښه لوبه وکړه هغه ۵۹ منډې کړي اتل دولت احمدزی هم ښه روان دی. یو اوور پاتې افغانستان ۲۲۵ منډې لري. هستي ګل عابد وسوځېد، دولت احمدزی میدان ته راووت، کپټان نوروز منګل او هستي ګل عابد ولاړ دي، پنځه څلوېښت اورونه شوي دي. اوس به افغانستان خپله پاور پلی اخلي. هستي دوه منډې کړي او ستوري نوروز منګل بیا ۳۰ منډې وکړې. ۴۲ بالونه نور هم پاتې دي. هستي ګل عابد میدان ته راغی، یوه منډه یې کړې. نوروز منګل لا شته، افغان لوبغاړو ته پکار ده چې په ویکټ ودریږي.
منډې په خپله جوړیږي. سمیع الله شینواری هم وسوځېد، هغه په منډه وسوځېد. سمیع ۹ منډې کړي. داسې ښکاري لکه چې د برموډا بالران تکړه شول. په څلویښتو اورونو کې ۱۷۳ منډې دي، سمیع الله شینواری او نوروز منګل لا ولاړ دي. سمیع ۹ منډې او نوروز منګل ۲۶ منډي کړي. سمیع الله شینواري په پنځو بالونو ۸ منډې کړي. نوروز منګل هم لا ولاړ دی، هغه ۲۱ منډې وکړې. سمیع الله شینواری راووت، هغه په لومړي بال څلوره ووهله. نوروز منګل ۲۰ منډې کړي. ریس احمدزی په یوه منډه وسوځېد، اوس ریس احمدزی او نوروز منګل ولاړ دي. ۱۵۱ منډې شوي. بل تکړه لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل هم وسوځېد. تکړه لوبغاړی شهزاد خان وسوځېد هغه بې له منډو پاتې شو، خو لاهم تکړه لوبغاړي شته. اتل ستوری کریم صادق په ۸۳ منډو وسوځېد هغه ډېره عالي لوبه وکړه که سلیزه یې وهلې وای نو دا به یې د افغانستان نوم ځلولی وای. اتل ستوري کریم صادق ۸۱ منډې وهلي او نوروز منګل د لوبې لومړنۍ شپږه ووهله، نوروز ۱۰ منډې کړي. اتل ستوری کریم صادق ۸۰ منډې کړي، نوروز منګل هم ورسره ولاړ دی هغه ۳ منډې کړي. کریم صادق ۷۹ منډې کړي، نوروز منګل ۲ منډې لري، افغانستان ۱۳۲ منډې لري. نوروز منګل میدان ته ورغلی، نوروز یوه منډه لري.
اصغر وسوځېد، هغه ۳۸ منډې وکړې ښه لوبه یې وکړه، افغانستان ۱۲۸ منډې لري، اتل ستوری کریم صادق ۷۷ منډې کړي دوعا وکړئ چې سلیزه ووهي. اصغر بیا ۳۸ منډې لري. افغانستان ۱۲۱ منډې لري، کریم صادق ۷۲ منډې او اصغر په ۳۶ منډو لا ولاړ دي. له ۲۴ اورونو وروسته افغانستان ۱۱۴ منډې لري، اتل ستوري کریم صادق ۷۱ منډې کړي، اصغر بیا ۳۱ منډې لري، که خدای وکړي چې نن افغانستان له لوري سلیزه ووهل شي. اتل ستوری کریم صادق لا ولاړ دی هغه ۷۰ منډې کړي. افغانستان ۱۰۶ منډې کړي، کریم صادق ۶۸ او اصغر ۲۶ لا ولاړ دي.
اصغر ستانکزي ۲۵ منډې کړي، یوه بله څلوره یې هم ووهله، کریم صادق ۶۴ منډې کړي. اتل ستوری کریم صادق ۶۳ منډې لري، ستوری صادق تېره ورځ هم له ډنمارک سره د لوبې غوره لوبغاړی شوی وو. شلم اوور روان دی، اتل ستوري کریم صادق ۶۱ منډې کړي هغه بله څلوره هم ووهله، نوولسم اوور روان دی اصغر پکې ښې منډې وکړې، اتلسم اوور په کریم صادق میډن یا بې له منډو تېر شو. کریم صادق او اصغر لا ولاړ دي، اتل ستوري کریم ۵۵ منډې کړي او اصغر ۱۵ منډې لري. کریم صادق پنځوسی وکړ، هغه اوس ۵۴ منډې لري، اته څلورې یې وهلي، کریم په پنځلسم اوور کې بله څلوره ووهله، اوس کریم صادق ۴۸ منډې لري. اصغر ستانکزي هم څلوره ووهله، اصغر اوس ۱۲ منډې لري، ستوری کریم صادق ۴۴ منډې کړي. ۱۴ اوور بشپړ شو. کریم صادق څلوره ووهله، له دې سره د هغه ۶ څلورې شوې، کریم صادق ۴۴ منډې لري. افغانستان ۶۲ منډې کړي او ۱۴ اور لا روان دی. دیارلسم اوور روان دی، ۵۵ منډې دي، کریم صادق ۳۹ منډې کړي. دولسم اوور روان دی ، افغانستان ۵۰ منډې لري، یو سوځېدلی. د یوولسم اوور په دریو بالونو کې ۴ منډې وشوې.
کریم ۳۳ منډې لري. له لسو اورونو وروسته افغانستان ۴۱ منډې لري. کریم صادق ۳۱ منډې کړي. اصغر په ۳ منډو ولاړ دی. اصغر دوه منډې واخېستې ، اوس افغانستان ۴۰ منډې لري. یو سوځېدلی. نهم اور روان ده په دوو لومړیو بالونو کې یوه منډه شوی. اصغر او کریم صادق ولاړ دي، کریم ۲۹ منډې کړي، اته اورونه شوي دي. اصغر یوه منډه واخیسته، اصغر د نورعلي پرځای راغلی، یوازینی بدلون، نور پروني لوبغاړي لوبه کوي. وبخښئ شفیق په دوو منډو سوځېدلی. داسې ښکاري چې کریم صادق بیا تېزه لوبه کوي هغه په ۲۲ بالونو ۲۷ منډې کړي لا تراوسه شپږم اوور روان دی. اصغر لا منډه نده کړې. شفیق په نهو منډو وسوځېد، اصغر یې پرځای راغی. افغانستان په پنځو اورونو کې ۲۵ منډې لري. شفیق ۹ او کریم صادق ۱۲ منډې کړي. شفیق الله او کریم صادق لوبه پيل کړی افغان بېټېسمینان میدان ته ننوتي، د ملي لوبډلې کپټان نوروز منګل ټاس وګاټه او لومړی یې منډو کولو ته زړه کړی. د ۲۰۱۱ کال د کرکټ نړیوالو سیالیو ته د لارموندنې په وروستي پړاوو کې افغانستان نن د سویلي افریقا فوټېچسټروم لوبغالي کې له برموډا سره دوهمه لوبه کوي. برموډا تېره ورځ خپله لومړنۍ لوبه متحده عربي اماراتو ته بایللې وه.
د ملي کرکټ لوبډلې کپټان نوروز منګل لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې له ډنمارک وروسته د ملي لوبډلې د لوبغاړو روحیه لوړه ده او تمه لري چې نن به هم برموډا ته ماتې ورکړي. ستوري هستي ګل عابد وویل افغان بالران باید نن بیا وړتیا وښيي او ښه لوبه به وکړي. کریم صادق چې ویکټ کیپر دی لر او بر ویبپاڼې ته له سویلي افریقا د ټیلیفون په کرښه وویل که څه هم تېره ورځ له ډنمارک سره په لوبه کې یې ګوته ټپي شوې ولې بیا به هم د ښه بال ، ویکټ کیپینګ او بېټېنګ ننداره کرکټ مینه والو ته وړاندې کړي.
کریم صادق تېره ورځ له ډنمارک سره په لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی شو، هغه د ډنمارک څلور لوبغاړي وسوځول او ۳۹ منډې یې وکړې. لر او بر ویبپاڼه به نن هم تاسو درانه له لوبې په جریان کې واچوي او بال په بال به جزئیات درته وړاندې کړي.