افغانانو له ډنمارک څخه د حضرت محمد(ص) دسپکاوي غچ واخيست

د لراوبر اداره | اپریل 2nd, 2009


تېر ماښام په خپل دفتر کې د کار پر مهال په انټرنيټ بوخت وم او د خبري معلوماتو په موخه مې بېلا بېل سايټونه  کتل ، چې ناڅاپه يوشمېر خبري سايتونو کې  بيړنى خبر خپرېدل پيل شو، دغه خبر سياسي ، امنيتي او يا اقتصادي نه و، خبر د لوبو او ورزش په اړه و، خو اهميت له سياسي او امنيت څخه ځکه ډېر و، چې د کرکټ د ٢٠١١ کال د نړيوال جام د غوراوي  د وروستي پړاو په سيالۍ کې  د افغان ملي لوبډلې اتلو لوبغاړو د ډنمارک لوبډلې   ته ماتې ورکړه..

 

ددې ترڅنګ چې له هر ملګري سره به مې روغبړ کاوه نو ترټولو مهمه خبره به يي  همدا دافغان لوبډلې لخوا دډينمارک لوبډلې ته ماتې ورکول وو

 

په رښتيا چې ډير ه دخوشحالۍ خبره وه چې افغان لوبغاړو څرنګه وکولاي شول چې دجګړو سره سره يې دلوبو په برخه کې داسې کسان وروزي چې په نړيوالو اتلوليو کې هغه هېوادونو ته چې شپه او ورځ دنړۍ دپرمختللو هيوادونو سره دتکنالوژۍ په برخه کې سيالۍ کوي اوځانونه دنړۍ په پرمختللو هيوادونو کې حسابوي  ماتې ورکړي .

 

که چېرې ځير شو نو دجنګ جګړو پايله خو بايد داسې واى چې په هرډګر کې له نورو څخه وروسته پاتي واى ، خو که وګورو يادې  شوې افغان لوبډلې په ډيره ميړانه توګه ډنمارکۍ ډلې ته ماتې ورکړه.

 

ډنمارک هغه هېواد  دى، چې يو تن اوسېدونکي يې تېر کال د مسلمانانو د ستر لارښود حضرت محمد مصطفى  (ص) کاريکاتور رسم او چاپ کولو د نړۍ سترې هستۍ ته سپکاوى وکړ. ، نوموړى دغه کار په قصدي توګه داسلام اوپه ټوليزه که ځير شو په عمومي توګه دمحمد رسول الله امتيانوته سپکاوى کړى دى .

 

که څه هم دافغانستان په ګډون ديو شمېر هيوادونو لخوا دډنمارک هيواد دغه  اسلام ضدعمل وغندل شو اواسلامي هيوادونوپه کلکه ددې موضوع دتعقيب اوتحقيق غوښتنه وکړه ، په بېلا بېلو ښارونو کې لاريونونه وشول او مسلمانانو د ډنمارک پر ضد خپله کرکه او غوسه راڅرګنده کړه . .

 

خودادى په ريښتينې توګه د محمد رسول الله ريښتيني امتيان (د کرکټ افغان لوبغاړي) چې دخپل هېواد په استازيتوب يادو شويو سياليو ته  چې د سويلي افريقې  په جوهانزبرګ ښار کې ترسره کېږي  دغه هېواد ته تللى دى .

په دې سياليو کې د نړۍ  ١٢ هېوادونه په کې ګډون لري  ،   چې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي ، افغانستان په ب ګروپ کې دى او په دې ګروپ کې ورسره برمودا، ډنمارک، کينيا، هالنډ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې سيالۍ ترسره  کړي .

ډنمارکيانو چې دمسلمانانو ستر لارښود ته سپکاوي کاوه اوهم يي له افغان لوبډلې سره سياليو ميدان ته راو دانګل نو  په دې فکر کې وو چې دداسې يوه جګړه ځپلې هيواد ( افغانستان ) سره سيالۍ ترسره کوي چې هغوي ټول وخت په جګړو کې تېر کړى او خپل برى به يي له و ړاندې څخه له ځانه اټکل کړي وي .

دمحمد رسول الله امتيانودوي ته په نړيواله کچه داسي ماتې اوشرمندګي ورپه برخه کړه چې له خداي پاک څخه غواړم چې په دواړو دنيا وو کې شرميدلي مخونه وګرزي اوداسې شرمنده شي چې بل آخره دوي خپله فکر وکړي چې داهماغه دمحمد رسول الله دکارتونودسپکاوي غچ يې رانه واخيست .

تيرکال او و ړم کام چې دډنمارکيانو لخوا زموږ دستر پيغمر ته کوم سپکاوي وشو نوهيڅ هيواد داسې څه ونه کړل چې دمسلمانانو ارزو دې پرې پوره شوي وي .

Ibrahimi.jornalist@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024