غزل

عطاالله محمدي | اپریل 2nd, 2009


هلته هورې پســـــــــې ګرځم


دلته دورې پســــــــــې ګرځم


 


دا څــو ورځې رانه ورك دى


په هر لوري پســـــــــې ګرځم


 


پاس اسمان ته هسې نه ځم


زه مې ستوري پســې ګرځم


 


د ژوندون په الـــــــف با كې


د عشق توري پســـې ګرځم


 


لا تر اوسه راســــــــــــــــــره و


بيا به سيوري پســې ګرځم


Copyright Larawbar 2007-2024