کور / تازه خبرونه / دشلو هستمنو هيوادو غونډه او غريبو هيوادو ته شا

دشلو هستمنو هيوادو غونډه او غريبو هيوادو ته شا


د کيوبا د انقلاب نامتو لارښود او ددې هيواد پخوانۍ جمهور رئيس فيډل کاسټرو چي دم درحاله د سپينږيرتوب شپې سبا کوي  په لندن کي د شلو هيوادو د مشرانو پر سرمشريزه غونډه باندي چي تازه پای ته ورسېده  سخت انتقاد  کړی دی .


 


د کيوبا خبري آژانس پرنسا لاتينا كوبا وايي چي فيډل کاسټرو په خپله مقاله کي پردې غونډي باندي د خپل انتقاد تاکيد ځکه کوي چي ۱۸۰ غريب هيوادونه په دغه غونډه کي برخه نه درلوده  او د نړۍ د ميلیارډو انسانانو سرنوشت يوازي  په هغه  پرېکړو او تصاميمو پوري  وتړل سو چي ماړه هيوادونو او څو محدوده اشخاصو هغه  ترلاس لاندي نيولي وه .


 


کاسټرو زياته کړېده چي لوی صنعتي هيوادونه په خپلو کي د زياتو توپېرونو  سره مخامخ دی  او د لندن سرمشريزه غونډه  په داسي حال کي شروع سوه  چي   هغوی د خپلو اقتصادي او ايډيالوژيکي تناقضاتو په وجه نړۍ د يوه  شديد بحران سره مخامخ کړې او د ډوبېدو خواته يې رهي کړېده. 


د ننۍ پېچلي نړۍ ځانګړتياوي بس په همدې څه  پوري اړه لري     .


 


کاسټرو د ډله ائزه رسنيو څخه هم انتقاد وکړ چي د نړۍ د اقتصادي بحران پر پرمختياوو او د ۲۰ هيوادو د ډلي د غونډي پر محتوياتو يې  غوږونه کاڼه اچولي او خپل ضعف يې ښودلی دی .


 


کاسټرو تازه ويلي وه چي د نړۍ خلک حق لري د نړۍ دمالي بحران په وجوهاتو ځان پوه او د هغه په اثراتو باندي  ځان خبر کي .