د ځوانيمرګ عبدالبصير عبرت لسم تلين
پوره لس کاله مخکي پښتو ژبي خپل يو مېړنی ځوان ، شاعر او د قرآن عظيم الشان حافظ ارواښاد ځوانيمرګ عبدلبصير عبرت له لاسه ورکړ .
شهيد عبرت په ۲۴ کلني کي د افغاني فرهنګ ، اسلام دين او پښتو ژبي له پاره خدمت د پام وړ خدمتونه وکړه او په همدې لاره کي يې چي لا تانده غوټۍ وه تر غوړيدو او ځليدو مخکي د خزان سېليو ورژاوه ، پښتو شعر يې له پنځونو او نوښتونو بې برخي سو او دتل له پاره زموږ څخه بېل سو .
د لر او بر ويبپاڼي چلوونکي ددې ځوانيمرګ شاعر د لسم تلين په ياد دده پاک روح ته د پاک خدای له درباره د مغفرت او بخښني لاس پورته کوي .
روح يې ښاد او ياد يې تلپاته
د ځوانيمرګ شاعر لنډ ژوندليک
ارواښاد عبدالبصير عبرت پر ۱۳۵۲ لمريز كال د زابل ولايت، ناوې والسوالۍ په بلبلي كلي كې زېږېدلى دى. له اره د وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ اوسېدونكى دى، چې پلار او نيكونه يې ډېر كلونه پخوا زابل ولايت ته راكډه شوي او هملته يې استوګنه غوره كړې ده.
په څوارلس كلنۍ كې يې د کويټي په يوه ديني مدرسه كې خپلې لومړنۍ زده كړې پيل كړې او بيا يې د همدې هېواد د بېلابېلو سيمو په ديني مدرسو كې درسونه وويل.
تر څه مودې وروسته بېرته خپل هېواد ته راستون شو؛ يو كال يې تېر كړى نه و چې بېرته کويټي ته لاړ او يو ځل بيا يې پر ديني زده كړو پيل وكړ، د يوه كال په بهير كې يې قران كريم په بشپړ ډول حفظ كړ.
نوموړي په خپل ژوند كې گڼ شمېر فرهنګي او ادبي كارونه ترسره كړي، د هرات او كندهار ولايتونو په اطلاعاتو او كلتور رياستونو كې يې ډېره موده د يوه ژمن او هوډمن ليكوال او ادبپال په توګه دنده ترسره كړې ده.
نوموړي پر دې بوختتياوو سربېره شاعري هم كوله چې د شعرونو ټولګه يې د ده تر شهادت وروسته د كندهار اطلاعاتو او كلتور رياست له خوا پر ۱۳۷۸ لمريز كال خپره شوه، په دې ټولګه كې د عبرت هغه شعرونه راغلي چې له ۱۳۷۰ – ۱۳۷۱ لمريز كال راوروسته شعرونه راغلي دي. كېدى شي دا ټولګه بشپړه نه وي او ډېر نور شعرونه يې له چاپه پاتې وي، ددې ټولګې ډېر شعرونه حماسي او رزمي بڼه لري، ورسره ځينې داسې بېلګې هم لولو چې د هنريت له مخې ډېر لوړ او ارزښتمن دي.
د عبرت شاعري دده د عمر په پرتله ډېره اوچته ښكاري كه چېرې ژوند ورسره وفا كړې واى نو عبرت به خپلې ټولنې ته داسې هنري بېلګې وړاندې كړي واى چې په ښو او معياري بېلګو كې وشمېرل شي، له بده مرغه نوموړى پر ۱۳۷۶ كال په بادغيس ولايت كې په شهادت ورسېد. او هنري ژوند يې هم نيمګړى شو.
د شعر بېلګه يې :
ښكلا
ستا دښايست په بدرګه كې و يو لمر درسره
يوه سپوږمۍ وه بل د ستورو غټ لښكر درسره
ستا له راتلو سره د جهل تيارې شولې رڼا
چې د تيارو پر سينه ښخ شو ها خنجر درسره
رادې وړې موږ ته د حيا له ميو ډكې پيالې
چې د حيا او حلم كان و هغه غر درسره
دا واړه ښكلي صفتونه دي په تا كې نغښتي
جام د جمشېد، بوى د ختن، غږ د حيدر درسره
د حيرت ګوتې ورته غاښ باندې عقلونه نيسي
چې حكما ورته حيران دي ها هنر درسره
ستا په دربار كې څو وګړو ښې تحفې وړاندې كړې
زما عبرت دې په تحفه كې وي دا سره درسره .
1373ل كال، زيارت يادونه : پورتنی شعر خوږژبي نعت ويونکي صديق شا صديق په ترنم کي ويلی دی .
ځي
چې يې له ژوند نه جنازه دارمانونو وځي
له هغه زړه نه كاروانونه د اهونو وځي
چې د رودونو قافلې ور په كې شپې تېروي
خاموشې څړيكې له زخمي زخمي زخمونو وځي
چې په نغمه يې غرغړې ته لا نڅاوې كېږي
هغه كړنګا خو د سرو ميو له جامونو وځي
سحره! تا به زموږ اسمان لره په زور راولي
د لوړ تكل زلميان نن بيا له زندانونو وځي
ګوره قاتله! انتقام نه چې بېغمه نه شې
د كسات غشي لا اوس هم له دې قبرونو وځي.