طالبان په غزني کي د ۷ افغان سرتېرو د وژلو ادعاکوي

د لراوبر اداره | اپریل 3rd, 2009


وسله والو کسانو نن سهار د غزني د آوبند په ولسوالي کي د ملي پوليسو پر پلي ګزمه د بريد او مخامخ جګړې په ترڅ کي ۷ تنه سرتيري ووژل سول ، د توره بوړه جهادي محاذ وياند قاري سجاد د پېښي پخلی کوي  او ادعا کوي چي د ملي پوليسو يو موټر يې تر پېښي هغه مهال په ريموټ کنټرول ماين والوزاوه  او ټولي سپرلۍ يې ووژل سول کله چي يې غوښتل وژل سوي کسان له سيمي ولېږدوي ، قاري سجاد وايي په دې پېښه کي ددوی جنګياليو ته زيان نه دی اوښتی .


د توره بوړه جهادي محاذ چي ځانونه د مولوي خالص جهادي ډلي پوري اړوند  طالبان بولي هغه ډله ده چي د اسلامي امارت د طالبانو سره په همکاري ددولت او بهرنيو قواوو پر وړاندي جنګيږي ، دا محاذ د شاوخوا يو کال راهيسي د بېلابېلو پېښو پړه پرغاړه اخلي .

Copyright Larawbar 2007-2024