کور / خبرتیا او پيغامونه / د شمال مېشتو فرهنګيانو د خواخوږۍ پيغام

د شمال مېشتو فرهنګيانو د خواخوږۍ پيغام

 


ډېر خپه شوو، چې د مېرمن كلتوري ټولنيز بهير تكړه غړې اغلې توبا ندا ساپۍ د خداى بښلي پلار د مړينې خبر راورسېد.


اغلې ندا او درنې كورنۍ ته يې د شمال ټول فرهنګيان د صبر غوښتونكي او په دې غم كې ورسره ځانونه شريك بولي.


 


ارواښاد د هېواد له درنو او زيار ويستونكو مشرانو څخه يو و، له ټولنې څخه لرې والي يې يوه تشه رامنځ ته كړه.


 


د شمال ټول فرهنګيان ورته د جنت لپاره لاسونه لپه كوي او د پښتو ادب پالونكې ندا ساپۍ او كورنۍ ته يې د خواخوږي مراتب وړاندې كوي


 


جنت يې ځاى او اروا يې ښاد.