نيويارك: بيت الله مسود دونه پياوړى هم نه دئ

34 | اپریل 4th, 2009



د امريكا د متحده ايالاتو د فدرالي ادارې استخباراتي شبكې ايف، بي، آى وايي داسي نښي نه ليدل كېږي، چي د نيويارك د مهاجرينو پر دفتر د جمعې د ورځي بريد دي بيت الله مسود پلان كړى وي.
بيت الله مسود نن د هغه حملې مسئوليت پر غاړه اخيستى و، چي پرون د نيويارك په ښار كي د مهاجرينو په يوه دفتر كي ترسره سو ۱۶ كسه يې مړه او څلور يې ټپيان كړل.
پوليس وايي بريد كوونكى ويټنامى وو، چي خپل ځان يې هم ويشتلى دئ.
امريكا تېره مياشت د بيت الله مسود پر سر پنځه ميليونه امريكايي ډالره انعام كښېښاوه، چي ورسره سم مسود هم امريكا ته ګواښونه پيل كړل.
بيت الله مسود وويل پر امريكا به داسي حملې وكړي، چي نه يوازي سپينه ماڼۍ، بلكي دنيا به هم له حيرته ګوته په غاښ ورته پاته سي.
 

Copyright Larawbar 2007-2024