مسته هلمنده !

د لراوبر اداره | اپریل 5th, 2009


مسته هلمنده دغرونوپرڅنډه


بيادې فوځونه ديرغلگروښكيل دي


بيادې اخته په تاخوني مرض كړل


بياپه ژړاوو اوويرونوښكيل دي



بيادې په غيږكې كوربانه راگيردي


بيادې وركړى ددوزخ غوټې دي


بيادې گيركړي دبامالښكرې


بيادې ايستلي ترسينوچړې دي



لايې كيسې خپل دنيكونوهيرې


چې يې په وينوسيلابونه جوړوه


پرهرپرهريې ستاميوندليكلي


په ډيرومړويې دوزخونه سوړوه



بيايې كرلي پرځانودي تبې


بيايې ليدلي شيطاني خوبونه


روحان يې قبض جسدونه پاته


بيادې مړه سوي يرغلي ټانگونه



مسته هلمنده دغرونوپرڅنډه


بيادې واړه بچي ښكارونه كوي


بيادكرملين پركورټكى اوري


بيادې زلمي څنگه وارونه كوي



اى يرغلگره تاچې بې پلاره بلل


دايتيمان دې اوس هډونه چوري


تاچې په فكركې واړه گڼله


داماشومان دي اوس كورونه چوري



بيادې په دښتوباندې وينې ښوري


بياخونيان شول وږي تږي زمريان


بيادې ليكلي احمدشاه پرتوره


بيادې منگل كې مردارسوي ليوان


مسته هلمنده دغرونوپرڅنډه


بيادې كونډيانې درديدلې ښكاري


بيادانگريزدسره سترگې باسي


بيامدعاوې جگيدلي ښكاري



هغه سكروټې دې سره اورونه جوړسول


هغه مړې سوې تورې دې بياجگيږي


دهرپرچون پرلښ هلمندجوړوي


هره ميره دې په مستى نڅيږي



څرنگه پرچونه دهلمندبازارسوداكړل


څونده دې وپلورلې ورباندې خپلې وينې


مړې ككرى دې خپل دنيكونوشماركړې


څنگه ليلام دې كړلې خپلې ښاغلي ويني



ټول مرامونه دې دوزخ ته يووړل


خپل نوروسپوته هم نصيحت وكړه


چې دهلمندپه غيږكې اورپرځيږي


بيادزمريانوعداوت مه كړه



مسته هلمنده دغرونوپرڅنډه


بيادې خپل نوم پرجهان وځلوي


احمدي دادميرويس خان كوردى


بيايې دښمن له ځانه وخوځوي



غزني


۲۰۰۹-۳-۶

Copyright Larawbar 2007-2024