افغانستان له هالنډ سره لوبه كوي

34 | اپریل 6th, 2009



د ۲۰۱۱ كال د كركيټ نړيوالو سياليو ته د وروستي پړاو په لوبو كي افغانستان د هالنډ له هيواد سره لوبه كوي.
افغانستان په دې ډيويژن كي پنځه لوبي لري، چي درې ترسره كړي او دوې ورته پاتي دي.
له ډنمارك او برموډا څخه يې دواړي لوبي ګټلي، خو د كينيا پر هيواد يې لوبه وبايلله.
افغان لوبډله كه څه هم وروستۍ لوبه يې وبايلله، خو د كركيټ د نړيوالي شورا په وينا د دې هيواد د لوبغاړو تجربې، سابقې او امكاناتو ته په پام سره، هغوى د نړۍ تر ډېرو هيوادونو په دې ډګر كي خورا ښه ځليدلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024