" /> " /> " /> " /> د زيارمل زيار  – لراوبر ویب پاڼه
کور / نثر / د زيارمل زيار  video

د زيارمل زيار  video

هو ښياران وايي زيار د بري پيل دئ ځکه خو زيار مل خپل تخلص ته کلکه غاړه ورکړې او تل د هغه پلوي کوي . هغه په ډير کم عمر کي د شعر ليکلو ته مخه کړه تر داسي اندازې چي ډير ژر په ولايتي سطه په سترو سترو مشاعرو کي را څرګند سو د بست فرهنګي ټولني غړي توب يې ترلاسه کړ.


په دې وروستيو کي يې يوه بله هڅه پيل کړې چي زما ددې ليکني مطلب هم د زيارمل د هغي هڅي ستاينه ده .
زه شاولي زيارمل يادوم چي تر دا مهال به ١٨ کلن وي او په ١٠م ټولګۍ کي زدکړي کوي .ښاغلي زيارمل په يوه کتابچه کي چي ټولي پاڼي يې  د زړونو په انځورونو ښکلي سوي دي تر دا مهال يې د هلمند د ٤٣ شاعرانو شعرونه او انځورونه را غونډ کړي دي دا پروسه لا دوام لري . نوموړي دا هر څه په دمره حوصله او زغم سره پر مخ وړي چي سړى فکر نه کوي  .


د کتابچې په ښي اړخ پاڼو کي د شاعرانو عکسونه او په کيڼ اړخ کي يې شعرونه ليدل کيږي . شعرونه هم د زيار مل په هنرمنو ګوتو په ښکلي خط ليکل سوي دي د شعر عنوان ، د شعر په مقطع کي شاعر نوم او تر شعر لاندي د شاعر پوره نوم په يو ډول ځانګړي ډيزاين کي په سره قلم ليکل سوي دي او شعرونه په شين قلم . تر هر عکس لاندي هم د شاعر نوم ليکل سوى دى . زيارمل تر داسي اندازى زيار استلى چي د وس تر بريده يې تر عکس لاندي د هغه شاعر لاسليک هم اخستى دى چي دا يو ډير پوخ کار ګڼل کيږي .


منم چي لوستونکي به ووايي دا کار خو نورو هم کړى دى حتي تر دې زيات چي ښه بيلګه يې د شاعرانو تذکرې او نور کتابونه دي چي پخوا به په ګوتو ليکل کيدل خو دلته اصل بل څه دى که لږ ځير سو .


په هلمند غوندي ولايت کي چي نه يوازي په افغانستان کي بلکه په ټوله نړۍ کي يو بدنامه سيمه ګرځېدلې ده ، نن يو داسي طوفان پکښي تيريږي چي علم ، پوهه ، عاطفه ، احساس او مينه يې په مخه کړي ، د ځوانانو له ذهنه احساس او درک پاکوي نو په دغه سي حالاتو کي يو تنکى ځوان چي لا روزني ته اړتيا لري ، لا د مشرانو ميني ته په طمعه ښکاري کلي په کلي کور په کور په شاعرانو پسي ګرځي عکسونه او شعرونه ورڅخه را غونډوي او بيا تر نمو شپو د څراغ و تيتي رڼا ته هغه شعرونه او عکسونه چي نن يې را غوڼد کړي دي په هغه ځانګړې کتابچه کي په ډيره مينه او هنر ځاى پر ځاى کوي .


ستاسو په اند که چيري په راتلونکي نسل کي داسي چا ته دا کتابچه په لاس ورسي چي مشرانو  يې د هلمند په اړه په ذهن کي ورته  زهر شندلي وي ، کرکه يې پکښي کرلې وي . داسي يو کس به ددې کتابچې په ليدو نرم نسي ؟ د زړه څخه به يې هغه غلط خيالونه ونه وځي چي د دې سيمي  خلکو مينه نه پيژندل .


په پاى کي محترم شاولي زيارمل ته په خپلو هڅو کي برياليتوب غواړم خداى دي وکړي چي دده په څير نور تنکي ځوانان مټي را بډوهي او دنيا والو ته دا څرګنده کړي چي هلمند پر مينه مين دئ .


ګل اغا خوشدل - هلمند


 


څلوريځي


ګل اغا (( خوشدل ))


د يار خندا راته خندا نه ښکاري


د يار ژړل راته ژړا نه ښکاري


د يار داغټو سترګو ه چي ګورم


زما د يار خوله کي مسکا نه ښکاري


 


راغلى پسرلى ټول بلبلان کوي ريزونه


ټول خلګ خوشحال دي باغوان کړي ګلونه


هر خواته چي ګورم څومره ښکلى معلوميږي


د ګل غوټۍ غوړيږي ګلان کوي بويونه


 




رفيع الله ايثار - هلمند


 


غزل


رفيع الله (( ايثار ))


چي ميده ميده خندا کوي دا څوک ده ؟


چي هميش د زړونو غلا کوي دا څوک ده ؟


نه پوهيږم زړه يې زما دى رانه وړى


په ځوانۍ چي فخر دا کوي دا څوک ده؟


چي پرلاره باندي ځي عجيبه خوند کړي


لکه لمر چي تجلا کوي دا څوک ده ؟


توره شپه کي ښکلي ستوري غوندي ښکاري


توره شپه کي چي رڼا کوي دا څوک ده ؟


د مجنون په شان عاشق ورباندي سولم


پر مجنون چي ظلم دا کوي دا څوک ده ؟


چي هر وخت يې يادومه زما ياديږي


زما پر زړه چي لوبي دا کوي دا څوک ده ؟


لکه شمع غوندي هر وخت ويلي کيږم


چي بورا څه ګيله دا کوي دا څوک ده ؟


ما (( ايثار )) ته دعا وکړئ اى ملګرو


چي په زړه راته ښيرا کوي دا څوک ده ؟






الحاج محمد حنيفي - هلمند


 


وخندل


ملا محمد حنفي ( چي اوس يې د نازه ملګري حنفي بابا بولي )


 


دسترګو تور زما پر حال و خندل


زړه مي د ميني پر جنجال و خندل


له وچو شونډو نه مي ويني توى سوې


چي زړه زما په يوڅه خيال و خندل


خيال او هوس مي لا دماغه څخه


کډه وه کړې بل څه جال و خندل


د خال او خط فکر دماغ کي مي وو


په وچو شونډو خط و خال و خندل


د ليونو د ليونتوبه سره


بيا د جنونه شوخ شمال و خندل


زما ليونتوب يوه اسره د جنون


صحرا جنون ته په څه قال و خندل


منصور مي وليد تصور کي پر درا


پر سر د درا منصور خوشحال و خندل


(( حنفي )) اوسه ليونى و اوسه


دى ليونتوب کي دي جلال و خندل