روزګان: يو هالنډى عسكر مړ پنځه تپيان سول

34 | اپریل 7th, 2009


اسوشيېټيډ پريس آژانس د هالنډ د دفاع وزارت په حواله خبر وركړ، چي د روزګان په ولايت كي يې يو عسكر مړ او پنځه ټپيان سوي دي.
د هالنډ د دفاع وزير ايمرت وان ميډلكوپ وايي مرګ ژوبله په ياد سوي ولايت كي د هالنډي عسكرو پر مركز تر راكټي بريد وروسته اوښتې ده.
د راپور له مخي د وژل سوي عسكر عمر ۲۰ كاله او د ټپيانو دا له ۱۹ څخه تر ۲۴ پوري په ګوته سوي دي.
په ټپيانو كي دوه افغان عسكر هم شامل دي.
هالنډ په افغانستان ۱۲۰۰ عسكر لري چي د ۲۰۱۰ كال په اګست كي يې ماموريت پاى ته رسېږي.



وژل سوئ هالنډی عسکر (ازدين چادلي) چي تازه دمی روزګان ته ستون سوئ وو.


 

Copyright Larawbar 2007-2024