د اوبو سمول
داوبو زېېرمې هغه زېرمې دې چې اوبه ېې د انسانانو د اړتېاؤ د لېرې کولو په منظور استعمالېږې.د اوبو د استعمال سا حې عبارت دې له : کرهڼې، صنعت،استوګنځاېونه ،تفرېحې ساحې او دچاپېرېال دژوند فعالېتونه .په دغو ټولو ساحوکې د پاکو او تازه اوبو کارول ضرورې او حېاتې کار دې.
دمځکې د مخ د اوبو په سلو کې 97.5 مالګېنې اوبه دې . ېوازې په سلوکې 1.5 تازه او پاکې اوبه دې د کومو چې دوه بر درې برخه ېې به قطبې او ېخچالې مناطقو کې کنګل سوې اوبه دې.پاتې اوبه ترمځکې لاندې اوبه دې چې ېوه کمه اندازه ېې د مځکې پر مخ او به هوا کې د بخار په شکل دې
دتازه او پاکو اوبوزېرمې د تجدېد وړسر زېرمې دې.تر اوسه پورې دنړۍ تازه او پاکې اوبه په دوامداره توګه مخ پر کمېدو دې .اوس هم د نړې په ډېرو برخو کې د اوبو اړتېا نسبت د اوبو تهېه کولو ته زېاته ده ، دا ځکه چې د نړۍ دنفوسو شمېر ورځ په ورځ زېاتېږې اوهم په دې تناسب او بو ته هم اړتېا ډېرېږې.په ټولې نړۍ کې د ژوند د چاپېرېال داوبود زېرموفعالیتونه د تهدېد سره مخامخ دې.ېوازې په دې ورستېو کلونو کې ، د شلمې پېړۍ په جرېان کې ېوازې د نړې نېماېې برخې خپل لندبل او دچاپېرېال فعالیتونه د لاسه ورکړېدې . دژوند تنوع- د زېاتې تازه اوبوموجودېت او چاپېرېالې سېستم د خرابوالې خواته درومې.د اوبو د موجودېت جوکاټ او د اوبود زېرمو څخه ګټه اخېستل د اوبو حقوق تشکېلوې.
دمځکي د مخ اوبه :
دمځکې د مخ اوبه عبارت له هغو اوبو څخه دې چې په سېندونو ، ناورونو کې موجودې دې. د مځکې د مخ اوبه په طبعې توګه د بارانونو په واسطه اضافه کېږې او هم په طبعې توګه د بحرونو د تبخېر د کموالې اوپه مځکه کې د جذبېدو په اثر کمېږې.
که څه هم په طبعې توګه د مځکې د مخ اوبه د هرې منطقې په بارانې موسم پورې اړه لرې ، ولې نور فکتورونه هم سته چې د مځکې د مخ د اوبو پر اندازې باندې اثر اچوې .دا فکتورونه عبارت دې له په ناورونو کې د مځکې د جذب اندازه ، د خاورې د نفوذ اندازه ، د اوبو د جرېان تېزوالې چې داټول فکتورونه د اوبو د کموالې پر تناسب اغېزه کوې.
د انسانانو فعالېتونه تر زېاتې اندازې پر پورتنې فکتورونو باندې پوره اثر لرې .انسانان کله چې د اوبو بندونه جوړوې دهغو په اثز اوبه ذخېره کېږې او بېا کله چې په زه ناکو مځکو کې زهبران جوړوې اوبه کمېږې.انسانان همدارنګه د اوبو جرېان زېاتولاې سې او هم ېې کمولاې سې او همدارنګه د مځکې په تخته کولو سره د هغې د جذب اندازه کمولاې سې .
په ېوه ټاکلې وخت کې د اوبود مقدارټوله موجودېت معلومول ډېره مهمه پرېکړه ده.دبشر د اوبو ځېنې زېرمې نړېوال اهمېت لرې . دمثال په توګه ځېنې فارمونه د پسرلې په موسم کې زېاتو اوبو ته ضرورت لرې ، ولې په ژمې کې د اوبو ضرورت هېڅ نه احساسېږې.وداسې فارمونو ته د اوبو تهېه کېدل ددې ضرورت پېداکېږې چې باېد دمځکې د مخ د اوبو غټې ذخېرې جوړې سې ، تر څو د ضرورت په وخت کې ورڅخه کار واخېستل سې.په ځېنو ځاېونو کې ځېنې کسان بېا په دوامداره توګه د اوبو و استعمال ته ضرورت احساسوې . لکه د برېښنا د ستېشن لپاره.دداسې ستېشنونو د پاره باېد د اوبو ذخېرې جوړې سې تر څو د ضرورت په وخت کې ورڅخه کار واخېستل سې .
په هر صورت . په اوږد مهاله موده کې د باران په موسم کې د ورښت اندازه د اوبومتوسطه اندازه ټاکې ، چې په بارانې موده کې څومره ورښت صورت نېولې دۍ.
په طبعې توګه د مځکې د مخ اوبه کېداې سې چې د ېوه ځاېه وبل ځاې ته د کانالونو او پاېپونو په واسطه ورسولې سې. په مصنوعې توګه کېداې سې چې د ذکر سوو زېرمو څخه دېوې زېرمې اوبه و بلې زېرمې ته انتقال کړاې سې.انسانان کولاې چې د مځکې د مخ د اوبو په ضاېع کولو کې پوره برخه واخلې. دمثال په توګه د اوبو چټلول . دالاندې د اوبو جرېان وګورې
تر مځکي لاندي د اوبو جرېان :
تر مځکې لاندې اوبه هغه تازه او پاکې اوبه دې چې د مځکې په رګونو او ډبرو کې جرېان لرې .هغه اوبه هم تازه اوبه بللې کېږې چې په مځکه کې تر سختو ګارو لاندې بهېږې .ځېنې وخت دا خبره ډېره کټوره ده چې د مځکې دلاندې اوبو او تر ګارو لاندې اوبو توپېر سره وکړاې سې .
تر مځکې لاندې اوبه کېداې سې د مځکې د مخ اوبه ، راغلې ، تللې او ذخېره سوې اوبه وګڼو.عمده توپېر دادې چې دهغو د سست دوران په خاطر ،عموما تر مځکې لاندې ذخېره سوې اوبه نستب د مځکې د مخ راغلو اوبو ته ډېرې زېاتې دې. دغه توپېر موږ ته دا نتېجه په لاس راکوې چې د انسانانو د پاره دا کار ډېر اسانه دې چې تر مځکې لاندې اوبه په غېر دوامداره توګه د ډېرې مودې د پاره استعمالې کړې .په هر صورت، د ډېرې مودې په جرېان کې دهغو اوبو وسطې اندازه جرېان چې د مځکې د لاندې اوبوپه زېرمو پورې اړه لرې،دلګښت وسطې اندازه ېې په هم دغې زېرمې پورې تړلې دې .
تر مځکې لاندې د اوبو طبعې جرېان د مځکې د مخ د اوبو په جرېان پورې تړلې دې .ترمځکې لاندې اوبو طبعې جرېان عبارت له چېنو او سېندونه دې چې سمندرونو ته لوېږې.
که چېرې ترمځکې لاندې اوبه دتبخېر تر اثر لاندې راځې، په دغه صورت کې تر مځکې لاندې اوبه مالګېنې کېږې . داډول حالت په طبعې توګه په ولاړو اوبو کې رامېنځته کېږې او ېا په هغو کرنېزو مځکو کې چې په مصنوعې توګه خړوبه کېږې.د سمندرونو د غاړو ساحې،چېرې چې انسانان دهغوځاېونوڅخه دمځکې لاندې اوبه استعمالوې کېداې سې چې د سمندر اوبه هغې خواته حرکت وکړې او اوبه مالګېنې کړې . کېداې چې د انسانانو په واسطه د مځکې لاندې اوبه د چټل کېدو په واسطه ضاېع سې . همدارنګه انسانان کولاې سې د بندونو او ذخېرو په جوړولو سره د مځکې لاندې اوبه زېاتې کړې
په مځکه کې اوبه په هغه ساحه کې وجود لرې چې هغې ته تر ګارو لاندې ساحه واېې. د باران اوبه کښته ځې او تر ګارو لاندې ذخېره کېږې.په طبعې توګه د ګارو طبقه و هغې ساحې ته نژدې وې چېرې چې اوبه لرې .په طبعې توګه د اوبو اندازه په دا ډول ساحو کې دمځکې د ذراتو اندازې پورې اړه لرې .ددې مانا داده چې کله چې ذرات واړه وې اوبه په ښه توګه نفوذ نسې کولاې او د اوبو اندازه کمېږې.
د اوبو بې مالګې کول ېا خوږول :
داوبو بې مالګې کول ېو مصنوعې عمل دې چې د بحر مالګېنې اوبه په خوږو اوبو باندې اوړې .د مالګېنې اوبو د خوږولو عمومې طرېقه د اوسموزس شاته حرکت دې . دا طرېقه ېوازې هغه وخت ګټوره ده چې په زېاتې پېمانې د اوبو خوږوالې په وچو منطقو کې پېل سې .په زېاته پېمانه دا کار د پارس په خلېج کې پېل سوېدې.
يخي سوي اوبه :
پورتنې شکل په نوې پېدا سوې مځکه کې عکاسې سوېدې
دډېرو پروژووړاندېزونه سوېدې ترڅو د اوبو دزېرمې په توګه د اوبو ېخول پېل سې ، تر اوسه پورې دا کار ېوه غېر عادې پروسه ده ېخچالونه د مځکې د مخ د اوبو څخه لاسته راځې
:دخوږواوبو استعمال
دخوږواوبو کارول دوه ډوله دې لکه د استعمال وړ اوبه او د نه استعمال وړ اوبه . اوبوته هغه وخت د استعمال وړاوبه وېل کېږې چې په دغه وخت کې د بل هدف د پاره نه کارول کېږې .هغه اوبه چې کښته جذبېږې او هواته تبخېر کوې دې اوبوته د استعمال وړ اوبه واېې.همدارنګه هغه اوبه چې دکرهڼې په تولېد کې ورڅخه کار اخېستل کېږې. هغه اوبه چې کارورڅخه اخېستل سوېوې او د مڅکې پر مخ بهېږې لکه چټلې اوبه ، دې ډول اوبو ته د نه استعمال وړ اوبه واېې او ېا داچې دا ډول اوبه باېد د بل کار د پاره وکارول سې.
کرهڼه :
دا د ېوه فارم ساحه ده
داسې تخمېن سوېدې چې په نړې کې په سلو کې 69 اوبه د کرهنې د پاره استعمالېږې د کومو څخه چې په سلو کې د 15-35 پورې دلاسه وزې او کار ورڅخه نه اخېستل کېږې
دنړې په ځېنو برخو کې ددې ضرورت سته چې ډېر نباتات وکرل سې ، په ځېنو نورو برخو کې بېا د ډېرو ګټورو نباتاتو کرل اړېن کار دې . دمځکې دخړوبولو مختلفې طرېقې سته چې د نباتاتو د حاصلاتو د ورکولو،داوبو د استعمالولو اود سامان الاتودلګښت دپاره د پانګې اچونې په منظور استعمالېږې. دمځکې د خړوبولوڅو طرېقې دې لکه په لښتېو ،ډنډو اوابپاشې سره دمځکې خړوبول.دمځکې د خړوبولو ډېرې مؤثرې طرېقې سته لکه په څاڅکو ېا drip or trickle سره اوېا د مصنوعې باران ېا sprinklers په واسطه د مځکې خړوبول دې . که څه هم دا سېستمونه ډېر لګښت غواړې خو د اوبو د ضاېع کولو او تبخېر مخه نېسې . د مځکې د خړوبولو هر سېستم چې په سمه توګه اداره نسې ګټور نه تمامېږې .که چېرې د مځکې د تبخېر کنترول صورت ونه نېسې ډېر غټ تاوان رسوې او هغه داچې د مځکې لاندې اوبه مالګېنې کوې.
دنړې نفوس ورځ په ورځ زیاتېږې او ددې سره سم و خوراکې موادوته تقاضا هم مخ په زېاتېدوده ولې د اوبو اندازه معېنه ده ، نو د همدې علت په نظر کې نېولو سره په کار داده چې د اوبو د مؤثرو او ګټورو طرېقو څخه چې په هغو کې د اوبو ضاېعات کم وې او د مځکې د تبخېر څخه مخنېوې وکړې کار واخېستل سې . په دې ځاې کې په کار داده چې د اوبو د استعمال سمه اداره ، د مختلفو نباتاتو کرل او د اوبو پر استعمال باندې نظارت ټېنګ کړاې سې ،
صنعت:
دبرق ستېشن
دا ډول اټکل سوېدې چې په نړې کې دموجوده اوبو څخه په سلوکې 15 په صنعت کې کارولې کېږې.ددې جملې څخه د برېښنا ستېشنونه ډېرې اوبه غواړې، چې په هغو سره جنراتورونه چلوې او ېا دماشېنونو د سړېدو د پاره ورڅخه کار اخلې ، په فابرېکو کې د کېمېاوې موادو د حل کېدو په خاطر ورڅخه کار اخېستل کېږې.
دکورنې اړتېا اوبه :
دچېښلو اوبه :
داسې اټګل سوېدې چې د نړې موجوده اوبه په سلو کې 15 د کورنېو د پاره استعمالېږې چې په هغو کې چېښل ، غسل کول ، د خوړو پخول ، د جامو مېنځل او داسې نو شامل دې. ددې ضرورت سنجس داسې سوېدې چې په ورځ کې د ېوه نفر ضرورت اوبه 50 لېتره دې په دې مقدار اوبو کې د کور د باغچې اوبېدل هم شامل دې.
تفرېحې اوبه:
چټکي اوبه
تفرېحې اوبه :تفرېحې اوبه که څه هم لږ دې ، خو بېا هم استعمال ېې په چټکې سره زېاتېږې.تفرېحې اوبه عموما ذخېره سوېوې.کله چې ذخېره ډکه وې نو بېا د تفرېحې کارونو د پاره لکه لامبو وهل ، کښتې ځغلول او داسې نورو دپاره استعمالېږې چې دې ډول اوبو ته د تفرېح کولو اوبه واېې. دا اوبه کېداې سې چې د استعمال وړ اوبه وې او هم کېداې سې چې د استعمال وړ اوبه نه وې.
چاپېرېالې اوبه :
دچاپېرېالې اوبو استعمال که څه هم ډېر کم دې ، خوبېا هم فیصدې ېې د ټولو اوبوداستعمال په تناسب ورځ په ورځ زېاتېږې.چاپېرېالې اوبه عبارت دې له مصنوعې جبه زارونه ،مصنوعې ناورونه چې د وحشې حېواناتو د روزنې په منظور اېجادېږې، د بندونو پر غاړه د ماهېانو حوضونه او د اسې نور.
لکه تفرېحې اوبه ، دچاپېرېالې اوبو استعمال هم دنه استعمال وړ اوبو څخه شمېرلې کېږې، ولې کېداې سې چې د نورو استعمال کونکو د پاره په ځېنو وختونو او ځاېونو کې د اوبو په موجودېت کې کموالې راولې . د مثال په توګه ،د ماهېانو دتولېد په خاطرد ذخېرې څخه د اوبو اېله کول دا امکان له لاسه ورکوې چې هغه اوبه بېرته اصلې ځاې ته راوګرځې .
اوبوته اړتېا :
د 1970-2000 کال پورې په مخ په ودې مملکتونو کې د چښاک اوبو ته د خلګو دلاس رسې تخمېن.
اوبوته د ااړتېاؤ فرضیه ېوه ساده موضوع ده .د دوامداره ودې په هکله دنړې کاروبارې کانسل داسې غو
ښتنه کوې چې د ټولو اړتېاؤدلېرې کول په خاطرکافې اوبه وجود نلرې، که اړتېا په کرهڼه کې وې، که په صنعت کې وې او ېا مدنې ژوند کې.دېوې کورنې د اوبو د احساسولو ، ضرورت او مؤثرېت معلومول ډېره پېجلې موضوع ده .په هر صورت ،کله چې دېوې کورنې د تازه اوبو کلنې ضرورت تر 1700 متر مکعب کښته وې ،نو په داسې منطقو کې خلګ د اوبو د کمبود احساس کوې . تر 1000 مکعب متره کښته اوبه، ددې سبب ګرځې چې د انکشاف مخ بند سې اود بشرې ټولنې روغتېا او صحت ته تاوان ورسېږې .
دنفوسو زېاتوالی :
په 2000 کال کې د نړۍ د نفوسو شمېر 6.2 بېلېونه ؤ. دنړېوال سازمان د تخمېن پر اساس په 2050 کال کې به 3 بېلېونه نورهم اضافه سې او دا زېاتوالې به تر زېاتې اندازې په مخ په ودو هېوادونو کې صورت ونېسې چېرې چې همدا اوس د اوبو کموالې اساسېږې.د همدې واقعېت پر اساس که چېرې د اوبو زېرمې زېاتې نسې او ددې حېاتې مادې دوران دوباره احېا نسې و اوبو ته تقاضا نوره هم تقاضا زېاتېږې
د شتمنۍ ډېروالی :
شتمنې ډېره سوېده بالخصوص په دوو پر نفوسو مملکتونو – هند او چېن کې .که څه هم شتمنې زېاته سوېده ددې سره سم دهرې ورځې او په اونې په تېرېدو سره د اوبو مصرف هم ډېرېږې او اوبوته تقاضا زېاته سوېده .
د کاروباري فعالېتونو پراخوالی :
د کاروبارې فعالېتونو شمېره بېحده زېاته ده چې د مختلفو صنعتې فعالېتونو څخه نېولې بېا تر نورو خدماتې او داسې نورو فعالېتونو پورې دا ټوله په چټکې سر وده کوې . دا ټوله و اوبو ته ضرورت لرې. هم دا علت دې چې د اوبو پر زېرمو باندې زېات فشار راځې او طبعې زېرمې تر تهدېد لاندې راولې
دښارونو چټکه وده:
ښارونه په ډېرې چټکۍ سره وده کوې. کوچنې څاګانې او د چټلو اوبو مخزنونه چې په کم نفوسو ځاېونو کې کارول کېدل اوس نور نسې کولاې چې د نفوسو په ډکو ښارونو کې کار ورکړې . دښارونو فراخېدل دې کار ته بېحده ضرورت لرې چې د تازه اوبو په تهېه کولو کې پوره پانګه واچوله سې او د چټلو اوبو مخزنونه جوړ کراې سې ، تر څو د خلګو او د صنعت ضرورتونه پوره کړې او که دا کار صورت ونه نېسې ، دا به د ېوې غټې انسانې فاجعې سبب وګرځې .
د اقلېم بدلون :
په نړې کې د اقلېم بدلون د اوبو پر زېرمو باندې د لېدو وړ اثر اچوې ،دا په دې خاطر چې د اقلېم او دهاېدرو لوژېکې دوران په مېنځ کې ډېرې نژدې اړېکې موجودې دې .د تودوخې زېاتېدل ددې سبب ګرځې چې د تبخېر اندازه لوړه سې تر څو په نتېجه کې په منطقوې لحاظ د اورښت په اندازه کې تغېرات راولې .په عمومې توګه د تازه اوبو اندازه زېاتېږې.په مختلفو وختونو او مختلفو منطقو کې د وچکالې او سېلابونو د راوېستلو، دواورو د اورېدلو او د واورو د وېلې کېدلو سبب ګرځې .داقلېم د بدلون مانا داهم ده چې ډېرې مځکې تر کښت لاندې راسې ، باغونه ، بندونه ، ناورونه، د اوبو تمځاېونه او حتې د لامبو حوضونه او داسې نور جوړ سې .
دګارو له مېنځه وړل :
دخلګو د نفوسو د زېاتوالې په خاطرد اوبو رقابت دومره زېات سوېدې چې د نړۍ په ډېرو ځاېونو کې ېې ګارې له مېڼځه وړې دې. دا کارپه دې خاطر کېږې چې د ېوې خوا د خلګو د اوبو مصرف زېات سوېدې اودبلې خوادکرهڼې د پاره د مځکې لاندې اوبو ته ضرورت ډېر سوېدې .په نړې کې په مېلېونونه واټر پمپونه په مختلفو ساېېزو سره د مځکې لاندې اوبه راباسې . په وچو منطقو کې په کلې توګه د مځکې لاندې اوبه په زېاته پېمانه کارولې کېږې.
چټلوالې او د اوبو ساتنه :
چټلې سوې اوبه – نن ورځ داوبو چټلېدل دنړې د مهمو مساېلو څخه شمېرل کېږې.دډېرو مملکتونو دولتونه په دې هاند دې چې ودې مشکل ته د حل لاره پېدا کړې .ډېروملکونو په دې هکله زېاتې پانګې اچونې کړې او ډېرې ښې نتېجې ېې لاسته راوړې دې .ولې په تاسف سره باېد ووېل سې چې په ځېنو منطقو کې ،چټلې اوبه ، فاضله مواد او حتې په زهرو ککړ موادپه ډېرې بې پرواېې سره اوبوته غورځوې ،خو په دې نه پوهېږې چې همدغه چټلې اوبه د مځکې پر مخ بهېږې ، مځکې ته ننوذ کوې او د پاکو اوبو سره ګډېږې او هغه اوبه بېرته چټلوې چې موږ د پاکو اوبو په نېت ورڅخه کار اخلو.
اوبه او لانجې :
په نړې کې ډېرزېات مملکتونه سته چې ېو دبل سره د سېندونو د اوبو پر وېش دکلونو –کلونو راهېسې په جنجالونو کې سره اخته دې .داسې سېندونه سته چې د ېوه مملکت څخه وبل مملکت ته بهېږې او ېا د دوو ېا زېاتو مملکتونو پر سرحدونو باندې بهېږې. ددې ډول سېندونو د اوبو څخه کار اخېستل ددې سبب ګرځېدلې دې چې دګاونډېو ملکونو تر مېنځ ډول ډول شخړې پېښې سوېدې . په نړې کې ددې ډول جنجالونو مثالونه ډېر دې
2025په 2005 کال کښي د اوبو وېش
دپورتنې عکس څخه دا خبره ښه معلومېږې چې د اوبو کمبود په غرېبو ملکونو کې ډېر زېات دې او د ابو زېرمې محدودې دې اودبلې خوا د نفوسو وده په چټکۍ سره پر مخ ځې . دا پروسه په منځنې ختېز ، افرېقا او د اسېا په ځېنو برخو کې په درب روانه ده .دې کار د کرهڼې او د اوبو د نورو سکتورونو تر مېنځ چې اوبه استعمالوې غټ جنجال را مېنځته کړېدې
اخره نتېجه داده چې :
• . کاروبار نسې کولاې چې د ټولنې تنده ماته کړې
• یو نفر نسې کولاې چې د اوبو کاروبار پر مخ بوزې او د اوبو موجوده معضله حل کړې
• کاروبار د حل ېوه لاره ده، دهغه امکان دهغه په مشغولتېا کې تمام سوېدې
• د اوبو دمعضلې وحل ته وده ورکول اودهغې د مغلق والې په نظر کې نېول ډېر لګښت غواړې .