کور / تازه خبرونه / کريم صادق له يوې سيالۍ وويستل شو

کريم صادق له يوې سيالۍ وويستل شو

د کرکټ د نړيوالې شورا د يو خبر له مخې د افغانستان کرکټ لوبډلې کريم خان صادق دهالينډ سره د سيالۍ پر مهال د قانون د پښو لاندې کولو له کبله له يوې سيالۍ وويستل شو.

د راپور له مخې کريم صادق د فيلډينګ )د بال نيولو( پر مهال ټوپ وواهه او کوښښ يې وکړ چې د هالينډ بيټسمين )بال وهونکی( په قصدي توګه له منډه کولو څخه منع کړي. هغه ته دا پريکړه د دغه پېښې د ويډيو له کتلو او عيني شاهدانو د اوريدلو وروسته واورول شوه.

  په همدغه ناسته کې چې  د لوبې ريفري  روشن مهاناما، دوه امپايران، دافغان لوبډلې مشرنوروز منګل او د افغان لوبډلې منيجر سيد شاه پکې حاضر وو، يو بل افغان لوبغاړي ته رسمي خبرداری  ورکړل شو چې  د امپايرانو سره بايد خبره غبرګه نه کړي.  محمد شهزاد ته دا اخطار له هغې وروسته ورکړل شو چې  نوموړی د هالينډ سره په سيالۍ کې  د امپاير په پريکړه نيوکه وکړه. کله چې شهزاد د امپاير له خوا ايل بي ډبليو اوټ ورکړل شو، هغه نوموړي ته په قهرناکه لهجه اشاره وکړه چې بال يې مخکې له دې چې په پښه ولږي  د هغه په بيټ لګيدلی وو.  

 ايل بي ډبليو هغه ډول اوټ کيدل دي چې بال په داسې حال کې پرته د بيټ سره د لګيدلو د لوبغاړي په پښو ولګي چې د ويکټو مخې ته وي او دا شونتيا وي چې که بال په پښو نه وای ايسار شوی نو ويکټې پرې لګيدلي.

 د کرکټ د نړيوالو قوانينو له مخې د امپاير )منځګړو( پريکړه حتمي ده او که څه هم ښايي ځينې وخت د امپاير پريکړه سمه نه وي خو هيڅ لوبغاړی حق نه لري چې د هغه په پريکړه اعتراض وکړي.   

د يادونې وړ ده چې د افغانستان بيټنګ وار دمخه  کمزوری دی اود کريم صادق وتل په دې مانا دي چې افغانستان به په سبانۍ ډيره مهمه سيالۍ کې چې د تکړه سيال متحده عرب اماراتو سره يې کوي، د يو تکړه بيټسميڼ څخه محروم وي.

تبصره نسته

  1. د کریم خان صادق په ویستلو باندی خواشینی یو،، بیا هم هیله مند یوو چی افغانستان ننی سیالی وګټی ترسو په مخکی سیالیو کی غوره شی،،، نو د افغانستان لوبډلی کپتان ته ضروری ده چی یو غوره بدلون د بیټنګ لخوا را څرګنده کړی او د پچی په ګټلو وخت کی دی ډیر زیار وکړی چی د پیج حالت څنګه دی ،دغو خبرو ته ځیر پکار دی……

  2. ګرانو ملي اتلانو سلامونه
    تاسوته لابرياوي غواړم
    نن مي وليدل چې كريم صادق جان له لوبئ په سزايي ډول ايستل شويدي ،
    ګرانو پوهيږم چې تاسو هم پښتانه ياست افغانان ياست
    زغم نه شي كولي دناكاميوپه وړاندي زراحساساتي كيژي ،
    ګرانو كه په برياوي خو شي پيداكيژي نوپه ناكاميوهم بايد ډيره خوابده نه كړي ذهن كي تو كل ولري او تمركز دفكر سره كار وكړي حمتا بريالي كيږ ي
    نه پوهيږم كوم ناوړستړګو له نظره كړاست ،سپلني ودوده ويي ،
    ستاسو ميړانه موږته ښكاره شويد ه موږ موپه لوب، خوشحاله كيژ و تاسودي خداي ژوندي او روغ لري
    خو نن مو ميړاني ته ستركي په لاره يو چې له دي اماراتو يي وګټئ كه ځه هم ستاسواوددو ترمنځ ډيرفرق شته
    تاسو دوي ته د اسي ياست لكه پاچاته فقير نوددوي ترمنځ تو پير خداي پيدا كړيد ي،
    داچې فقير له پاچاسره سيالي كوي داهم اسانه كارنه دي ستاسو دميړاني اوبرياووپه هيله

  3. ګرانو ملي اتلانو سلامونه