کور / راپور / کرکيټ : سکاټلینډ ۲۳۱ منډې، ۸ سوځېدلي، ۴۶ اوور روان دی

کرکيټ : سکاټلینډ ۲۳۱ منډې، ۸ سوځېدلي، ۴۶ اوور روان دی










 

  نېټه : ٢٦ / ١ / ١٣٨٨  |  2009-04-15

۳۶ د شاپور ځدراڼ په اوور کې ۲ لوبغاړي وسوځېدل، یو لوبغاړی شهزاد خان په منډه وسوځاوه او بل لوبغاړی د شاپور په بال سمیع الله شینواري کېچ کړ. شاپور ځدراڼ بیا بال کولو ته راغی. ریس احمدزي دوه کیچونه ونېول، شپږم لوبغاړی د حمید حسن په بال وسوځېد. یو ځل بیا ښه لوبه وشوه، کریم صادق دوه لوبغاړي وسوځول، سمیع الله شینواري بیا یو لوبغاړی وسوځاوه. اوور کریم صادق کوي. سمیع الله شینواری او کریم صادق بالینګ کوي. دوه دېرشم اوور کریم صادق وکړ، ۴ منډې یې ورکړي. یو دېرشم اوور سمیع الله شینواري وکړ یوازی ۵ منډې یې ورکړې. دېرشم اوور کریم صادق وکړ ۷ منډې یې ورکړې. نهه ویشتم اوور خالقداد نوري وکړ، له خالقداد نوري نه یې ۱۴ منډې واخېستې. د افغانستان له اړخه محمد نبي او خالقداد نوري بالینګ کوي، سکاټلینډ ۹۰ منډې کړي، ۲ یې سوځېدلي، ۲۷ اوور روان دی. سکاټلینډ ۷۲ منډې کړي، دوه سوځېدلي، ۲۳ اوور روان دی. په نوولسم اوور کې خالقداد ۲ منډې ورکړې. په اتلسم اوور کې محمد نبي عیسی خېل ۴ منډې ورکړې. په اوولسم اوور کې خالقداد نوري د سکاټلینډ لوبغاړی واټسن وسوځاوه. هغه ۱۳ منډې کړې وی. سکاټلینډ ۵۱ منډې لري، یو سوځېدلی، ۱۵ اوور روان دی، خالقداد نوري په پنځلسم اوور کې په دوهم بال ۵ واېډنه ورکړل. سکاټلینډ ۲۸ منډې کړي، یو سوځېدلی، په یوولسم اوور کې شاپور ځدراڼ ۶ منډې ورکړي. سکاټلینډ په لسو اورونو کې ۲۲ منډې کړي، یو سوځېدلی. لسم اوور حمید حسن مېډن کړ، یعنې منډه یې ور نه کړه. له شاپور ځدراڼ په نهم اوور کې څلور منډې واخېستل شوی. که تر پایه دوی ښه لوبه وکړي نو کېدای شي د بري چانس پیدا شي. په اتم اوور کې پر حمید حسن یوه څلوره ووهل شوه، هغه پدې اوور کې یوازی ۵ منډې ورکړې. اتم اوور حمید حسن کوي. شاپور ځدراڼ په اووم اوور کې یوازې یوه منډه ورکړه. اووم اوور شاپور ځدراڼ کوي، لومړي دوو بالونو باندې منډه نده شوې. سکاټلینډ په ۶ اورونو کې ۱۲ منډې لري، په شپږم اوور کې پر حمید حسن لومړۍ څلوره ووهل شوه، سکاټلینډ ۶ منډې کړي او یو یې سوځېدلی. د پنځم اوور په لومړي دریو بالونو کې ۲ منډې شوي. څلورم اوور حمید حسن وکړ، درې منډې یې ورکړې. شاپور ځدراڼ په درېیم اوور کې هم منډه ور نه کړه. په دریو اوورنو کې د سکاټلینډ یوه منډه ده. د سکټالینډ لومړی لوبغاړی وسوځېد، دا لوبغاړي مجید حق نومېده، شاپور ځدراڼ بال وکړ او شهزاد خان کېچ ونېاوه. د سکاټلینډ لوبغاړي ولاړ دي، څوک یې ندي سوځېدلي، ۱ منډه شوې، لومړی اوور شاپور ځدراڼ وکړ منډه یې ور نه کړه ، دوهم اوور حمید حسن وکړ یوه منډه یې ورکړه. افغانستان سکاټلینډ ته د ۲۸۰ منډو هدف وټاکه. دپاور پلې په لومړي اوور کې ۱۴ منډې واخېستل شوې. افغانستان ۲۱۴ منډې کړي، نوروز منګل پنځوس منډې وکړې. د پاور پلې په لومړي بال نوروز درې منډې وکړې او بیا ریس احمدزي څلوره ووهله. له ۴۳ اوور نه تر ۴۷ اوور پورې پاور پلې ده. افغانستان خپله پارو پلې واخېسته، افغانستان ۲۰۰ منډې لري، ۵ یې سوځېدلي، ۴۲ اورونه شوي. اوس ریس احمدزی او نوروز منګل ولاړ دي. د افغانستان همیشنۍ ستونزه بیا نن تکرار شوه، هغه د مېډل ارډر لوبغاړو ژر سوځېدل وو، اصغر بې له منډو وسوځېد او محمد نبي بیا ۲ منډې ایله وکړې. کریم ډېره ښه لوبه وکړه. کریم صادق په ۹۲ منډو وسوځېد، هغه په منډه وسوځېد. د ۳۴ اوور په لومړي بال لوړه شپږه نوروز منګل ووهله. کریم صادق ۲ شپږې ۱۰ څلورې وهلي، ډېرې ښه لوبه یې کړې. په ۳۳ اوور کې ۴ منډې واخېستل شوې، کریم صادق په ۹۶ بالونو ۹۰ منډې کړي او نوروز منګل بیا په ۳۴ بالونو ۲۰ منډې کړي. په دوه دېرشم اوور کې ۵ منډې واخېستل شوی، کریم ۸۸ مندې کړي او نوروز منګل بیا ۱۸ منډې لري. له یو دیرش اورونو وروسته افغانستان اوس ۱۵۶ منډې لري، نورعلي او شهزاد خان سوځېدلي، کریم صادق ښه لوبه کړې، ۸۵ منډې یې کړي، نوروز منګل بیا ۱۷ لري، اتل ستوری کریم صادق او نوروز منګل لا ولاړ دي، کریم صادق په ۲۴ اوور کې لوړه شپږه ووهله، کریم ۶۲ منډې کړي ورسره نوروز منګل ولاړ دی. نورعلي او محمد شهزاد سوځېدلي، افغانستان اوس ۱۱۷ منډې لري، ۲ سوځېدلي، وبخښئ له ځنډ نه افغانستان ۱۶ منډې لري، لا ندي سوځېدلی، ۴ اورنه شوي. د افغانستان له اړخه کریم صادق او نورعلي نوري لوبه پيل کړې، لوبه پيل شوې، د سویلي افریقا د جانسبرګ په میدانونو کې نن ډېره مهمه لوبه افغانستان له سکاټلینډ سره پيل کړه. پدې لوبه کې کوم بدلون ندی راغلی، خالقداد نوري او شاپور ځدراڼ په خپل ځای پاتې دي.



د افغانستان د كركيټ ملي لوبډلي له اماراتو څخه درېمه لوبه وبايلله.
افغانستان د ۲۰۱۱ كال د كركيټ نړيوالو لوبو ته د لار موندني د وروستي پړاو په لوبو كي ګډون كړئ، چي له ډنمارك او برموډا څخه يې لوبي وګټلې، خو درې وروستۍ يې پر كينيا، هالنډ او عربي اماراتو بايلې.


د افغانستان ملي لوبډله د نننۍ ماتي سره بيا هم د دوهم پړاو لوبو ته د وتلو چانس لري.
همدا اوس د هالنډ او برموډا ترمنځ يوه بله لوبه روانه ده، چي كه يې هالنډ وګټي افغانستان به هم دوهم پړاو ته ور سره ووزي.
هالنډ برموډا ته ۳۰۵ منډي هدف ټاكلى چي د څارونكو په ګومان برموډا ته د دې هدف پوره كول له امكانه لېري دي.

امارات ۲۵۱ منډي، ۴ سوځلي ۴۷ اوور روان دئ.
امارات، ۲۴۱ منډي، څلور سوځلي، ۴۶ اوور روان دئ.
امارات، ۲۳۱ منډي، څلور سوځلي، ۴۵ اوور روان دئ.
امارات ۲۲۱ منډي، څلور سوځلي، ۴۴ اور روان دئ
عرب اماراتو ۲۰۸ منډي كړي، څلور سوځلي، ۴۲ اوور روان دئ

اماراتو ۱۷۰ منډې کړي، ۴ یې سوځېدلي، ۳۵ اورونه شوي. د سمیع الله په دې اوور کې ۸ منډې واخېستل شوې. د اماراتو یوه لوبغاړي ثاقب علي ډېره لوبه تېزه کړې. اماراتو ۱۶۲ منډې کړي، ۴ یې سوځېدلي، ۳۴ اورونه شوي، خرم خان محمد نبي وسوځاوه. اوس د اماراتو ثاقب علي او نعیم الدین لوبه کوي. د اماراتو بل لوبغاړی هم وسوځېد دا لوبغاړی خرم خان وو چې د اماراتو د لوبډلې کپتان هم وو.

د اماراتو دا دوه لوبغاړي هم خطرناک دي، په ۳۲ اوور کې حمید حسن د اماراتو بل تکړه لوبغاړی چې ۸۱ منډې یې کړې وی، وسوځاوه، هغه بال وکړ او شهزاد خان کېچ ونیاوه. امارات په ۱۱۴ بالونو ۱۰۲ منډو ته اړتیا لري، چې ډېرې اسانه ښکاري. داسې ښکاري چې د امارات ولاړ لوبغاړی ګوپل سخته لوبه کوي، هغه ۸۱ منډې کړي، د اماراتو تکړه لوبغاړی ارشد علي په منډه وسوځېد هغه د شفیق وسوځاوه.

امارات ډېر ښه لوبه کوي خو افغان لوبډلې ته هم پکار دي‌ چې ژر ژر یې وسوځوي. په اوولسم اوور کې اصغر ۵ منډې ورکړې، ارشد علي ۳۲ او ګوپل ۴۳ منډې کړي. امارات ۷۸ منډې لري، ۱ سوځېدلی، ۱۶ اورونه شوي دي. د اماراتو دوه لوبغاړي ارشد علي او نتین ګوپل ښه لوبه کوي او ملګرتیا یې ۷۸ ته ورسېده. اصغر ستانکزی هم بالینګ کوي، هغه په لومړي اوور کې ۴ منډې ورکړي، محمد نبي په خپل دوهم اوور کې یوه منډه ورکړه. د محمد نبي په لومړي اوور کې یعنې په ۱۴ اوور کې ۱۳ منډې واخېستل شوې، خېر نبي ښه لوبغاړی دی لوبه بېرته کنټرول کې ساتی شي. په دیارلسم اوور کې له دولت احمدزي ۶ منډې واخېستل شوی. امارات ۵۴ منډې لري، یو یې سوځېدلی ، ۱۲ اورونه شوي. په دوولسم اوور کې له حمید حسن ۶ منډې واخېستل شوي، حمید حسن په ۶ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړي. امارات په ۱۱ اورونو کې ۴۸ منډې لري، که همداسې روان وي، نو کېدای شي افغان لوبډلې ته زیاتې ستونزې جوړې کړي. په یوولسم اوور کې له دولت احمدزي ۴ منډې واخېستل شوې، افغان لوبډلې تر اوسه ۶ اضافي منډې ورکړي. امارات په ۱۰ اورونو کې ۴۴ منډې لري، ارشد علي او ګوپل ولاړ دي. له دولت احمدزي د هغه په دوهم اوور کې ۱۱ منډې واخېستل شوې. اوس دولت احمدزی او حمید حسن بالینګ کوي، ویل کیږي چې شاپور په پښه ټپي شوی ولې بېرته به لوبې ته ستنیږي.

د افغانستان له خوا پيلیز اورونه شاپور ځدراڼ او حمید حسن وکړل، دواړو په دوو اورونو کې لا منډه نده ورکړې او شاپور د اماراتو یو لوبغاړی سوځولی هم دی. د افغانستان له لوري لومړی پیلیز اوور شاپور ځدراڼ وکړ، شاپور په لومړي بال د عربي متحده اماراتو تکړه لوبغاړی امجد جاوید چې د ډ نمارک په وړاندی یې ۱۶۴ منډې کړی وې وسوځاوه. افغانستان په ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو د سوځېدو په سر ۲۵۱ منډې وکړې، اماراتو ته پکار ده چې ۲۵۲ منډې وکړي.

پدې لوبه کې تر ټولو زیاته د نوروز منګل او اصغر ستانکزي ترمنځ د ګډو منډو هڅې زیاتې مهمې وې، خو ددوې له سوځېدو وروسته ریس احمدزي او محمد نبي عیسی خېل لوبه ښه پرمخ یووړه، زیات نه زیات د سمیع الله شینواري لوبه د ستاېنې وړ وه. پدې لوبه کې اصغر ۶۹ منډې، نوروز منګل ۴۶، سمیع الله شینواري ۳۱، شهزاد خان ۳۰، محمد نبي ۲۶، ریس احمدزي ۱۸، دولت احمدزي ناسوځېدلی ۴، نورعلي ۵، شفیق او شاپور ځدراڼ بې له منډو پاتې شول.

په وروستي اوور کې اتل ستوري سمیع الله شینواري د امارتو د تکړه بالر زاهد شاه زړه ور بد کړ، پدې اوور کې سمیع الله شینواري د اتل ستوري دولت احمدزي په ملتیا ۲۲ منډې واخېستې ډېر ښه پای وو، په اول بال دولت ٣ واخيستې ، په دويم بال سميع څلور واخيستې نو بال هم شو ، په فري هيټ سميع دوه واخيستې ، په دريم بال ٢ واخيستې سميع ٤ ، په پنځم بال سميع ٢، په شپږم بال سميع ٤ واخيستې. په پیل کې افغان لوبډلې خراب پیل وکړ، خو ښه لوبه اصغر ستانکزي وکړه، هغه ۶۹ منډې وکړې، نوروز منګل بیا ۴۶ منډې وکړی، شهزاد خان بیا ۳۰، اتل ستوري نبي عیسی خېل بیا ۲۶ او ستوري سمیع الله شینپه اول بال دولت ٣ واخيستې ، په دويم بال سميع څلور واخيستې نو بال هم شو ، په فري هيټ سميع دوه واخيستې ، په دريم بال ٢ واخيستې سميع ٤ ، په پنځم بال سميع ٢، په شپږم بال سميع ٤ واخيستې. افغانستان لپاره. اوس افغان بالرانو ته پکار دي، چې په اماراتو پوره فشار وارد کړ. افغانستان په ۴۹ اورونو کې ۲۲۹ منډې لري. ۸ سوځېدلی. سمیع الله شینواری ډېر ښه روان دی، هغه په ۱۱ بالونو ۱۳ منډې کړي، ورسره دولت احمدز ولاړ دی، وروستی اوور دی، په شپږو بالونو اړتیا ده چې ښه لوبه وشي.

افغان لوبډله که څه د منډو په هڅه کېده ولې بیا هم دوی ته پکار دي، چې تر پایه لوبه وکړي. شاپور ځدراڼ راووت هغه په لومړي بال په منډه وسوځېد. ریس احمدزی په ۱۸ منډو وسوځېد. افغانستان اوس ۲۱۲ منډې لري، څلور اورونه لا پاتې دي، څلور لوبغاړي لا هم شته. محمد نبي عیسی خېل وسوځېد ولې ښه لوبه یې وکړه، څلور څلورې یې ووهلې، په ۱۸ بالونو ۲۶ یې وکړل، ریس احمدزی هم ښه روان دی، هغه دوه څلورې وهلې، په ۸ بالونو یې ۱۶ منډې کړي. افغانستان ۲۰۱ منډې کړي، ۵ سوځېدلي، ۴۵ اورونه شوي، د زیاتو منډو جوړولو اړتیا ده. داسې ښکاري چې ریس احمدزي لوبه تېزه کړه هغه په ۶ بالونو ۱۴ منډې کړي، دوه څلورې یې وهلي، نبي احمدزی هم ښه روان دی، هغه په ۱۴ بالونو ۱۷ منډې کړي. افغانستان ۱۸۹ منډې کړي، ۵ سوځېدلي، ۴۴ اورونه شوي، د پاور پلې یو اوور پاتې دی. ریس احمدزي په دریو بالونو ۷ منډې کړي او محمد نبي بیا په ۱۱ بالونو ۱۲ منډې کړي. په ۴۴ اوور کې ۱۵ منډې واخېستل شوې، اوس ریس احمدزی او محمد نبي عیسی خېل ولاړ دي.

اوس افغان لوبډلې ته د زیاتو منډو جوړولو پکار دي. د اماراتو له خوا زاهد شاه د افغان لوبډلې ۴ لوبغاړي سوځولي. افغانستان اوس ۱۷۴ منډې لري، ۵ سوځېدلي، ۴۳ اورونه شوي، وروستی لوبغاړی اصغر وو چې وسوځېد، اصغر ۶۹ منډې کړي، نن یې ډېره ښه لوبه وکړه. افغانستان ۱۶۰ منډې لري، ۴ سوځېدلي، ۴۰ اورونه شوي. اصغر نن ښه لوبه کړې ، هغه ۶۳ منډې لا تراوسه کړي. کپټان نوروز منګل په ۴۶ منډو وسوځېد، هغه د زاهد شاه له لوري په بال وسوځېد. د عربي متحده اماراتو کپټان خرم خان په خپله اوس اورونه کوي. په ۳۷ اوور کې ۴ منډې واخېستل شوې، اصغر او نوروز منګل لا ولاړ دي، اصغر ۴۷ او نوروز منګل ۳۷ منډې لري، افغانستان ۱۳۱ منډې لري، ۳ سوځېدلي، ۳۶ اورونه شوي دي.

اصغر او نوروز منګل ولاړ دي، اصغر ۴۶ منډې کړي‌ او نوروز منګل ۳۴ منډې لري. افغانستان ۱۲۳ منډې لري، ۳۳ اورونه شوي، اصغر ۴۱ منډې کړي او نوروز منګل ۳۱ منډې لري. اصغر ستانکزی او نوروز منګل ولاړ دي، اوس کپټان نوروز منګل ته پکار دي چې لوبه روانه وساتي. افغانستان په ۳۱ اورونو کې ۱۱۴ منډې کړي. اصغر ۳۶ منډې او نوروز منګل ۲۷ منډې لري. اصغر ستانکزي ۳۶ منډې کړي، نوروز منګل ورسره ولاړ دی. په دوو اورونو کې ایله ۴ منډې وشوې، نوروز منګل ۲۶ منډې او اصغر ستانکزي ۲۸ منډې کړي. دوی دواړه ولاړ دي.

افغانستان ۱۰۰ منډې لري، ۳ سوځېدلي، ۲۶ اورونه شوي. افغان لوبډلې شهزا په ۳۰ منډو وسوځېد. شهزاد خان په یوه اوور کې ۲۲ منډې واخېستې، خورا ښې وې. پيل ډېر خراب وو ولې شهزاد خان د لوبې مخ واړاوه، هغه څلور څلورې ووهلې او یوه شپږه یې ووهله. نور علي ۵ منډې کړي او شفق په صفر سوځېدلی. په لوبډله کې هستي ګل عابد بیا نشته، د هغه پر ځای شاپور ځدراڼ راغلی، شاپور کیڼ لاسی تیز بالر دی. افغانستان نن خپله پنځمه لوبه له عربي متحده عربي اماراتو سره پيل کړه.


 د افغان کرکيټ لوبډلي په اړه نور سرليکونه :



د کرکټ ژوندي جريانات له ياهو څخه په مننه





 




 افغان کرکټ ملي لوبډلي د دريم پړاو اتلولي وګټله !


د لراوبر د لوبو البم

تبصره نسته

  1. څرنګه چي افغانستان ټيم له اماراتو څخه هم ماتي وخوړه نوددي اميد نه ليدل كيږي چي افغانستان دي له هالينډسره ولوبيږي هالينډيوډير كوي ټيم ده اوافغانستان اوس ډير په دباوؤ كي ده. له خداي ج نه ورته بريالي توب غواړم .

  2. سلامونه!
    زه د خدای (ج) له دربارهنه صرف او صرف یوه هیله لرم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دې، د ۲۰۱۱ نړیوالو سیالیو ته بریالي کړي.

    د ګرانو هېوادوالو نه په ډېر درنښت دا غوښتنه کوم چې په خپلو دعاګانو کې خپل د کرکټ ملي لوبډلې ته د زړه له کومې دعاګانې وکړي.

    آلله مو بری په نصیب کړه.

  3. In every game there is loss and win although Afghanistan have lost three consecutive mathes and we still have chance to play in the next stage We pray for our team to perfom well in the next mathces without any pressure and with a practicabel strategy we have the talent to beat every team in the world cup qualifying stage what needed is better strategy.Thanks and Regards S.A.Wahab Khsot.

  4. ,ولا ډير يي خفه کړو چې افغانستان خپله دريمه سيالي وبيلله خو خوشحاله پدي شو چي دوهم پړاو ته يي لاره پيدا کړه خو هلته به يي ګټل ډير سخت وي ځکه چي دتولو پاينټونه ډير دي او دافغانستان صفر الله دي يي وکړي چي لوبه وکټي

  5. lets leave all the differencess behind us and pray for our cricket team to go forward…thanks

  6. خداي تعالي دي تل افغانان او افغانستان كامياب ، سرلوړي او سرفرازه لري. امين ، امين ، امين

  7. د افغانستان د کرکټ د ملي ډلی ټول لوبغاړو سلامونه اونیکې هیلې. خدای یاد کړۍ، تکتیک مو بدل کړۍ او د افغانې غرورو په زور میدان ته ور ودانګۍ انشاآلله چی بري به ستاسي وي.
    الله مو مل شه

  8. the looy kouday na therta tewfiq aou kamyabi gwarem tase the Afghanistan eftekar yast mufeq awsy. Hayat K

  9. za khapal dameni dak salmona wa tolo yarona ta dalai kwam.
    da allah sa bas serf da ghushtana laro che zmoz dear da kadar war ao da afghananano sar lawari ao da iftekhaar carket team ta da baryalai kedo ghoshtana laro.
    ao allah amo harkala kamyab larai.

    satasoo da baryalitub pa hilla Najeeb Kandahari

  10. سلامونه ګرانو دوستانو په دې هيله چي جوړ به ياست ! د دې خبر په اورېدو سره چي د افغانستان د كركت ملي لوبډله يوه بل پړاو ته لار پيدا كوي رښتيا چي ډېر زيات خوشاله سوم كه څه هم افغان لوبډلي درې پر له پسې لوبي وبايللي خو دوى دي خپل همت له لاسه نه وركوي ، هڅه دي وكړي او د لوى خداى ج په توكل او افغاني هوډ سره دي لوبه وكړي انشاءالله لوبه به د دوى په ګټه سي .
    سرلوړي دي ياست

  11. په هيواد كي دننه او له هيواد څخه د باندي ټولو وياړمنو او پتمنو افغانانو ته د كريكيټ د ملي لوبډلي د دې بريا مباركي وايم . خداى دي وكړي چي افغان دولت او ملي تجاران د كركټ لوبډلي د لوبغاړو ستونزي حل كړي او په افغانستان كي د كركټ لپاره يو لوبغالى جوړ كړي تر څو زموږ لوبغاړي اړ نه سي چي نورو هيوادونو ته د تمرين لپاره ولاړ سي او د دوى اقتصادي ستونزو ته دي هم د پاى ټكى كښيږدي نن كه افغان كركټ ملي لوبډله تر يوه ځايه رسېدلې ده دا يوازي او يوازي د هغوى د ټينګ هوډ پايله ده كنه دولت خو له هغو سره هغه څه نه دي كړي څومره چي ښايي .
    د كركټ ملي لوبډلي ته لا ډيري برياوي غواړو .
    خداى دي يې بريالي لري

  12. Grano hewad walo mobarak der de shokar zay da che allapak bya baryale kro

  13. سلامونه ټولو عزتمندو هوادوالوټه وړاندي کوم
    زه د متعال خدای (ج) دربار ته دعا کوم چه تل د افغانان او افغانستان په نړی کي سرلوړی او اوسا لری
    ټل دوي افغانستان او ژوندي دوي افغانان

  14. دلروبرکارکونکوته له هرڅه نه مخکی سلامونه وایم وروسته څرنګه چي دافغانستان دكركيټ ملي لوبډلي نن ورځ له ايرلنډسره لوبه شروع كيدونكي ده زما په نظربايد چي په دي لوبه كي احمدشاه چي يوکيڼ لاسى ورو بالر دى په دي لوبه كي ځاي وركړل شي ځكه چي ايرلنډله وروبالرانو څخه دباوؤ كيږي اوله تيزوبالرانوسره تيزه لوبه كوي نوزه هيله مند يم چي په افغان لوبډله كي دابدلون راوستل شي

  15. سلامونه اونيکې هيلې دلراوبرکارکوونکواومينه والوته وړاندې کوم .دافغانستان دکرکټ ملي ټيم ته يووړانديز: ملي ټيم چې کله لوبه شروع کوي نو يوڅوشيبې وړاندې دې په خپلوکې بايدهمغږي وکړي ترڅودمسابقې په بهيرکې ددوي مورال ډيرقوي وي اولوبه په ښه شان پيل کړي. نوپه اخره کې له خدايه (ج) ورته دبرياغوښتونکى يم تل دي وي افغانستان تل دې وي دافغانستان نوم اوتل دې وي دافغانستان اتلان .

  16. زه د زره له کومی خپل سلامونه دالی کوم د لراوبر د ویب پانی غرو ته او خپلو تولو هیواد والو ته خدای د وکری چه صحت مند یاستی, زه له خپولو تولو هیواد والو نه غوشتنه لرم چه د افغانستان ملی لوبدلی لپاره دوعاگانی وکری چه دا لوبدله په جهانی کپ کی له نورو هیوادونوسره سیالی وکری او اوس په دی پراو کی افغانستان دوه (2) لوبو ته ضرورت لری چه باید ویی کتی ددی پراو د کتلو لپاره افغانستان تیم باید په 3 میچو کی دوه میچه وکتی, نو ستاسو د تولو دوعاگانو ته ضرورت ده.(خدای ج د افغانستان لوبدلی ته بری ورکری آمین)

    Wish you the best Success

    گل الر حمن احمدزی د کابل نه

  17. Afghanistan Criket Team is one of the best team in the 2011 qualifying teams but they have one mistake that is pressure it mean when they accept the pressure they could not broke the partnership in they lose that game Best regards

  18. i expect from all the youth of Afghanistan to support our national team, economically and morally , dear brother if devote only one Afghani per person , i think that will become much money for our players to make good playground for training, and practice center for them in our own country, because we see our players go for training and practice to foreign countries , and also there they have no enough facilities .so at the end i invite all afghans to come forward and help their heroes because a chance for us that we have a good team and also global support . regards

  19. ده لوي افغانستان ده تل له پاره د بریالیتوب په هیله او باید افغان دولت او ملت له خپلي ملي لوبډلي سره ډیره زیاته همکاري او مرسته وکړي . خدای وه دې لوبډلي ته بریالیتوب ور په برخه کړي . مننه

  20. salam the khapal gran afghanista meli team chi zmozh iftekhar di the baryalitub doaaa kawam
    zhwandi di we afghanista aw da larawbar side muzh sar awmaldi tri qurban we

  21. سلامونه لراوبر ته.
    دافغانستان تيم ته اوس به كار ده جه به بالنك كي ددير احتياط او تدبر نه كار واخلي.
    او مونز به دعاكاني كوو جه دكاميابي دالي ددوي به نصيب كي شي.به درناوي

  22. اسلاموعليكم خداي دي اوكي سي جور ياست
    فاك خداي خزمهربانه ده تاسي وارمه ختاكوي
    سي فاك الله مي فه طرف وي
    ده فاك افغان بيرغ به لور فه جهان كمه
    دملي لوبدلي كاميابي له فاك خداي ج سخه غوارمه

  23. سلامونه لر او بر خېلو.
    ما ګمان وکړ تاسې به دلته ژوندی متن يا live text ورکوئ. خو داسې څه مې ونه موندل. خو بيا هم ښه مواد په دې پاڼه کې شته دي.
    يوه خبره دا چې دا عکسونه که مو خپل وي خو بيا صحي ده چې خپله لوګو پرې ولګوئ او که مو له نړيوالو سايتونو راخيستې وي، خو بيا بايد لوګو پرې نه وي.
    او بل دا چې د کرېکټ مينه والو ته دا ځانګړې صفحې کتلو سپارښتنه کوم چې ډېره ژر ژر تازه کېږي:
    http://eslahonline.net/index.php?view=article&catid=48%3A2008-08-12-06-43-48&id=1595%3A2009-03-29-07-23-47&option=com_content&Itemid=171

  24. سلامونه دکریکت ملی تولولوبغاروته اودکریکت گرانومینه والو ته پرون دیره دخپگان ورزوه اوزه خپله دیرزیات خفه شوم خوخیرپه هرصورت زموژاتل لوبغاری
    په راتلونکولوبوکی یوپه سله کوشش وکری
    دکامیابی په هیله

  25. our team the recently emerged team in the world , i think it is the best team in the world and i salute to all of our player, i love them and request from the peoples of the country to help them support them and also i expect that the government of Afghanistan will realize to make good playground and training center for our team inside the country, to help the player to practice and play in our own country, and also they would be able to invite other team from the world to play here in Afghanistan, and thus they can change their expertise with each other. at last i tell to all the peoples of afghanistan to come and support our national team because it is a chance , otherwise we will be regretting if the things are not done at time.
    east and west north and south pashtoon Tajak Hazara Uzbak Baloch all of them are one nation all one muslims one afghan from one afghanistan. be one be powerful and stay honest to you sacred soil

  26. سلامونه گرانو ملگرو

    که الله کول دا بری به ده افغانانو په نصیب وی امین یا رب العلمین