کور / راپور / د مومند بابا ادبي بهير د درېيم كال د دويمې اوونيزې غونډې راپور

د مومند بابا ادبي بهير د درېيم كال د دويمې اوونيزې غونډې راپور

 



مومند بابا ادبي بهير اوونيزه  غونډه د ۱۳۸۸ لمريز د وري په ۱۴مه، په مزارشريف كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحې جرګې په دفتر كې د جاويد شال په تلاوت پيل شوه چې د دريځ چارې يې حزب الله عالمي ترسره كولې او د تېرې غونډې راپور هم ده ولوست.


 


د تيرې غونډې راپور د ګډونوالو لخوا وستايل شو


 


وروسته تر دې د ضمير خال په شعر كره كتنه پيل شوه


 


نور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي


نور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي


 


څه له وايم بل وطن ته ځمه زه


مور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي


 


ډاكتر محب الله زغم وويل چې د غزل رديف اوږد دى او د رديف اوږدوالى شعر ته خوند وركړى خو زيان يې دا دى چې مفهوم سم نشي رسولى.


ده په خپل نظر لاندې نيم بيتي داسي سمه كړه


تور تور دېوالونه توره شپه كې


 


تور دي دېوالونه توره شپه كې


 


همداراز يې په لاندې بيت كې


سم سم كه و نه لګي لوګى وكړي


اور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي


د شعريت نشتوالي ته ګوته ونيوه او ويې ويل چې يو ساده مفهوم دى او هنري نه دى كارول شوى. وړانديز يې وكړ چې كه چېري خال د دغه بيت لومړۍ نيم بيتي داسي وليكي:


سم يې كه بل نه كړې د ميني دا


 


خو نجيب الله يارپال بيا د زغم له خبرې سره موفق نه و، زياته يې كړه چې دغه يو عيني واقيعت دى  او په شعر كې د واقيعت بيانول شعر نور هم اغېز منوي.


 


زغم د شعر وروستى بيت:


نه غواړم پيسې له چا نه نه غواړم


پور به مې له سترګو اوښكې تويې كړي


 


همداسې يو ساده او عادي مفهوم وباله.


 خو ذبيح الله احساس په لومړۍ نيم بيتي كې د ((نه غواړم)) د كلمې تكرار په ځاى او خوندور وګڼه او زياته يې كړه چې د ((نه غواړم)) كلمې تكرار د تاكيد لپاره راغلې چې د ناسم كار په نه كولو تاكيد شوى او همدې تكرار بيت ته ښكلا هم وركړې ده.


 


احساس په دغه شعر په ليكلې بڼه كره كتنه كړې وه:


((د خال په دې غزل كې نوښت نه، بلكې د نوښت څرك تر سترګو كېږي زه ورته ځكه څرك وايم چې د ځينو كارېدلو خيالونو تكرار يې په نوې انداز كې كړى چې دا د شاعر برياليتوب ګڼلى شو خو نوښت نه.


ده زياته كړه د شعر ځيني بيتونه د وزن له مخې يو څه مات برېښي او لامل يې هم په ځينو بيتونو كې د سيلاب كمښت دى.


احساس په ټوله كې د خال شاعري تر يو ځايه هنري وبلله. د هغه په وينا كې د شعري رياضيت لمن همداسې ونيسي نو پښتو ادب ته به ډېر څه وركړي.


 


تر كره كتنې وروسته ازاده مشاعره پيل شوه چې  په لسګونو ځوانانو پكې شعرونه ولوستل.


د يادولو وړ ده چې په دغه غونډه كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې ريئس حاجې عبدالستار اسحق زي چې تل يې د ځوانانو ملاتړ كړى او په شايې ډبلوي او استاد غلام فاروق خپلواك هم د ځانګړو مېلمنو په توګه ونډه درلوده.


 استاد خپلواك د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل: ((ډېر وخت وروسته غونډې ته راغلى يم نوي ځوانان وينم. كله چې به دوى شعر ويل ما به هېڅ فكر نه كاوه چې خپل به يې وي. د دوى خيالونو هيله مند كړم چې يو وخت به دغه ځوانان د هېواد د نورو سترو شاعرانو په كتار كې وي.))


 ده وړانديز وكړ چې نويو راغلو ځوانانو ته بايد د شعر په بېلابېلو برخو كې د نورو ملګرو له خوا چې په دغه برخه كې تجربه او پوه لري مالومات وركړل شي.


 


مومند بابا ادبي بهير په دغه غونډه كې د كره كتنې په برخه كې نوى ګام اوچت كړ. په نورو غونډو كې به كره كتنې ته په وړاندې شوي مطلب يا شعر باندې په ازده توګه بحث كېده، خو د خال شعر يوه اوونۍ د مخه ګډوانوالو ته سپارل شوى و چې په ليكلي بڼه پرې خپل نظريات وړاندې كړي او ازاد بحث هم پرې وشو.


 


بايد ياده شي چې په دې غونډه د مطيع الله اراك د نه راتګ له امله د ((تاريخ پاڼه)) برخه وړاندې نشوه.


 


راتلونكې غونډې ته د محمد عيسى ساحل غزل د كره كتنې لپاره غوره كړاى شو.


غوڼده شاوخوا ۵ بجې د شال په دعا پاى ته ورسېده.