غزلونه

د لراوبر اداره | اپریل 8th, 2009


 

غزل


اوس مي جانان زماله څنګه تښتي


خاني مـي نشـته له مــلنګـــه تښتي



ښكلاخـوټــوله پـــه دولـــت وه زمــا


له مـاغريـب لـه مـابـــدرنګــــه تښي


خالي كوګـل دجـانــان كلـي تــه ځــم


نغمه بـي سـره ده لـه تـرنـــګه تښتي


ستـــرګــي قـــاتـلـــي دي وژل كـــوي


غمازدتـوري لـه هــرشـرنـګــه تښتي



نشـه دستــرګــودجــانــان مستـــه ده


رحيمي ځكه اوس لـه بنـګه تښـتي


۱۳۸۷-۹-۵




غزل


پرديسي هيـلي مي ويـدي پـريــږده


جانـانه غــيږراكــه تــوبــي پــريـــږده



پريږده ديدن پـه ميــنه مينــه وكــړم


بـلي تـرسهـاره دي ډيــوي پـــريــږده


له مخـه لـري كــړه ســالــو جـانــانـــه


نازكي شونډي خودي سري پريږده


يوڅــوخبــري راتـــه ښــكلــي وكـــړه


په زړه مي ښكلي خاطـري پــريــږده


پريږده چي سوزم لمـبه كـيږم پـكـي


ماپه سره اوركـي پـه لمبي ـپريــږده



رحيمي ستادمحبـت جنــازه وتـړلــه


لاسـونــه ســره پـــه جنــازي پــريــږده


۱۳۸۷-۸-۱۸




غزل


ګوره جفــامــي راتــه يــاده نــكـړي


چي په وفاباندي مي نـه پـوهيــږي



مــاتـه خنـــدادميــني مـــه زده كــوه


كه په خنداباندي مـي نـه پوهـيږي


عزت مي هــم له خـاورومـه جـوړوه


چي په حياء باندي مي نه پوهيږي


راته دروغـجن لـوزونــه مـه راكــوه


كه په رښتياباندي مي نه پوهيږي


ځانتـه قــاضـي دمحبـت مــه وايـــه


چي په سزاباندي مي نه پـوهيــږي



شيخه كتاب دي رحيمي ته وركړه


چي په بقا بـاندي مي نـه پـوهيـږي


۱۳۸۷-۷-۱۱




غزل


دافغــانـــي غـــروراتــــلـــه پيـــــغــــلـــه


نن بياكابل تـه نــوي رنـــګ وركـــوي



پـــه خـــړوخــــاورودوطــــن مستـــانــه


دي تــوروڅـڼوتــه بـــياڅـــنډوركـــوي


پـه مــخ يـــي پــاشــي دسنځـــلوګــلان


هــــره دره دمينـــي خــــونــــدوركـــوي


هغه غوټى چي وه په مړوكي حساب


دوي نوي ساه اونـوۍ ژونـدوركــوي


لكه دناوي شاه هرڅوك يي ستــايـي


زلموته غــاړه كــي لــونـــګ وركــوي



درحيمي سره چي خوله په خوله شي


نشه په شـونـډوكــي دبنـګ وركــوي


۱۳۸۷-۷-۱۰
 




غزل


زمــادتــن لـــه ويــنـوجـــام جـــوړوى


جانان له مينـي نـه نـاكــام جــوړوي



دايوعادت يي له پخوانه شتـه دى


چي له عاشق نه بـه غــلام جــوړوى


زلفي يي بياپرمخ خـوري پــريښـي


لكه چي بياتياره ماښــام جـــوړوى


زړه يـــي دميـنــي انتــظارنـــه منــي


چي خطرونـه ګــام په ګــام جــوړوى



دليلى دوه سترګي له اوښكوډكي


درحيمي شعــرتـه الـهــام جـــوړوى


۱۳۸۷-۹-۲۳

Copyright Larawbar 2007-2024