د روغتیا د نړیوالی ورځی په ویاړ د عامی روغتیا وزیر پیغام

د لراوبر اداره | اپریل 7th, 2009


د وری 18 (7 اپریل)


بسم الله الرحمن الرحیم


ګرانو هیوادوالو، درنو هم مسلکانو!


د وری 18 چی د اپریل له 7 سره سمون خوری د نړیوال روغتیائی سازمان د تهداب ایښودنی او د روغتیا د نړیوالی ورځی سره برابروالی لری. د نړیوال روغتیائی سازمان په ټولو غړو هیوادونو کی له دی ورځی څخه ځکه لمانځنه کیږی تر څو د هغو کوښښونو او هلو ځلو په هکله پیمان او میثاق چی د خلکو روغتیا په کی تأمین او بهبود مومی بیا له سره تجدید او نوی شی.


له دغی لمانځنی څخه په ګتی اخستنی او د محفلونو په لاری اچولو سره، هر کال د روغتیا د ډګر یوه ځانګری ستونزه په ګوته کیږی او هڅه کیږی د نوموړی ستونزی د له منځه وړلو لپاره نړیوال کوښښونه یوځای په کار واچول شی. د روغتیا د نړیوالی ورځی د لمانځنی لپاره د 1388 کال شعار (ژوندونونه وژغوری. په بیړنیو حالاتو کی روغتونونه خوندی وساتی) دی. نړیواله ټولنه له څو کلنو څخه را پدی خوا په بیړنیو حالاتو کی د روغتیائی کارکونکو او مرکزونو د زیان قبلولو خوا ته پام اړولی دی او هغه ئی د نظر لاندی دی. دغو پیښو په ورستیو کلنو کی ډیری مرګ ژوبلی رامنځته کړی دی. څرنګه چی په 2008 زیږدیز کال کی له 253 زرو څخه زیاتو انسانانو، فقط د طبیعی پیښو له کبله خپل ځانونه له لاسه ورکړی دی.


په یواځی توګه دغه پیښی ستونزمنی ندی، بلکه د روغتیایی مرکزونو زیان قبلونکی حالت هم د سترو ستونزو څخه شمیرل کیږی. که چیری زمونږ د روغتونونو او روغتیایی مرکزونو بنسټ کلک نه وی، د اوبو او بریښنا د سیستمونو اټکل په ښه ډول نه وی شوی، که چیری د اور وژنی نظام په ځیر سره جوړ شوی نه وی، که چیری د میکروبونو د خپریدلو څخه په علمی او عملی ډول مخنیوی ونشی، نو پدی وخت کی به زمونږ مړینه نه یواځی د طبیعی پیښو له امله بلکه د روغتیایی کارکوونکو په ناوړه توګه اغیزمن کیدو له لاری څو ځله به پورته لاړ شی.


د روغتیایی مرکزونو او کارکونکو د اغیزمن کیدو د ټیټولو لپاره اړونده مسوولیتونه په بیلابیلو کچو ویشل کیږی، د دولت له لوړ پوړو چارواکو څخه نیولی د عامی روغتیا وزارت تر چارواکو، په ښارونو کی د خلکو له استازو څخه نیولی په کلیو کی تر روغتیایی ټولنو پوری، له متخصصینو او پروفیسورانو څخه نیولی بیا د ټولنی تر روغتیایی په خپل خوښه کارکونکو پوری، په مسلکی او تخنیکی برخو کی د ملی همکارانو څخه نیولی بیا تر هغو کارکوونکو پوری  چی په غیر حکومتی ادارو کی بوخت دی، د هیواد د کچه پانګونی څخه نیولی بیا تر بهرنیو لویو پانګه اچونکو پوری، مونږ ټول د روغتیایی مرکزونو په خوندی ساتلو کی مسوولیت او دنده لرو.


هیله مندیم چی د وری د میاشتی اتلسمه نیټه چی نړیواله روغتیایی ورځ ده، داسی ورځ وی چی مونږ تر هر څه د مخه خپله پاملرنه او ژمنه د روغتیایی مرکزونو خوندی ساتلو ته واړو او له دی لاری په روغتیا کی خپله پانګه اچونه لا نوره هم اغیزمنه او د ارزښت وړ جوړه کړو. نړیوالی څیړنی په څرګند ډول شایی چی د روغتیایی نظام او جوړښتونو خوندی ساتل د هغو پایلو په وړاندی چی د وګرو د ژوندانه په ژغورلو کی یی لری، ډیر لږ لګښت غواړی. د روغتیایی مرکزونو خوندی ساتل، د روغتیایی پیاوړتیا او د خلکو د ژوند د ژغورلو سبب ګرځی، راځی پدی لاره کی ټول سره یوځای هڅه او هاند وکړو.
 


و من الله التوفیق


ډاکتر سید محمد امین فاطمی


د عامی روغتیا وزیر

Copyright Larawbar 2007-2024