واڼه: امريكايي الوتكي څلور جنګيالي ووژل

34 | اپریل 9th, 2009



د جنوبي وزيرستان له واڼه څخه وركړل سوي خبرونه وايي د الوتكي په يوه توغندي كي څلور وسله وال وژل سوي دي.
ځايي خلګ وايي بريد د امريكا د يوې بې پيلوټه الوتكي په ذريعه ترسره سوى چي د ځايي طالبانو يو موټر يې په نښه كړ.
پاكستان په قبايلي سيمو كي د امريكا د بې پيلوټه الوتكو له بمباريو سره ظاهراً مخالفت ښيي، خو په قبايلي سيمو كي دغه عمليات ورځ په ورځ ډېريږي.
د پاكستان جمهور رئيس آصف زرداري له امريكا څخه د بې پيلوټه الوتكو د وركړي غوښتنه كړې او وايي پاكستان به خپله د طالبانو سره په وجنګېږي، خو امريكا وايي په تېرو كلونو كي چي يې پاكستان ته پوځي او مالي مرستي وركړي، هغه يې په موثره توګه نه دي كارولي.

Copyright Larawbar 2007-2024