مولانا صوفي محمد دسوات امن پریکړې نه لاس په سر شو
52
د پښتونخوا ایالت د سوات په سېمه کې د پاکستاني حکومت او طالبان ترمینځ په سېمه کې د ثبات راوستو په اړوند شوي پریکړې څخه مولانا صوفي محمد لاس واخیست او په سېمه کې یې د ثبات دپاره دپرانستي کېمپ د بندولو اعلان یی کړی دی
په سوات کې د خبریالانو سره د خبرو په مهال مولانا صوفي محمد د پاکستان مرکزي حکومت باندې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې د امن راوستو په اړه ورسره ایالتي حکومت مخلص دی خو مرکزي حکومت ورسره مخلص نه دی نوموړي دا هم وویل چې په سېمه کې د شرعي قانون راوستو پرته ثبات ټېنګیدلی نه شي