کور / راپور / جګړه ساتي د سوله ساتو په نوم

جګړه ساتي د سوله ساتو په نوم

له پرلپسې له څو ساعتونو بې بريښنا تېرولو وروسته چې څنګه هم د كوټې په مېنځ كې لګېدلى ګروپ ناڅاپي روښانه شو د ليوني غوندې  مي په كمپيوټر ورمنډه كړه . د لګېدلو په تڼۍ مي يې زور ور وكړ تر څو روښانه شو. ها خوا پروت د ټلېفون مزى مي ورپسې ژر ژر په دې موخه وتاړه چې انټرڼيټ ورباندې كنيكڼت كړم .

له  وروستيو پېښو څخه د ځان خبرولو د پاره مي تر ټولو لومړى  د پژاواك خبري اژانس وېب پاڼې ته سر ورښكاره كړ .

له څو شيبې ځنډ وروسته وېب پاڼه خلاصه شوه خو چې سترګې مي پرې ولګېدې ورېږدېدم تر سترګومي  ناڅاپه اوښكې توى شوې او د يو نااشنا درد احساس مي وكړ .

هو د وېب پاڼې پر لومړي مخ په لومړي سر كې د يو بېګناه ، سپېڅلي ، مينناك ماشوم عكس وو . چې له څنګه يې ليكل شوي وو .

((امريکايي ځواکونو د ملي اردو ديوه افسر دکورنۍ پنځه غړي
ووژل ))


لاندې يې ليكلي وو چې په وژل شويو كسانو كې يو د اوو شپو ماشوم هم شامل دى .

له دې خبرو سره مي نورد راپور ويلو توان په ځان كې وونه ليد . هسې د تش كالبوت غوندې د كمپيوټر مخ ته كښېناستم . زړه مي غوښتل تو څو د ياهو مسينجر له لارې پر ليكه شم او له چا څخه د چيټينګ په مرسته د پېښې په اړه نور مالومات واخلم خو په مغزو د زيات فشار له امله را څخه د خپلې اي ډي شيفرهم هېر غوندې شو . او همداسې لاس تر زنې د كمپيوټر مخ ته ناست وم .

سترګې مي د راپور په سرليك كې ښخې وې .

د خيال  اسمان مي ځان  په ډول ډول وېرونكيو ورېځو كې پټ كړاو زړه مي د ناهيلو كفن په سر راكش كړ .

اخېر سوله دې ته وايي ؟؟؟؟؟

ايا اوس امريكا زمونږ د هېواد د اوو شپو سپيڅلى ماشوم هم ترهګر بولي او وژل يې ځانته روا ګڼي .؟؟؟؟

زمونږ هغه مېندې چې د كور په دروازه كې د كور د سړي ټوخى واوري لا په اوومه كوټه ننوزي اوس د امريكا يي ځواكونه دا خبره رښتيا ده چې دغو ښځو په پرديو امريكايانو باندې ډزې وكړ ؟؟؟؟؟؟؟

كه څه هم دغه وخت غرمه وه خو زړه مي د نامېندۍ تورو لوخړو داسې په غېږ كې نيولى وو چې په كوټه كې رڼا ورځ راته توره تروږمۍ ښكاره شوه .

له كله نه مي د كمپيوټر سره راشه درشه پيل شوې په دې نږدې وخت كې دا دويم ځل دى چې د راپور په لېدلو مي له سترګو بې اختياره اوښكې روانې شي .

تر دې وړاندې د رحمان بابا په مزار كې د بمي چاودنو راپور ژړولى وم او اوس  دغه راپور چې پكې د بابا د اووشپو لمسى د ترهګر په نوم شهيد كړاى شو .

وروسته له ډېره وخته مي ذهني كش مكش څه كم غوندې شو د بشپړ راپور لپاره مي د راپور په سر ليك كليك وكړ .

په راپور كې ويل شوي وو چې په وژل شويو كسانو كې په دغه بې ګناه ماشوم سربېره يوه ښځه چې هغه هم ښوونكې وه ، اتلس كلنه نجلۍ چې د لېسې زدكوونكې وه  او دوه تنه نارينه هم وژل شوي

د خبر په زياتو لوستلو مي لا پسې د زړه درد ډېرېده .

لاندې بيا د امريكايي ځواكونو د وياند خبرې وې

هغه ويلي وو چې دغه عمليات يې د قوي استخباراتي  راپور وروسته ترسره كړي دي . په لومړي سر كې پرې وسلوالو ډزې وكړې او بيا دوى په ځوابي ډزو كې  څلور تنه وسلوال ووژل چې هغه هم د حقاني د ډلې وو .

د راپور له لوستلو وروسته مي لا سترګې وچې نه وې چې د لېوني غوندې  را څخه بېواكه وخندل شول . 

دې ته وايي سوله !
دې ته  وايي رښتيا !
دې ته وايي سوله ساتي . !
او دې ته وايي زمونږ د راتلونكي تت ژوند څراغونه .


په داسې سوله خودي سر له همدا ننه اور پورې شي چې زما د هېواد هغه ماشوم چې لا يې د مور شيدې په مړه ګېډه نه وي رودلى ترهګر شي او  په داسې بېرحمۍ وژل كېږي .

د اوو شپو د ماشوم پلار كېداى شي خپل زوى ليدلى هم نه وو . چې دسولې پتنګانو يې ورباندې ديدن د حضر ( ع ) ديدن كړ 

د سولې دغه ټېكدران چې د اسمان له هاغه سره يې پايڅې رانغښتې او وايي تاسو ته سوله راولو . تاسو به هم له  دې وروسته زمونږ غوندې په ډيموكراسۍ كې ژوند تېروۍ همدې ته سوله وايي .

سوله دا ده چې زمونږ په ورا باندې بمونه وولي ؟ زمونږ د ښوونځي ښځينه ښوونكې او زدكوونكې په ټوپك وولي ؟

ايا مونږ له ازله همداسې بدمرغه پيدا شوي يو چې له يوې خوا مو د پاكستان تورلېنګيان ښوونځي ورانوي ، ښځينه ښوونكې مو وژني او د زدكوونكيو په مخونو تېزاب پاشي . او له بلې خوا بيادغه  سوله ساتي ځواكونه راته جګړه ساتي شي .

د سولې دغه فرښتې بيا خپله ملامتي هم نه مني او په سپينو سترګو كې وايي چې څلور وسلوال طالبان مو وژلي دي .

په پېښكې د دوو تنو وژل كېدل به لا يو څه د سړي زړه ته ولوېږي چې وژل شوي كسان به د حقاني د ډلې وو خو دغه دوې ښځې او د اوو شپو ماشوم هم د حقاني د ډلې وو . ؟؟؟؟

او بيا دا چې د ملي اردو د يو افسر كورنۍ د حقاني ډله وه ؟؟؟؟؟

په دې هېواد كې چې د ملي اردو د يو افسر د كور غړي هم د ترهګرپه په نوم وژل كېږي نو د هغو طالبانو به څه حال وي چې امريكا يې په منځلارو كې لا نه شمېري  او توند لارې يې بولي .له هغوى سره امريكا خبري لا څه كوي سلام اچول هم ترهګري بولي 

زما په خيال دوى فكر كړى دى چې  د دېرشو كالو غميزو به د افغانانو ماغزه خراب كړي وي او اوس چې ورته مونږ هر څه وايو مني به يې .

هو مونږ مجبور يو چې منو به يې .
ډېر مجبور .


ځكه

چې مونږ په لوى لاس د هغه پير لاسنيوى كړى كوم چې  خپله د سلو غلو يار دى .