د هلمند د ملي امنيت موظفينو يو لړ چاوديونکي توکي ونيول
دهلمند ولايت دملي امينت كسان خبر وركوي چي دمركزلښكرګاه په ځينو سميو كي يي يو شمير هغه ماينونه چي دپلچكونو او لارو دخرابولو په خاطر ځاى په ځاى سوي وه نيولي دي .
دملي امنيت دغه سرچيني چي نه يي غوښتل نوم يي واخيستل سي خپريالانو ته يې په داسي حال كي چاوديدونكي توكي و ښودل چي پريوه ميز ځاي په ځاي كړل سوي وو هغه په په ژړه ډبه كي جوړسوي ماين ته يي اشاره وكړه ويي ويله اكثره وخت داسي ماينونه په غيرمسلكي ډول جوړيږي چي زياتره وخت دملكي كسانو ژونداخلي .
داپه داسي حال كي ده چي دهلمند دملي امنيت درياست دكاركوونكو دښۀ فعاليت نه دلښكرګاه ښا ر اوسيدونكي راضي دي
خو دلاښه امنيت دټنګښت له پاره دملي امنيت رول او كار خورامهم ګڼي .
ديادوني وړد ه چي وړاندي تر دي هم ددې رياست دكاركوونكو له لوري وخت په وخت چاوديدونكي توكي ،وسلي او ان ځانمرګي بريدكوونكي مخکي تر بريد نيول سوي دي .