کور / کیسه / لنډه كيسه

لنډه كيسه

تورپيكى لا ايله بيله ماشومه وه هغه اوس د اتو كلونو شوي وه ، ډيره ښايسته وه ،توري اوږدي سترګي ، نرى ګلابي شونډې اوجذابه څهره يي لرله  هغه پرموراوپلارله حده زښته زياته ګرانه وه نن بيا په كلي او بآزاركې د نويو جنګونو اوازې تر غوږو كيدې هسې خو همدا څاروان كلاوه متل دى چې …………. دې خداى بې لړو نكړي .

سهار لا څړيكه نه وه كړې لمر لا خپل زرين وزرونه په كلو بانډواوګودرونو نه وه خواره كړي چې دهغه ځاي دمجاهدينو تر منځ سخته خپلمنځي جګړه ونښته بس هغه سړۍ ميړنۍ وچې كورنۍ يي كومې خوندي سرپنا ته بيولې وه هرې خواته كډې وې هۍ ناتار او چغې ګډې وې ټول خلك له كلي او بازارڅخه وتلي وه خو ماشومه تورپيكى چې د خپلې كورنۍ د بې پروايي له امله له مور او پلار څخه پاتې شوې وه دڅاروان كلا درود پر غاړه د كوچيانو دكيږديو تر څنګ داسې ترهيدلې اوژړغونې ولاړه وه تابه ويل چې كورنۍ يي پرديوانوپلورلې وه تور پيكۍ چې ډيره نازولې ښكلې او نازدانه انجلۍ وه ابلې پښې يي ديوې شكېدلې اوزړې كيږدۍ په لورورمنډې كړې مير د ل كوچى چې دخپلې كيږدى مخې ته يي يوې ګټې ته ډډه وهلې وه ژر ور منډه كړه او كيږدى ته يي ننباسله  سباته كوچيانو خپلې كډې وتړلې اود هزاره جاتو دسړو څړځايونوپه لوري روان شول وړوكې تورپيكۍ چې له ډيروساندو او سونګټونو يي غاړې ناستې وې داوښ له شا څخه ډيرې چغې ووهلې خو اوازيي چا نه اوريده او له ځا نو سره يي بوتله پوره پنځلس كلونه وتلي وه تورپيكۍ اوس ددرويشت كلونو شوې وه ميردل كوچي هغه يه زوره خپل مشرځوى تروږمي ته په نكاح كړې وه د تورپيكۍ له خپل مېړه تروږمي سره ايله يو څو مياشتې دواده تيرې شوې وې چې كوچيانو خپلې كډې وتړلې تورپيكۍ چې اوس خپله هم كوچۍ شوې وه نه پوهيده چي په كوم لوري سفر كوي خو هروخت به يي د ما شومتوب خيالونوپه زړه كې پټ پټ ورته څه ويل اود خپلې كورنۍ او مورپلار د لپدلو په تكل كې وه هغې له كوچيانو سره يو ځاي دپښو مزلونه كول يوه مياشت وروسته ماښام يو ځاي ته ورسيدل هلته يي خپلې خيمې ولګولې داچې كوچيانو ډير مزلونه كړي وه نو ټول ستړي ستومانه له خيمو لاندې اوده شول ښايسته اوږده شپه تيره شوې وه چې تور پيكۍ كوم ويرونكي خوب له خوبه را هيښه كړه هغې وليدل چې سپينه سپوږمۍ راختلې وه دشته صحرا او فضا ټول سپوږمۍ دخپل ښايست په لمبو ځلول راځلول خو دا شپه څه عجيبه بريښيده تورپيكۍ ته دا شپه دا هوا او بيديا هرڅه اشنا اشنا ښكاريدل تورپيكۍ په همدې سوچونو كې پرته وه چې نا څاپه يي دغزل په انګازو يو څه تر غوږو شول دا دبر كلي هماغه مواذن وچې له اذان خخه مخكې به يي نعت شريف ويلې تورپيكۍ بيا د خپل ماشومتوب په خيالونو كې ور لا هو شوه د هغې به دااواز دومره خوښيده چې هروخت به ورته د سهار له اذان دمخه رابيداريده تورپيكۍ له خوشحالۍ نه په جامو كې نه ځاييده سمدلاسه راپاڅيده لږلاندې راغله چې درود داوبوشراريي ترغوږو شو لږ نوره مخكې لاړه تورپيكۍ اوس پر هماغه ځاي ودريده چې كلونه وړاندې يي وحشي كوچيانو دژوند واړه واړه قدمونه او تيندكونه پردي كړي وه د پسرلي موسم او ګهيځ مها ل وو د رود اوبو هم ورو ورو مستي كوله تورپيكۍ هم اوس كوچۍ شوې وه هغې لاره او ګودر ښه پيژندل خپلې سورورې پيڅې يي په لاسونو رابډ وهلې اود رود پورې غاړه دبر كلي مواذن د كور خواته وررهي شوه هغې پوره دوه شپې د مواذن په كور كې وكړې هغه لاپوره باوري نه وه چې دا يي خپل كلۍ دى  دمواذن له ميرمنې څخه يي وپوښتل خورې ! دا كوم ځاي دى اوزه چيرې يم هغې دخپل ورك ژوند ټوله كيسه ورته تيره كړه اود خپل پلار حاجي ملك غفار اخند په اړه يي ترې وپوښتل دمواذن ميرمنې داسې سوړ اسويلۍ وكيښ چې تا به ويل بوټ زړه يي راوخوت اوبيا چپ شوه تورپيكى ورخطا شوه څو ځلي يي اخوا ديخوا وكتل ژر يي وويل خورجانې ولې غلې شوې ؟ ځواب راكړه دمواذن ميرمن خبره په اغه دغه واړوله ، خيرسبابه پر رڼا ولاړې شو خو تورپيكى ډيره هوښياره وه پر سپين او نازولي مخ يي اوښكې څڅېدې او بهيدې په زړه يي خوړلې وه چې ګوندې نصيب به ورسره څه كوي نن بيا سحر شو تور پيكۍ چې ټوله شپه يي په ويښه تيره كړې وه له سترګو يي داسې سره بڅري وريدل چې تا به ويل ټوله شپه يي په ساقي خانه كې تيره كړې او جامونه يي نوش كړي دي خو….


داوار پرې دمواذن ميرمن رامخكې شوه او تورپيكى ته يي د تلو لپاره اشاره وكړه هغې هم څه ونه ويل او په چپه خوله ورسره روانه شوه هغوى دواړو په ټوله لار له يوې او بلې سره خبرې نه كولې داسي بريښيده لكه چي يوه هم له بلې څخه دنيك زيري تمه نلري دمواذن كورودانه چې دحاجي ملك صيب ځاي ته ورسيده نو ودريده اودمات زړه په ژړغوني اوغريوجن اوازيي داسې ورغبرګه كړه مخامخ دحاجي ملك صيب كور هاغه يي دوكانچه (ديره) اوشاته يي حجره ده خواوس يي پكې دتره ځوى ملا جانان اخند اوسيږي ملك صيب دې خداى وبښي په باركزيوكې ډير نامي سړى ووهغه يو وخت دمجاهدينو د خپلمنځي جګړو له امله د يته اړشو چې دكورنۍ ټول غړي كلي ته بوځي خو بخت ورسره ياري ونكړه دسورلى موټر يي دټوپك سالارانو لخوا پريوه ايښودل شوي ماين وروخوت چې اوس ټول په ها پورې لويه هديره كې ښخ دي يواځې هغه كشرۍ ورور حكيم خان مو ژوندى دى خو څه به يي كړې له ژوند څخه ورته مرګ ښه وو هغه خواركى اوس ليونى شوى ببر سر او څيرې ګريوان په كوڅو اوبازارونوكې پښې ابلى ګرځي تورپيكى چې نور يي ددى خبرو دې اوريدلو توان نه درلوده دلاسونو ګوتې يي په غوږونو كې وركړې او په كړيكو كړيكو درود په لور روانه شوه بې چاره تورپيكى دكوچيانو د كيږديو په لور چټك ګامونه واخيستل هلته په رسيدومعلومه شوه چې كوچيانو هم له دې ويرې چې ګوندې دتورپيكى خپلوان به ورسره كومه رويه او چلند كوي يوه ورځ مخكې يي خپلې كډې له دې ځايه وړې وې او بيچاره تورپيكى دتل لپاره درود په غاړه يواځې پاتې شوه .


۱۳۸۸/۱/۱۷